AMSO

AMSO

Teilen

We Intend to utilize our expertise and capacity for the reconstruction and peace in Afghanistan

27/05/2026
25/05/2026

‏د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) د لومړي لاس سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، په هېواد کې د بندي خبریالانو او رسنیزو فعالانو د وضعیت په تړاو ژوره اندېښنه څرگندوي او روانه بې‌عدالتي د ډېرې اندېښنې وړ بولي.

‏دمگړۍ د پنځو پخوانیو بندي خبریالانو او رسنیزو فعالانو هر یو محمدبشیر هاتف، شکیب‌احمد نظري، حمید فرهادي، ابوذر صارم سرپُلي او عزیز وطنوال دوسیې لا هم تر جدي فشار لاندې دي.

‏تازه نیول شوي خبریالان هر یو، احمدجاوېد نیازی، منصور نیازی او عمران دانش له خپلو لومړنیو حقونو محروم ساتل شوي او حقوقي وضعیت یې نامعلوم دی. سرچینو سازمان تایید کړې چې یادو درې واړو خبریالانو ته د مدافع وکیل د نیولو او د هغوی له کورنیو سره د لیدلو اجازه نه‌ده ورکړل شوې. د جاوېد نیازي کورنۍ ته یوې نږدې سرچینې سازمان ته وویل چې هغه د طالبانو تر سخنې شکنجې لاندې دی.

‏امسو د خبریالانو لپاره د خپلو عدلت‌غوښتنو پر دوام؛ د دغه وضعیت په غبرگون کې پر نړۍوالو بنسټونو، په ځانگړې توگه د ملگرو ملتونو د بشري حقونو پر شورا او د رسنیو خوندیتوب پر نړۍوالو ادارو غږ کوي چې د بندي خبریالانو د سملاسي برخلیک او ځای د روښانولو لپاره پر طالبانو فشارونه ډېر کړي.

‏د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان همدارنگه غواړي چې د ټولو ۸ بندي (پخوانیو او اوسنیو خبریالانو) لپاره د بې‌پرې مدافع وکیلانو د نیولو او له خپلو کورنیو سره د لیدنې زمینه په بېړنۍ توگه برابره شي.

‏امسو ټینگار کوي چې په هېواد کې د بیان ازادۍ د نقض او پر خبریالانو د فشارونو روان بهیر باید ودرول شي، خو د نړۍوالې ټولنې د نه‌پاملرنې په صورت کې به نه‌یوازې په هېواد کې د بیان د ازادۍ پاتې رڼا مړه، بلکې د بندي خبریالانو راتلونکی به له جدي گواښ سره مخامخ شي چې مسؤلیت به یې د سرغړونکو ترڅنگ د نړۍ د بشري حقونو د مدافعو بنسټونو پر غاړه هم وي.

‏د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO)

Wollen Sie Ihr Organisation zum Top-Gemeinnützige Organisation in Berlin machen?
Klicken Sie hier, um Ihren Gesponserten Eintrag zu erhalten.

Adresse


Berlin
10115