CGTN Pashto

CGTN Pashto

Share

16/03/2026

د ایران او فرانسې ولسمشرانو د منځني ختیځ پر وضعیت بیا ټیلیفوني خبرې کړي
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د مارچ په ۱۵مه نېټه د فرانسې له ولسمشر ايمانويل مکرون سره يو ځل بیا د منځني ختیځ پر وضعیت ټیلیفوني خبرې کړې دي.
دواړو سیالانو يوه اوونۍ مخکې هم د منځني ختیځ پر وضعیت خبرې کړې وې او په منځني ختیځ کې يې روانه بې امني او بې ثباتي د اسرائیل او امریکا د دښمنانه کړنو پایله بللې ده.
مکرون له ايراني سیال سره په خبرو کې د هرموز تنګي د سمندري لارې د بېرته عادي کېدو غوښتنه کړې ده.
تسنیم خبري اژانس په يوه راپور کې د ولسمشر مسعود پزشکیان په قول ويلي، چې د ایران خلک، حکومت او وسله وال ځواکونه تاوتریخوالی او شخړه نه غواړي، خو د نورو د یرغل پر وړاندې د مقابلې، د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او امنیت د ساتنې لپاره بې له ځنډه دفاع کوي او اوس هم په دفاعي حالت کې دي.
مکرون په همدې ورځ پر ټولنیزو رسنيو ويلي، د اوسني وضعیت بېنظمي به ټول منځنی ختیځ د ګډوډۍ پر لوري بوځي او دا به بدې اوږدمهالې پایلې ولري. نوموړي د ایران او د سیمې خلک د دې وضعیت قربانیان بللي دي.

16/03/2026

د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې مشورې د فرانسې په پاريس کې پيل شوې
د چين او امريکا اقتصادي او سوداګريزو ډلو د فرانسې پر ځايي وخت د مارچ د ۱۵مې نېټې په سهار په پلازمېنه پاريس کې اقتصادي او سوداګريزې مشورې پيل کړې دي.

15/03/2026

امريکايي پوځ: د ايران د خارګ ټاپو پر څه باندې ۹۰ پوځي هدفونو بريدونه ترسره شوي
د امریکا مرکزي قوماندانۍ د مارچ په ۱۴مه نېټه ويلي، چې د دغه هېواد ځواکونو د همدې میاشتې د ۱۳مې نېټې په شپه د ايران پر خارګ ټاپو د لويې پيمانې بريدونه ترسره کړي او په دې ټاپو کې پر څه باندې ۹۰ پوځي هدفونو بريدونه شوي دي.
د امريکا مرکزي قوماندانۍ ويلي، چې ځواکونو يې د ايران د سمندري پوځ د ماينونو او توغنديو د ذخيرې تأسيسات ويجاړ کړي، خو د نفتو زېربناوې یې نه دي په نښه کړې.
ایراني لوري ويلي، چې اوس د خارګ ټاپو وضعيت تر کنټرول لاندې دی او دفاعي سيستم يې له بريد وروسته ژر ګټې ته سپارل شوی. د ايران لوري په خبره، بريدګر خپلې ټاکلې ستراتيژيکې موخې ته نه دی رسېدلی.

15/03/2026

((د حکومت کاري راپور)) د کتاب، ویډیويي او انځوریزې بڼې خپرې شوې
د چین صدراعظم لي چیانګ د مارچ په ۵مه نېټه د چین د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس په ۴مه غونډه کې د حکومت کاري راپور وړاندې کړی دی. د دغه راپور د کتاب، ویډیويي او انځوریزې بڼې د چین د ولسي مطبعې له خوا خپرې شوې. د دغه کتاب انلاین بڼه، غږیز کتاب او څو نورې رسنیزې بڼې هم په ګڼو انلاین پلاټفورمونو کې خپرې شوې دي.

Want your business to be the top-listed Media Company in Beijing?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Address


16A Shijingshan Road Shijingshan District
Beijing
100040