MY LIFE MY TITLE

MY LIFE MY TITLE

Share

22/02/2018
30/12/2017

ټکسي چلوونکې را نه وپوښتل:
-پوهېږې چې نړۍ کې تر ټولو ښه دنده څه ده؟
+ما وېل نه، څه؟
-وايي ټکسي چلول
د ځواب په اورېدو لږه خندا راغله؛ خو ټکسي چلوونکې يې خبرو ته دوام ورکړ، وايي غوږ شه!
• هر وخت چې دې زړه وو کار ته راځه، که دې زړه نه وو مه راځه
• هر طرف چې دې خوښه وه، په هغه خوا ځه
• که ستړی شوې، يو بغل ته درېږه او ارام کوه
• نوې خلک وينې، نوې خبرې او کيسې به اورې
• د کار وخت کې د خپلې خوښې سندرې او راديو اوريدای شې
• داسې هم کوای شې چې د ورځې ويده شې او د شپې کار ته ولاړ شې
• چې څوک دې خوښ وو؛ در سره اخله يې، کنه تېز ترې تېرېږه
• ازاد يې، ارام يې...

چې فکر مې وکړ، رښتيا يې ويل
ما ويل: بختور يې ولا

وروسته راته وايي:
-پوهېږې چې نړۍ کې تر ټولو بده او ځوروونکې دنده څه ده؟
+ما ويل څه ده؟
-وايي ټکسي چلول
پسې ويل يې:
• هره ورځ بايد کار ته ولاړ شې، که دوې ورځې کار و نه کړې؛ نور به دې ځان او عيال ته هېڅ هم نه لرې
• سهار کې به دې لا په سر، لاسونو او پښو درد وي
• که ووړ ټکر وکړې، د ټولو به درسره جنجال وي
• په هر طرف چې دې سواري غواړي؛ په همهغه طرف به ورسره ځې
• عجيب او غريب خلک به دې موټر ته راخېژي
• ټول به يوه نه-يوه غوښتنه در نه لري
• د خلکو په خوښه به خبرې کوې، يا به يې نه کوې
• که دې سندره يا راديو چالانه کړه، هم به په چا بده لګي او څوک به بيا وايي چې سندره ولګوه
• د کرايې، لارې او ماتو پيسو په سر به سواري جنجال درسره کوي
• په اوړي کې به له ګرمي سوځې او ژمي کې به دې له يخه ژامې کړپيږي...

ډرايور ته مې حيران وکتل ؛ خو ده را ته وخندل او و يې ويل:
ژوند کې هر څه همداسې دي، هغه ستا کار دی چې ښه ورته ګورې، که بد.

Want your business to be the top-listed Business in Mecca?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Telephone

Website

Address


Mecca
JEDDAH

Opening Hours

Monday 9am - 5pm
Tuesday 9am - 5pm
Wednesday 9am - 5pm
Thursday 9am - 5pm
Friday 9am - 5pm
Saturday 9am - 5pm
Sunday 9am - 5pm