Dr Sultan

Dr Sultan

Share

زه د الله یو عاجز بنده یم، دیني او دنیوي زده کړې مې کړي، او هڅه کوم چې د خپلې وسې مطابق په هره برخه کې انسانانو ته خدمت وکړم، ځکه چې د خدای رضا د مخلوق په خدمت کې ده.

18/11/2025

. کشمالي ( ریحان) د فرانسویانو له لوري د بې شمېره روغتیايي گټو له امله شاهي بوټی نومول شوی.

یوې روغتیايي څېړنې ثابته کړې چې د کشمالي شیره یوازې څو ساعتونو کې د بدن پړسوب او سوی ٪۷۳ کموي. کشمالي همدراز د عمر ضد ځانگړنه هم لري.برتانيې کې یوې روغتیايي غونډې ته وړاندې کېدونکي یوې روغتیايي څېړنې ثابته کړې چې د کشمالي جوس یا شیره په بدن کې مضر مالیکولونه له منځه وړي او ازادو رادیکالونو ته د اعصابو، زړه او ځیگر ته د زیان رسولو فرصت نه ورکوي.

دودیز درمل کې، د خېټې او هاضمې ناروغیو لپاره د کشمالي پاڼې گرمو اوبو کې اچول کېږي او څښل کېږي، د سخت ټوخي لپاره ژوول کېږي، د سر درد لپاره اېشول کېږي او د حشراتو له لوري چیچل شوو برخو درد ارامولو لپاره په هماغه برخو ایښودل کېږي.

کشمالي ډېرې روغتیايي گټې لري. د اروپايي اتحاديي څېړونکي اوسمهال د هغو باکتریاو پر وړاندې چې د انټي بایوټک پر وړاندې مقاومت کوي د دغه بوټی اغېزناک څېړي.

کشمالو
د زیګر هرنګه ناروغی لپاره ګټوره کورنی نسخه ده!

زیړي په جریان کې یا له زیړي څخه وروسته چی زیګر مو کمزوری وي یا د زیګر بله کومه ناروغی ولری یوازی 15 ورځی یی وکاروی
داچی کشمالی پاڼی ډیری ګټی لري یو له هغی څخه یی د زیګر ناروغیو لپاره بهترین غلاج دی
طریقه: هره ورځ سهار او ماښام دکشمالی پاڼی له 6 څخه تر 7 دانو پوری په خوله کی وژویې او به او پاڼی یی دواړه تیری کړی دغه کارختمن تر 15 ورځو پوری تر سره کړی که ډیر مو استعمال کړو لا فایده لری
یادونه دغه طریقه که څه هم ساده ده خو ډیر فایده مند غلاج دی انشااللله په دغه طریقی سره د زیګر هرنګه ناروغی غلاج کیږی !

دریحان (ببري) تخم ،
چې په لوره اندازه فایبر لري او دبدن لپاره ډیری ګټې لري
دریحان تخم د اضطراب په درملنه کې دکولیسټرول او د ویني په لوړ فشار مهم رول لري.
یا تخم د پوستکي زخمونه کموي ، دا تخم د پوستکي دحجرو دبیا ژوندي کولو لپاره هم ګټور دي.
سربیره پردې ، دریحان د ویټامین K ، پروټین او اوسپنې درلودونکی دی او د ویښتو د ضایع کیدو اوگنجیکیدو مخنیوي کوی
د مثانې په انتاناتوکی او د رګونود انتاناتو په درملنه کې هم ګټور دي.
دریحان تخم باید امیندواری میندی ونخوري ځکه چې په وینې کې د اسټروجن د راټیټیدو شدید لامل کیږي
د ریحان تخم دوزن په کمولو کې زیات ګټور دی
لوړفایبر لرونکی دی ، کوم چې اشتها کموي ، په پایله کې د وزن کمولو او وزن له لاسه ورکولو کې کمک کوي
دمعدې سوزش کموي شکره راتیتوي اوانسولین حساسیت کموي
قبضیت له مینځه وري.

د دې پاڼې بویول د دماغي فشار (سټریس) کموي.

د هاضمې د نظام د ښه والي لپاره:

د بد‌هضمۍ، ګاز او د نس درد لپاره ګټور دی.

د بدن د دفاعي نظام پیاوړتیا لپاره چې
په کې انټي‌اکسیډنټونه او ویټامینونه شته چې بدن له ناروغیو ساتي.
ذهني فشار او بې‌قراري کموي:

د دې خوشبویي ذهن ته ارامتیا ورکوي.

د دماغي ستړیا او خپګان (ډیپریشن) په حالت کې ګټور بلل کېږي.

د زکام، نزلې او ټوخې لپاره مفید:

د ریحان د پاڼو چای یا قهوه د ساه‌اخیستنې ته لارې خلاصوي.

بلغم له منځه وړي او ټوخی ته ارامتیا ورکوي.

د زړه د روغتیا لپاره ګټور:

په وینه کې د کولیسټرول اندازه کنټرولوي.

د وینې فشار (بلډ پریشر) په نورمال حالت کې ساتي.

د جراثیم ضد ځانګړتیاوې:
په طبیعي ډول انټي‌باکټریال او انټي‌فنګل ځانګړتیاوې لري.

هغه ځای چې د ریحان بوټی کرل شوی وي، هلته مچان، مچۍ او نورې ناروغۍ ډېرې لږې وي.

په شکر (ذیابیطس) کې ګټور:
د وینې د شکر کچه متوازنه ساتي.

که د دې پاڼې اوبه کړل شي او د نورو بوټو پر سر سپرې شي، نو هلته مچان او مچۍ ډېرې لږې راځي، ځکه چې دوی ته د دې بوی ناخوښه او زهرجنه ښکاري.

د استعمال طریقې:
د ریحان تازه پاڼې خوړل.
د ریحان له پاڼو او تخم څخه چای یا قهوه جوړول

Want your business to be the top-listed Media Company in Istanbul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Address


Istanbul
34520