ZK Production

ZK Production

Share

09/04/2024

ناول
شين سترګي انجلۍ
اتمه برخه⑧
د اوومي برخي ورستي لفظونه
مور مې هم خبره کړه مور مې راته وویل
زويه الله دي خپله دنده کې کامیاب لره
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ژوند وه د خوشحالیو او خوښیو څخه ډک تیریدا
موږ ټول ډیر خوشحاله و
د کوژدې مې له میاشت نه وه تیره شوي
چې پلار مې راته وویل احمد ستا واده باید په دې یوه میاشت کې وشې
ځکه مور دې هم مریضه ده هسي نه خداي مه کړه
سبا ستا دواده په ارمان مړه شې
مور مې د زړه ناروغي درلوده دوه دوري یې تیري کړي وي
وروستي دوره یې پاتې وه
ډاکترانو ویل دا به ډیره خوشحاله ساتي
ما ورته وویل پلارجانه زما خو خوښه ده
خو د شازیه دوي کورنې به دا چیرته ومني
پلار مې وویل کل محمد ډیر ښه سړي دي
د سهار لس بجې وي
چې پلار مې د ګل محمد دوي کور ته لاړو
تر څو ما او د شازیه واده جوړښت وکړي
پلار مې ورته وویل ګل محمده د احمد مور د زړه ناروغي لري دايې مشر زوي دي
پریږده چې د خپل زوي دواده خوشحالي په خپلو سترګو وویني
ګل محمد ډیر په اصولو برابر سړي وه
او زما پلار ته یې وویل ستا نه خو ما واده کول مني کړي نه دي
ته چې هر وخت وغواړي واده کولي شي
پلار مې ډیر په خوشحالي کور ته راننوته
او په مسکي شونډو یې
وویل احمده ګل محمد راسره ومنله او راته یې وویل هر وخت چې وغواړي ته واده کولي شي
په همدې مشوره بوخت وو
ګل محمد د شازیه د واده لپاره مونږ باندی لس لکه افعانۍ او شپږ تولي سره زر ټاکلي وه
د پلار سره مې ټولي دولس لکه افعانۍ وي
پلار مې ویلي لس لکه افعانۍ به د شازیه پلار ته ورکړم
او په دوه لکه افعانۍ به د واده مراسم ونیسو
خو د سرو زرو پيسې به د کوم ځايه کوو
پلار مې هم په سوچ او فکر کې وه
ما هم د خیال په ټال کې زنګل
په کور کې خاموشې پښي غزولي وي
د تقدیر پریکړه وه
چې په دې وخت کې مې موبایل وشرنګیده
موبایل مې د جیب څخه راوخیست ګورم د پاکستان هیواد څخه مې ماما زنګ وهلي وو
سلام ماما څنګه یې
وعلیکم سلام ته خپله څنګه یې کور کې مو کراري ده
ماما راته وویل
احمده په کوژده کې خو دي زه نه وم نو
لخیره په واده کې دي هر ډول کومک کولي شم
پلار مې راته اشاره وکړه چې دسرروزرو ورته ووایې
ماما ته مې داسې وویل ماماجانه ته باید له مونږ سره
د شپږ تولو سروزرو کومک وکړي ځکه اوس زموږ لاس ډیر تنګ دي
ماما مې په خندا راته وویل
احمد بلکل د کومک کولاي شم دا راته ووایه چې
واده دې

08/04/2024

ناول
شین سترګی انجلۍ
دریمه:برخه (3 برخه)
دوهمی برخی ورستي لفظونه
:د ډوډۍ،وخت وو ډوډۍ مې وخوړه
د ماسپښن د لمانځه د ادا کولو لپاره مسجدته لاړم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لمونځ مې ادا کړ
دمسجد نه بهر زما دکلي ملګري ولاړ و
او زما په انتظار و
زه د ملګرو څنګ ته وراغلم
سلام مې وچاوه
زما ملګري چې یو سادت او بل یونس دواړه
زما د ښي او بدي ورځي ملګري و
راته یې وویل
احمده د مرزامحمد زوی جاوید راته یو ګیله کړي
زه ډیر ورختاه شوم
زر راته وایې څه ګیله یې کړي درته
یونس په خوله یوه یوه خبره داسي راوته لکه د وصلي ډز
ساحل راته وویل
ستاسو ملګري احمد چي د لاري پر سر یې کور دي
تیره ورځ یې زما خورته یو قلم ورکړي و
او هغه یې ډیره په تکلیپ کړي وه
د دې خبري په اوریدو سره سم مې
سترګی د اوښکو ډکي شوي
او هیڅ مې د خبرو کولو توان نه درلود
سادت راته وویل احمده ته باید داسي کار بیا ونه کړي
ما په زړه کې وویل
سادته ته څه خبر يې چي زه د شازیه سره څومره مینه لرم
خو په هرحال د ملګرتیا وصول مې مراعت کړل
او ورته مې ویل
سمده إن شاء الله بیا به داسي کار نه کوم
ملګري مې د ځان سره راون کړ
خپلي حجرې ته مې راوستا
زه کورته لاړام چې چاي راوړم
مور مې په لاس کې
د ګیلاسونو ډک پتنوس راکړ
او حجرې ته مې راوړو د ملګرو سره
مې چای وڅکلو
یو څو شیبې مو په خنداه او خوشحالي تیري کړي
یونس چې زه ډیر ورباندي ګران وم
راته یې وویل احمده زه پوهیږم
چې ته د مرزامحمد د لور شازیه سره مینه لري
خو ته یو کار وکړه د مرزامحمد کور ته
د خپلي کورني ،مشران ورولیږه
ترڅو د شازیه لپاره ته کوژده وغواړي
په د خبر مې زړه خوشحاله شو
او په خندا مې وویل سمده یونس او سادات
هم په خپل منځ کې مسکې شول
د حجري نه بهر راوتو
په اسمان د تورو وریځو ټغر خپور و د باران څاڅکي
شورو شول وخت د مازدیګر څلور بجي وي
مونږ به هر مازدیګر باغ ته په چکر تلو
د باغ په لاور روان شو
د باران څاڅکي راباندې ډیر ښه لګیدل
او خولي ته مې دا ټپه راغله
د يو تللي کس چيره يي راپه زړه کړه
باران بیا داسي وريږي لکه زهر
باغ ته ورسیدو ما د ځان سره وویل
کاش چې په دې وخت کې مې په زړه د شازیه غم نه وي دا چکر به ډیر خوند کړي وو
په باغ کې خلکو رقم رقم لوبې کولي
چا مطالعه کوله او چا د ملګرو سره
تصویران اخیستل مونږ هم د کمرمینانو
خوا ته ورغلو او رقم رقم تصویرا

08/04/2024

ناول
شین سترګې انجلۍ
برخه لومړی (برخه)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زه په لسم ټولګي کې وم
چي د شازیه په نوم یوه انجلۍ باندي مین شوم
په لار به چي روان هم وم د شازیه سوچ به مې کولو
د شپي به تر ډیره په سوچ او فکر کې ډوب وم
سهار به اته بجې مکتب ته تلم
زمونږ کور د لاري په سر وو
شازیه به زمونږ د کور په لار مکتب ته تله
زه به د کور د دروازي سره ناست وم
د مکتب به ورستې کس زه وم
چي په اته نیمي بجي به وراغلم
د مکتب مدیر به راته هر ورځ په غوسه وه
ځکه شازیه به په اته نیمي بجي مکتب ته تله
چي شازیه به مکتب ته روانه وه نو زما دیدن به ورسره وشو
خو د ډیره کبره او غورور سره به په لار تله
تر یو کاله پوري
زه به په دې لار د شازیه لپاره ناست وم
خو شازیه په دی خبره نه وه
چي په ما باندي احمد مین دي
ما غوښتل چي څنګه یې خبره کړم
چي احمد ستا سره څومره مینه لري
ډیر وخت وروسته مې فکر وکړو
ماته یو ملګري د امریکا نه قلم ډالي کړی وه
ډیر ښایسته او په شوق جوړ شوی قلم وه
یو ورځ مې د کور یو کوچني ماشوم ته قلم ورکړه
اوورته مې وویل په دې لاره کینه
هغه جیني په دې لاره ځې او دغه قلم ورته ورکړه
ماشوم ډیر شوخ وو راته یې وویل څو روپي به ماته راکړي
ما ورته وویل څو چي ته غواړی
ماشوم خوشحاله شوو
او وویل سمده
زه د یو دیوال شاته پټ شوم
شازیه د ماشوم څنګ ته راورسیده
ماشوم په نرمو شونډو ورته وویل
ترور دا قلم یو هلک راته راکړي
چې دا جیني ته ورکړه
شازیه چي ډیره په غوسه وه
او په ماشوم یې سترګی ورواړولي
ورته وویل چي بیرته دا قلم هغه هلک ته ورکړه
او شازیه روانه شوه
ګورم چي د ماشوم په لاس کې قلم وه
ولي چي شازیه قلم نه واخیستي
ماشوم وویل
جینی ویل چي بیرته دا هغه هلک ته ورکړه
دماشوم دې خبري اوریدو مې زړه ډیر خفه کړ
او د افف غږ مې وکړ
زه هم مکتب ته روان شوم
په سوچ او فکر کې ډوب مې ځان تر مکتب پوری ورسوه
دصنف په دروازه چي ننوتم د استاذ په اجازه په خپله چوکي ،کې کیناستم
ملګرو به مې ښایسته ټوکي ټکالي کولي
خوزه به د خپلي میني غم وړي وم
او د خیال په ټال کي به مې زنګله
زما د څنګ خواږه ملګري چي یو شادب او بل خالد نومیده
ډیر په اخلاقو برابر وو
او هره خبر به یې زما منله
په دې ورځ زه ډیر غوسه او خفه وم
ځکه شازیه د قلم په نه اخیستو.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

Want your business to be the top-listed Beauty Salon in Peshawar?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Address


Peshawar