SarLik
19/05/2024
د کوزې پښتونخوا د ژوب په لویدیځ کې د کاکړو په سیمه کې د غره دغه څوکه د موسخول په نوم مشهوره ده، چې تر ډیره انساني څېرې ته ورته ده. عکاس: سالمین خپلواک
08/01/2024
د لر و بر ملایان دا ډول فاحش او دین ستیزه پاکستان له هرې بلا خوندي ساتي، خو د یوه داسې وطن جرړې باسي، چې د اسلام، مسجد او ملا حیثیت تل په کې خوندي و او بشریت ته یې د انتحار، انفجار، قتل او جنايت پر ځای عالي مدنیتونه، غني فرهنګ او مذهبي تسامح وړاندې کاوه.
وطندارنو!
ملایان اسلام د غربیانو د سیاسي او استخباراتي ګټو او پر افغان خاوره د پنجاب د استعمار د بقا او استحکام له پاره کاروي.
په اسلام د دلالۍ پر ګټو شخوند ملایان، پنجابیان او غربیان وهي، خو خاوره او سرونه پکې د افغانانو ريبل کېږي.
کافر د مسلمان دوست نه شي جوړېدلی
رسنيو کې د بريتانوي مشرانو له ملايانو سره د اړيکو عادي کولو اسناد شته، بريتانوي ملايان افغانستان ته راغلل او خپله وروستۍ اعلاميه کې وويل، چې افغانستان وضعيت سم دی.
همدارنګه اوس بريتانوي بنسټونو راپور ورکړی، چې افغانستان کې ۸۳ سلنه د نشه يي توکو کرکيله او قاچاق کم شوی.
دا او نور داسې راپورونه او سندونه پر ټولنيزو رسنيو پرېمانه موندل کېږي، چې د بريتانويانو او ملايانو تر منځ دوستي ثابتوي.
قضيه څلور اړخونه لري، چې بايد وڅيړل شي
لومړۍ؛ بريتانويان کافران او که مسلمان دي
دويم؛ بريتانويان له ملايانو سره دوستي او که دوښمني لري
درېيم؛ د قران پاک وينا ناسمه ده
څلورم؛ ملايان کافران دي
د قضيې لومړی او دويم اړخ چې هر څومره وڅيړل شي، پايله يې همدا راوځي، چې بريتانويان کافران او په اسنادو ثابت د ملايانو ملاتړ کوي او د افغانستان سياسي واک کې د پاتې کېدو لپاره کار کوي.
د قضيې درېيم او څلورم اړخونه د ډېرې څيړنې وړ دي، تر څو معلومه شي، چې غلطي او دروغ کوم اړخ کې دي.
يانې قران چې د کافر او مسلمان دوستي يې په قطعي توګه نفي کړي، بيا هم بريتانوي کافران له مسلمانو ملايانو سره ولې دوستي کوي؟
دلته له څېړنې وروسته يوه پايله راوځي، چې يا خو د قران دغه وينا ( کافر د مسلمان دوست نه شي جوړېدلی) درسته نه ده او يا ملايان مسلمان نه بلکې کافران دي.
23/08/2023
افغانستان د يوې خونړۍ کورنۍ نيابتي جگړې په لور!
نن د افغانستان ختيځ کونړ ولايت کې د (جبهه نبرد ملی) په نوم يوې وسله والې ډلې د طالبانو پر ضد له دې کبله د جگړې اعلان کړی، چې طالبان د امريکايانو ملاتړي او اجرتي جنگيالي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دوو کلونو راهيسې کابل ته څېرمه او شمالي ولایتونو کې له رسنيو پټه جگړه روانه ده.
همدارنگه جنوبي ولايتونو فراه، هلمند او کندهار کې هم په دې موده کې د جګړې او وژنو پيسې زیاتې شوې دي.
لکه څرنگه چې طالبان يوه نیابتي ډله ده او اوس یې افغانستان هم د سيمې او نړۍ د نیابتي جگړو خواته روان کړی دی.
09/08/2023
د تاریخي افغانستان ټولو هستوګنو درنو پښتنو،
په دې ورځو کې هلته و دلته ګورو، چې د پښتنو د اصل و نسب په اړه بېځایه پوښتنې راپورته کیږي او هلته و دلته څانګوال و ناڅانګوال څېړونکي او لیکوال پر دغې ورالهمخه سپړلې مشوړې خبرې او ناندرۍ کوي.
غواړم په څرګنده یې ووایم، چې دا مهال د داسې زړو او ناعلمي ناندریو شاربل بېګټې، چې لا تاواني کار دی.
ولې؟
د پښتنو د توکمپوهنې په اړه د خورا اکاډمیکو څانګیزو څېړنو پر بنسټ اوس دا سپینه شوې ده، چې پښتانه د دغې سیمې خورا لرغوني ساکي - اریايي هستوګن دي. د پوهاند دکتور مجاوراحمد زیار « پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې» چې یو بشپړ ژبتوکمپوهنیز ( Ethno- linguistics)، تاریخي او بشرپوهنیز کتاب دی، په دې اړه هرڅه روښانه کړي دي. په دې اړه د پوهاند دکتور حبیب الله تږي (پښتانه) او نور کتابونه هم د یادولو وړ دي. دغو څېړنو د دودیزو - افسانوي روایاتو پربنسټ تاریخکښنې، چې د کرکې یا مینې (حب و بغض) له مخې یې په هغو دغو پورې د پښتنو د تړلو هڅې کړې وې، یو مخ په اوبو لاهو کړې.
هغه دوستان، چې په دې اړه پوښتنې لري، یا له پوښتنو سره مخ کیږي، ښايي دغو علمي - اکاډمیکو څېړنو ته سر ورښکاره کړي او ګړنیز اسرائیلي روایات هیر کړي.
زه ځان ته حق نه ورکوم، چې دوستان په دې اړه له څېړنو یا پوښتنو راوګرځوم، خو دا حق خامخا لرم، چې مینهوال له سمو سرچینو سره مخامخ کړم او پام یې نورو لومړیتوبونو ته راواړوم.
زموږ په سیمه کې ګڼ نور قومونه و ولسونه شته، چې تاریخي مخینه او پېژاند یې تر پښتنو زیات په تروږمیو کې ورک دي، خو دوی هېڅکله دا ورکې کولمې نه راسپړي او خپل وخت نه ابته کوي. د دوی کمال دا دی، چې خپلې (نن) او (سبا) ته یې پام زیات کړی او موږ یې په زړو بابولالو کې بوخت کړي یو.
پښتانه نه همدا پرون له اسمانه راورېدلي دي او نه هم ناڅاپه لکه مرخیړي له زمکې راشنه شوې دي، دوی د خپلو پرلپسې پلرینو او نیکونو په لړۍ کې ساکي ټبرونو او بیا په لوی سر کې اریايي توکم ته وررسیږي. دلته اوسیږي. د تاریخ په اوږدو کې یې د هر بل ټبر و ولس په شان سړې- تودې او خوږې ترخې لیدلي. کله واکمن ول او کله یې د خپلې واکمنۍ او هېواد د ژغورنې لپاره هڅې کړي دي. بس خلاص.
زموږ پایښت، زموږ نن، زموږ سبا په دې پورې اړه لري، چې د نړیوال پرمختګ په دې چټک بهیر کې څومره تیزه منډه کولای شو. زه باور لرم، چې که موږ - خدای مکړه- بیخي بېهویته او بېتاریخه هم اوسو دا دومره لویه غمیزه نه ده، لکه همدا نن مو چې لوڼې و خویندې له ښوونې و پوهنې بېبرخې دي، لکه نن چې یو بل وژنو، لکه نن چې د جهل و جنګ افیونو یو د بل ګریوان ته سره اچولي یو.
ټبرپېژندنه، ژبپوهنه، تاریخي مخینه او نورې څانګیز پوهنې و څېړنې خپلو پوهانو او څانګوالو څېړونکیو ته پرېږدئ، تاسو نن ته ځیر شئ، چې تر نیمايي زیات وګړي مو بېګاه ته د خوړو لپاره څه نه لري.
سیندونه درنه د دوښمن زمکو ته ځي او تاسو هلته و دلته له تندې هلاک یاست!
موږ یو!
دلته اوسو،
خپه ژبه لرو،
خپل فرهنګ و ویاړونه لرو!
همدا بس دي.
زموږ تر مخ د (نن) و (سبا) جوړولو لوی مسئولیت پروت دی. پرون مو هیڅوک راځنې تښتولای نه شي، هغه څه چې رانه تښتوي یې نن و سبا مو ده.
د دسترخوان پر سر ډوډۍ مو ده او د سیندونو او ویالو اوبه مو دي، زمکلاندې سرچینې مو دي، پېغلې او ځوانان مو دي.
ویښتیا - روښانتیا - بدلون !
02/08/2023
ملګري بشارت د بشري حقونو د ورکې قضيې او د شرعي حکمونو د جعلي انفاذ په اړه لاندې استفهامي ليک «سرليک» ته را لېږلی او دا دی موږ يې کټ مټ خپروو؛
تاسو کله فکر کړئ، چې د بشريت له پيل راهيسې ولې د بشري حقونو او اسلامي حکمونو د انفاذ په قضيه کې عدالت نه تامينيږي او له پيړيو راهيسې غربيان د بشري حقونو په ورکه او مرموزه قضيه پسې لالهانه دي او مُليان د شريعت د انفاذ لپاره د انسانانو وينې بهوي؟
ولې دغه قضيه قطعي او يا نه نهايي کيږي!؟
لنډه بېلګه يې د امريکا لخوا د څلوېښت ميليونه انسانانو افراطيت ته سپارل او د مُليانو اوسنی شرعي نظام دی. تاسو په دواړه کې د بشري حقونو د تحقق او د اسلامي حکمونو د انفاذ څېره وګورئ!
تاريخ پسې مه ګرځئ!
تاريخونه داسې ليکل شوي دي، لکه اوس چې غرب د بشري حقونو په اړه غږيږي او دا نور د اسلامي حکمونو په اړه د قدرت له ناولي ډيران څخه شعارونه ورکوي!
خو برعکس د دواړو اصل مخونه څومره بدرنګ او د بشري حقونو او اسلامي حکمونو له مانا، ماهيت، او پيغام سره څومره ټکر لري!!!
د بشري حقونو او اسلامي حکمونو د انفاذ قضيه له پيله همداسې روانه ده، دواړه لوري د خپلو شخصي ګټو لپاره له دواړو حياتي او مقدسو پديدو سره همدومره متفاوت چلند کوي!
نه رنسانس د غربيانو ضميرونه ويښ کړي او نه پخوانيو خلافتونو د مسلمانانو ضميرونو ته د اسلام رڼا ور اچولي ده. د دواړو تاريخونه همدومره تور دي، لکه اوس چې دواړه اړخونه د بشري حقونو او اسلامي حکمونو لپاره د انسان په کرامت پښې ږدي!
#سرليکـــــــــــــــــــ
#ستاسوغږ
Klicken Sie hier, um Ihren Gesponserten Eintrag zu erhalten.
Kategorie
Telefon
Webseite
Adresse
Berlin
12207
Öffnungszeiten
| Montag | 06:00 - 20:00 |
| Dienstag | 06:00 - 20:00 |
| Mittwoch | 06:00 - 20:00 |
| Donnerstag | 06:00 - 20:00 |
| Samstag | 06:00 - 20:00 |
| Sonntag | 06:00 - 20:00 |