H.H.P

H.H.P

แชร์

19/01/2021

که خوشواله وې، نو ورو وخانده، چې غم خفه نشي.
که خفه وې ورو وژاړه، چې خوشالې ناهیلې نشي
✍ ژباړه: نصیر غورځنګ

21/11/2017

غزل
ـــــ
په ماتو سترګو کې د هجر شوګېرې ګرځوم
وجود مې نشته، خپله ساه په تا پسې ګرځوم

د درد تصوير مې سرچپه ايښى دى، ګورم ورته
په ملا تڼاکـې، او په پښـو باندې تغمې ګرځوم

زما د مينې د رازونـو نه جهان خبر شـو
چې د سيګرټ په انګار زه سوې جامې ګرځوم

د خپل منزل لپاره چاڼ کړم، د خاپونو خاورې
د قدمونو په غلبيل کې فاصلې ګرځوم

په اړولو مې تڼاکې شوې باقــره! ګوتې
زه به ترڅو پورې د ستا د ياد تسبې ګرځوم
#باقر

ต้องการให้ธุรกิจของคุณ ธุรกิจ ขึ้นเป็นอันดับหนึ่ง วาณิชย์ ใน Pak Kret?
คลิกที่นี่เพื่อเป็นสมาชิก?

เว็บไซต์

ที่อยู่


Pak Kret