Khan Network Academy

Khan Network Academy

Share

Khan Network Academy is an online education platform which teach you network marketing in a professional way.

18/06/2024

Shout out to our newest followers! Excited to have you onboard!
Thank you for biegwith us
Akbar Jan Agha, Sukoon Shaikh, حبیب الله یزدان پناه, Wali Darman, Baho Khail

05/04/2024

شتمني یا دولت په څلور ډوله دی.

۱ - ټولنیزه شتمني یعنې په ټولنه کې یو باوقاره حیثیت یا مقام درلودل.
۲ - مالي شتمني یعنې پیسې درلودل.
۳ - د وخت شتمني یعنې د وخت آزادي درلودل چې وکولی شی خپل وخت په خپله خوښه وکاروئ.
۴ - فزیکي شتمني یعنې په صحت روغ اوسیدل.

پام مو وي چې په نړۍ کې به ډیر کم خلک وي چې له څلور واړو برخمن وي.

08/02/2024

هرڅومره چې انسان د عمر په لحاظ پښیږي، هومره ورته د شخړو په ځای آرامښت او د بې احترامۍ په صورت کې فاصله غوره ښکاري.
ډرامې ورته بې زغمه او سوله ورته وروستی لومړیتوب کیږي. خپل ځان د هغو خلکو سره یو ځای کوي چې د دوی د رواني روغتیا، زړه او روح لپاره ښه دي.

08/02/2024

10 real luxuries in life - په ژوند کې لس ریښتیني اسایشونه

• Time - وخت
• Health - روغتیا
• Security - امنیت
• Good sleep - ښه خوب
• Inner peace - داخلي سکون
• Financial stability - مالي استحکام
• Unconditional love - بې شرطه مینه
• Being able to travel - د سفر کولو وړتیا
• The freedom of choice - د انتخاب آزادي
• Meaningful connections - مانا لرونکي اړیکې

27/01/2024

تېر ژوند تر لاسه شوې تجربه ده. روان ژوند ترسره کیدونکې تجربه ده او راتلونکی ژوند توقعات دي.

هڅه وکړئ چې ترلاسه شوې تجربې مو د ترسره کیدونکو تجربو د غوره پایلو ترلاسه کولو د پاره وکاروئ تر څو خپلې هیلې او توقعات مو ترلاسه کړی.

27/01/2024

خبرې ډیرې سر یې یو!!!

تاسې یې کولی شئ او تاسې به یې وکړئ.

همدا د کیسې پیل او همدا د کیسې پای دی.

دا اسانه ده چې په خپل ځان شک وکړئ او په دې باور وکړئ چې تاسې ښه نه یاست یا هیڅوک به ستاسې افکارو (آئبډباو) او کار ته پام (توجه) ونه کړي.

یوځل چې تاسې یوه قوي او ژمنه پریکړه وکړه چې خپل ټول وجود او ژوند به هغه پایلې او هدف ته وقف کوی چې تاسې یې واقعیاً غواړئ نو باور ولرئ چې دا ترسره کیږي.

که لنډه یې ووایو نو.

نور د شک او وېرې یا له ځانه پوښتنې ته اړتیا نشته.

اړتیا نشته چې ددې په اړه له بل چا سره خبرې وکړئ او خپله روحي انرژي ضایع کړئ.

یوځل چې تاسې هغه څه چې تاسې یې غواړی رامینځته کړئ، تصور کړئ او احساس یې کړئ چې دا هغه څه دي چې تاسې یې په خپل ژوند کې ترسره کول غواړی نو په دې باور ولری چې دا به ترسره کیږي.

کله چې تاسې خپله هره ساه چې تاسې یې اخلئ او د انرژي هر اونس چې تاسې یې لرئ خپل هدف او لید ته وقف کړئ، هغه څه چې تاسې په خپل تصور کې رامینځته کړي دي هغه به حقیقت کې څرګند شي او ستاسې واقعیت به شي.

تاسې دومره وخت نلرئ چې په داسې پریکړې کولو یې ضایع کړئ چې تاسې ورته ژمن نه یاست. دا وخت ددې دی چې خپل ځواک بیرته واخلئ او خپل ځان ته ژمن واوسئ او هغه څه ته ژمن واوسئ چې تاسې یې واقعیا غواړئ.

تاسې ددې ځواک لرئ چې هر هغه څه چې تاسې یې غواړئ رامینځته کړئ او دا ځواک ستاسې د خپل روح څخه راځي او دا تاسې سره دریږي چې تاسې پیل وکړی او دقیقا هغه څه اعلان کړي چې تاسې یې غواړئ او خپل ټول وجود دې پایلې ته ژمن کړئ.

تاسې یې کولی شئ او تاسې به یې وکړئ.
د کیسې پای.

Want your school to be the top-listed School/college in Istanbul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Telephone

Address


First Avenue, 9the Floor
Istanbul