ACA
✋ *سلامونه پخير راسئ*
✍️ *دلته تاسي ته لاندي نشرات کيږي*
¹ *ښکلي ناولونه*
² *لنډي عبرتناکه کيسي*
³ *اسلامي ليکني اوحديثونه*
⁴ *دنړۍ جاليب معلومات*
⁵ *دټکنالوژي له ډګره*
* واټساپ چينل لينک*👇
https://whatsapp.com/channel/0029Valt5vH9mrGf5gtz4H0v
05/11/2025
`ناول : ګرګ اشتي`
*ليکوال : خواجه زی*
`نشروونڪی : پرمختګ فکر`
*بـــرخـــه : اته ديرشمه 38*
`دتيري برخي لينک`
https://whatsapp.com/channel/0029Valt5vH9mrGf5gtz4H0v/7363
👩🎤🐺🦊👩🎤
۞ بِسْـــــــــــــــــــــــمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ ۞
*دنوي برخي پيل*
د اطرافي په خبره په مظلومیت میسر و خوخه ویی چط دهغه تندی تروش شو او ویی ویل : چشی درته ويلي؟
جواب می ورنکړو چی هغه موټر د سړک یو کونچ ته پارک کړو او زما خواته را و گرخیدو او په کلکه لهجه یی وویل کله چی یو شئ در نه پوشتنه کوم نو چوپیژه مه جواب را که چشی درته ویلي؟
د هغه پدی خبرو سترګي مي د اوښکو ډکي شوي او نه پوهیږم ولی خو د کيلي په توکه می ورته وویل هغوی ویل ته په خاوند دی گرانه نه یی.
زما پدی خبری هغه په حیرت وویل پرما گرانه نه یی؟ خپل شزی سره د ميني اظهار زه باید لادسپیکر واخلم او اغلان و کم چي دوي پوي سي؟
په خفه لهجه مي وویل نه هغوی ویل کندهاریانو باندی چی ښخه گرانه وي هغي ته طلا اخلي موبايل اخلي ) نور څه ميو نه ویل چی هغه په شیطنت وويل: اممممم كالي اخلي كاكو اخلي اوه؟
د هغه پداسي شيطان لهجه مینور هيس ميو نه ویل چی هغه خندا په خوله موتر روښانه کړو نه پوهیدم چیرته روان دي خبری نکول يواځی یوځه په فکر کې معلوميد د موټر په دريدو د موټر د ښيښي څخه مي دباندی وکتل چي غيه لوحي باندي ميستركي ولکیده چی ليکلي وه.
د حاجي وردک خان طلا فروشی ته ښه راغلاست
د هغه لوحي په ليدو په حيرت د جهان خواته مي وکتل چی هغه په کراره وويل د مینی دا رکم په پیسو اظهاره ول خو بیحده آسانه ده راخه زه تاته نن ثابته کړم.
هر سومره چی و می ویل نه ضرورت نشته هغه زما يو خبره لا وانه وريده او په زوره یی لخان سره طلا فروشی ته ننویستم، ډیر غټ دوکانو وو سر او بر یی نه معلومیدو جهان لکه چي د دوکان مالک پیژندو چي د دوکان شاگرد په زغاستو د
دوكان څخه ووت او خو دقي وروسته يو د عمر پوخ سړی چی سپین جوړه جامی اغستوي وه او يو لاس كي تسبيح وه دوکان ته راننوت او د جهان سره يي په صميمي انداز ستری مشی وکړل.
هغه سړی چی زما خواته وکتل نو جهان په دوه لفظو کي زه ورته معرفی کرم شزه می ده او تمام هغه سړی چی نوم یی حاجی نسیم و و ډیر محترمانه الفاظو باندی زما سره سترى مشي وكړل او خپله شخصاً د راغلی تازه طلاو ډیزاینونه موږ ته ښکاره کړل د هغه طلاو په ليدو زه پوه شوم چی د دی قیمت بیحده زیلت دی نو ځکه د انتخاب کولو څخه میید وکړل خو جهان انتخاب ډیر ښایسته وو يو جوړه غور والي كوش واره يو نري غاړه کي او يو ښایسته گوتمي راته انتخاب او
واخيستل.
پیسو په حساب زه پوه نشوم جهان د جيب راوويستي خو حاجي نسيم ورته وويل: د
دی قیمت په هغه معامله کی حساب کړه او جهان يواخي وخندل او مننه ويي کړل او زما لاس نيولي د دوکان څخه را ووتلو د تلو په حال جهان وويل
جهان -خان زره می غواړی هوټل ته دی یوسم او شه داسی زبردست دودی درباندی و خورم، خو دا د کابل هوتلو ته چي کورم نر او شزی یو ځای شيني او دودی خوری وایم بهتره به ویی دودی واخلو كور كي يواځي ستا کوټه کي وخورو، سنگه؟ هم به دیدن وکړو او هم به ډوډی په کراره وخورو؟
د هغه جواب كي يواځي ستا چی هر څنگه خوښه ويي وويل او موتر کی کیناستم جهان د يو هوتل څنګ ته موتر و دره ویي او څو خوراکه کباب او قابلي واخيسته او د کور خوا ته روان شو ما چی خپل موبایل ته کتل بیا می خپل طلاو ته کتل د خوشحالی پوه نشوم څنګه تر کوره و رسیدم همدا چی موتر و دریدو په تلوار بغير لدی چې د جهان خواته و گورم پوښتنه وکړم يا كورته يې دغوت کړم د کور خواته
ولارم.
ادی آشپزخانه کی موښتي وه زما په لیدو چی داسی خوشحاله يم بغير د كوم شئ د يلو او خودلو هغه هم خوشحاله شوه او خندل یی کله چی ورته موبايل او طلا
و خودل خوشحاله شوه خو ویي ویل خدای دی خوشحاله لره همیشه خو لورکی مینه او خوشحالی پدی څیزونو کي نده نو دومره ورته شوق مه کوه اصلي خوشحالي د میره په محبت او مینه کي ويي د ادى خبره مي دومره په غوږ ونه نیول او به خوشحاله باندی خپل پر موبایل لیگا شوم چی د ادی غږ راتلو په دهليز کې د جهان
خبری کول او ورته ويل يي ولي دی خان په زحمت کړو؟ ما دودی تیاره کړی وه، او د جهان غر چی ویل یی کومه خبره نده بي بي حاجي خه زحمت د هغوی خبرو ته مي توجه ونکړل او خپل پر موبایل لگیا شوم چی ادی بیا آشپزخانی ته راغله دا خل د جهان د اخيستل شوي خوراکي څيزونو سره هغه يي قابونه کی اچول او ماته يي خبرى كول ترخو لارشم خپل حجاب وباسم او و گورم جهان خو کوم شي نغواړی؟ دومره يې ويل چې په نه زړه مي خپل د موبایل څخه زړه و شکو او د کوټې خواته روانه شوم.
دروازه می چی خلاصه کړه جهان می خپل د آريشي څيزونو سره د هینداری خنگ ته وليدو د هغه په لاس کي.. د هغه په لاس کي چي کوم خيز وو د هغه په ليدو رنگ مي یو دم و پريدي او ټول انرژی می صفر شوه احساس می کوی چی نور خپل په پښو نشم دریدلي جهان زما خواته راوکتل او په تروش تندى وویل دا پایزیب ستا دی؟ تا خپله خانته اخیستی؟
د هغه پدی خبری نه پوهیږم څنگه میخپل خان راټول کړو او په لرزانده غږ مي وويل : .... و ... هو .. زم..ا زما دى ما خپله ځانته اخيستي. زما پدى ركم لهجه د حیرت څخه د جهان وریخي پورته شوي او په مشکوکه انداز يي وويل : ولي داسي رنگ دی پریدلی شه خو یی؟
په تلوار مي وويل: هو هو ښه یم هغه ستری شوم ځکه داسی رنگ می پریدلی. زما پدی خبری جهان هغه لعنتي منحوس د حسیب راوری پایزیب بیرته هملته کیخود او زما خواته راغي زما لاس يې ونيو او پداسي حال کي چي نالي باندي كينولم ويي ویل رشتیا وایي ته نو کله پدی دونی تک او گرخید و عادت يي زما فکر نسو ستړی
می کړی.
د هغه پدی دومره مهربانه او مینه ناکه لهجه خانته شرمنده شوم چی دروغ می ورته وویل خو بله چاره نه وه که یواخی لږ شک یی کړی وایی چی دا پایزیب ماته کوم هلک راوړی زاره یی چودل پدی خو ورځو کی می پیژندلی وو چی سومره پدی خبرو حساس دى او كركه لري د دی الفاظو څخه جهان پداسي حال کي چي زما د
سر څخه تیکری لری کو کرار یی وویل
جهان خان که خپه کیژی نه نو هغه پایزیب و غورخه وه.
د هغه پدی خبره بيحده وويريدلم خو كرار مي وويل ولي؟
جهان خان نه پوهیژم د هغه په لیدو بد احساس می پیدا کی دا رکم دیزاین پایزیب زياتره هغه دم انجوني په پښو کوی زه ستا لپاره یو دانه ساده راورم صحیح دی؟ په کراره مي سمه ده وویل چی جهان په خوشحالي زما تندی ښکل کړو او ويي
ويل
جهان خان اپرین هوشیار انجلی همیشه دغسي زما خبره منه، زه ستا بد هیڅکله
نغواړم پوه سوي؟
د سر په خوخه ولو مي ورته هو وويل" تراوسه می لاس او پښي د زيات ويريي څخه لرزیده او جهان فکر کو زما فشار ښکته شوی د ستړيا له لاسه؟!
دودی وقت کي ما غوښتل د باندی دهلېز ته لاړشم خوادی په زوره دودی په لاس راکړل چی خپل د خاوند سره يي کوټه کي وخوره زه هم مجبوره بيرته د هغه څنگ ته ولاړم، د دودی وقت کی جهان دومره زما په ډوډی خوړو نیوکه وکړه دومره یی وویل چي ولي د ماشومانو پشان کوچني کولي اخلي؟ ولي يوه دوه کولي اضافه نخوری او خلاصه دومره ډیر خبری وکړل چی هیس پوه نشوم خه می وخوړل؟
جهان خان اممم خوله خلاصه که دا آخری کوله زما لپاره وخوره باره بس.
د هغه دی خبرو ته مینوره ژرا راغلي وه په غوسه می وویل دا شپر شپیتمه کوله ده چی ته وای اخری؟!
زما په خبری جهان په خندا شو او ويې ويل يا دا آخری ده آخری آخری آاا خوله خلاصه که
به مجبوری میخوله خلاصه کړه او هغه خپل په لاس آخری گوله هم راکړل او بیا داسی خوشحال شو لکه چی دا ټول قاب دودی ده خوړلی وی؟
تاسو دودی و نخوړل؟
جهان خان امممم ستا دودی خورل مي ولیده مور سوم خو که خپل په لاس یو کوله راكي نه ورته نه وايم.
بله برخه بيا.... له موږ سره اوسئ مننه
◦•●◉✿A❤️A✿◉●•◦
`زما د وټساپ چینل درسره فالو follow کړئ. مننه`
`چینل لینک :!`
https://whatsapp.com/channel/0029Valt5vH9mrGf5gtz4H0v
05/11/2025
`ناول : ګرګ اشتي`
*ليکوال : خواجه زی*
`نشروونڪی : پرمختګ فکر`
*بـــرخـــه : څلويښتمه 40*
`دتيري برخي لينک`
https://whatsapp.com/channel/0029Valt5vH9mrGf5gtz4H0v/7375
👩🎤🐺🦊👩🎤
۞ بِسْـــــــــــــــــــــــمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ ۞
*دنوي برخي پيل*
په حال جهان خپل لخایه ،پاسیدو خپل پکول یی په سر کړو او پداسي حال کي چي خپل پتو یی په خان پيچي زما خواته راغي
جهان خان ستا د بالښت سر ته مې يو څه پيسې درته پاتي کړی چې کوم شی دی پکار و و خانته واخلي زه شاید یو میاشت پوری نور دیخوا رانشم نو په خان پام کوه صحیح دی؟
بیا می هم د خبرو لخايه ورته سر و خوخه ویی چی هغه زما تندی ښکل کړو او ويي ويل : یواځی خانته خیال ساته زنگ و هم جواب راکوه پر ما باندی به بابای نکوی پوه شوی؟ هسی نه یو قدم لری شم بیا همغه اولي جنى شي؟
د هغه پدی خبره په غوسه می وویل تا نو کله زنگ و هلی چی ما جواب ندی
درکړی؟
جهان -خان امممم د کار د کیدو مخکي میدرته گواښ وکو چي فکر دي وساتي ما بیحده بد راځی چی یو سوک دی زما د زنگو او مسجو جواب رانکړی.
هغه شاید نیم ساعت خپل وصيتونه او نصيحتونه راته وكړل او هوا د روښانه کیدو حال کي وه چی روان شو، د هغه د تلو وروسته بیرته خپل ځای ته راغلم خو نور خوب ن راتلو نه پوهیږم ولی زره میتنگ و و او غوښتل می وژاړم، د هغه خالي خای بیخی را باندی بد لګیدو نو پاسیدم او ټول مي کړو خو بیا هم وضعيت مي ښه
نشو
داسی احساس میکوی چی د هغه د عطر و
بوی زما ټول کوته ډکه کړی، نفس می نشو اخيستي مجور د كوتي څخه ووتلم او د باندی حویلي کي بي ارايي مي قدم وهل شروع کړه یو څه چی و گرخیدم یخ می وشو او بيرته كوتي ته راغلم او خپل خای کی پریوتم تر خو په زوره هم که کیدل خان ویده کړم او د جهان د خالي ځای په اړه نور بیځایه فکرونه ونکړم
كم او زيات یو میاشت زموږ د کوردی څخه تیر شوی وه او پدی یو میاشت کي زه ما دومره د جهان د اخلاقو ، رفتار و او عادتو سره بلده شوی او عادت می کړی وو
چی شپه می د هغه سره د خبرو کولو بغير نه صباح كيدل او ورخ مي بیا نه شپه کيدل د کوټي مینځ کي ناسته وم او د جهان سره میخبری کول موبایل کی چی د کور دروازه و تکیده دروازی تکیدو ته کي توجه ونکړل ما ويل ادی شته هغه به یی خلاصه کړی خو ادی ماته ناری کړل ترڅو زه در اوزه خلاصه کرم
په نه زړه او زر منه خبرو لخایه پاسیدم او موبایل غوږ سره نیولی د کور دروازی خواته ولاړم او خلاصه میکړه یو کوچنی ماشوم چی د ۸ کالو معلومیدی ماته په خیر، خیر را وکتل او بیا یی په کرراره باندی يو كاغذ زما خواته ونیو او په منډه د د دروازی مخکی څخه لاړو، د هغه ماشوم پدی کار یو دم هک حیرانه شوم خو خاص توجه می ونکړل او در اوزه میبنده کړه جهان اخوا څخه لگیا وو خبری کول
او ما پداسي حال کي چی هغه کاغذ خلاصه وو، یو تر ميان د جهان جواب ورکو د خط په خلاصیدو او په هغه کي د ليکل شوی الفاظو په ليدو ، د ډیر وحشت او ویری څخه می موبایل د لاس څخه لاندی پر خمکه و غور خیدی خو ما بغير لدى چي هغه ته فکر وکړم ټول فکر او ذهن مي هغه کاغذ لیک کی وو چی لیکلی وه
لکه چی کوژدن دی په لاره کړی يي چي د باندی نور نه وځي؟ خو په هر حال مجبور داخل راووځي کنه زه درخم كورته دی داخل ماشوم می درواستوی خو بل خل زه خپله درخم نو خپله د انسان د لور پشان راشه د دی څخه مخکی چی زه کوم ليونتوب وکړم ستا ليوني حسيب .
الفاظ می په زرها وار په غوږونو کی تاویده داسی احساس مي کوي چي دا الفاظ هغه راته مخامخ ويلي نه دا چی لیکلی ویی؟! نه پوهیږم خومره وقت بي ساه جسد پشان ولاړه وم چی د موبايل غږ پر خود کرم سترگی می وگرځول او موبايل مي لاندی پر ځمکه ولید په تلوار میراوخیست دومره ويريدلي وم چی و می نه کتو مات شوی کنه؟
هغه ثانيه د موبايل مات کیدل او نه مات كيدل راته د دنيا اخیری او بی ارزښت ترینه خبره ښکاریده جهان و چی زنگ یی وهلی و لکه چی زما په ناسایه خاموش کیدو په تشویش سوی و جواب مي ورکړو او دهغه پر لپسي پوښتني شروع شوي په
سل زحمتو میپوی کړو چی موبایل میدلاس څخه ختا شوی وو.
جهان خان موبایل دى ستا بلا واخلي زه دی و بیره ولم چی خدای نکرده څه وسو ناسایه؟!
په ژرغوني غږ می جهان ته سل بهاني راوړل چی خدای پاماني وکړو، د هغه ليک وروسته زړه کي مي د خبرو طاقت نه وو او بیچاره جهان چی فکر کو زه د موبايل په غور خيدو او مات كيدو خفه يم وعدى راكول چی یو بل نوي راته اخلي او زه دى غمژن و نه اوسیږم د جهان په هر مینه ناک لفظ زه هغه ته شرمنده کیدلم چی دروغ ورته وایم خو چاره نه وه زما سره د دروغو بغير بل هيس لاره نه وه.
په داسی زحمت میخان خپل تر کوتي ورسه و یی چی فکر میکوي د دنیا سخترینه او مشکل ترینه کار می کړی ویي د ادی غږ راتلو چي پوښتنه یی کول چا دروازه تکول؟ سوک وو؟ او ما ورته هيس جواب ورنکړو ټوله ورځ په همدی فکرونو کي می تیره کړل چی اوس څه وکرم خنکه حسیب خپل د دی تازه جوړ شوی دنیا څخه چی ما یکی خندل او خوشحاله وم لری کرم؟ څنگه؟ څنگه؟ څنگه؟
یو هفته پدی څه وکړم؟ څه وکړم؟ کی تیره شوه داسي يو هفته چي د جهان د یو زنگ جواب می ورنکړو د هغه راستول شوی مسجونه نا ویلي په موبایل کی پراته وه موبایل؟ دا یو هفته میندی لیدلی چی چیرته دی؟ شاید د کوټې يو کونچ کی پروت ويي. يو هفته کي مي د دروازی په هر ټک د حسیب د راتلو كمان وكړو، يو هفته ما ژوند و نکړو بلکی زنکدن میتیر کرو
یو هفته کي داسي وزن میناسایه کم کړو او د ډير کمزورتيا څخه را وولیدم چی بابا او ادی و دار شول چی هسی نه کوم نا علاجه مرضتيا نيولي يم او ډاکتر ته د تلو تینگار یی کو، خو زما مرضتيا د ډاکتر نه وه زما درد حسیب و زما درد د جهان خبريدل وه د دی خبرو څخه زما درد د بابا هغه عزت و چی د حسيب په راتلو د خاوری سره خاوری کیدی زما درد د خلکو هغه خبری وه چی د حسیب د بدنامی وروسته زما کورنی ته كيدل....
زما درد په یو نامرده باندی د زړه بايلو وو زما درد یو چاره درلود؟ داسی چاره
چی شاید زما په تاوان وه خو د ډيرو په فايده وه؟ زما مرگ؟ دا هغه خبره وه چی دا يو هفته کی میلخان سره تکرار کړی وه که زه خان مړه کړم نه حسیب راخي چي بدنامی جوړه کړی نه به هم جهان د خبرو څخه خبر شي او نه به هم زما د کورنی عزت او ابرو ته کوم تاوان ورسیږی
کله چی خان مرگ ته تسلیم کړی نو هغه وقت ټول غمونه درته ناچیزه معلومیږی خان سره وایی زه خو روانه یم راحه دا پاتی څو ساعته خو د دی ناخوانه دنیا څخه خوند واخلم ازما زړه زما مرگ منلی او نور ويره مينه درلود کله چی د دی دنیا څخه سترګي پټی کړم ډیر خلک به په آرام شي د ډیرو زړونه به راباندی یخ شی پدی فکرونو میخو څاڅکي اوښکي مي د سترګو څخه توی شول خو زر می پاک کړل.
بس دی دومره می وژړل دا آخری ساعتونه د عمر باید و خاندم نه ژرا؟! پدی فکر لخایه پاسیدم حمام می وکړو خان میجوره کړه خپل پریدلی رنگ می د آرایش په سرخي کي پټه کړه په هینداره کي مي خانته وکتل نور د هغه هوسی څخه هیس نام او نشان نه و پاتي هغه هوسی چی د جهان په خبره دری متره ژبه در لود جهان د هغه د نوم په راوړلو اوښکي مي بیا په بهیدو شول، ما مينه وکړل خو په غلطه ما
عاشقي وکړل خو هم د غلط انسان سره مي وکړل او هم په غلطه لاره مي وکړل خو دویم کس خدای زما د هدایت کولو او د رښتنيي میني د درک کولو لپاره زما ژوند ته داخل کړو هغه هم په حلال لاره خو زما کړی انتخاب د خدای راکړی نعمت راڅخه واخيستو پدی فکرو ژرا مینور هم زياته وه خدایه زه تا مقصر نه حسابه وم ما خپله په خان دا حال راویستو تا زما سره ظلم ونکړو ما خپل په انتخاب
خپل پر
خان ظلم وکړو او هر شئ چي مي په سر راحط حق میدی ته ظالم نه يي ظالم مور بندگان دی یو چی خپل پر خان ظلم کو او بیا یي پر تا راچو او خان ورڅخه خلاصه وو اوښکی می پاکي کړه او د یو هفتی و روسته د کوټي څخه ووتلم زما پر لیدو چي کوښښ ميکوي خان خوشحاله ښکاره کړم د ادی اوښکی توی شول زما خواته راغله او زه یی کلکه په غیږ کي ونیولم دادی په غیږ کي ژرا راغلی وه سم
بله برخه بيا....له موږ سره اوسئ مننه
◦•●◉✿A❤️A✿◉●•◦
`زما د وټساپ چینل درسره فالو follow کړئ. مننه`
`چینل لینک :!`
https://whatsapp.com/channel/0029Valt5vH9mrGf5gtz4H0v
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
London