Association For Solving Of community problems
د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په دې وروستۍ خونړۍ پېښه کې، چې بې ګناه ولسي وګړي—د ښځو او معصومو ماشومانو په ګډون—په ډېرې بې رحمۍ سره شهیدان او ټپیان شول، زموږ زړونه ژور ټپي او وینې وینې دي. دا بوږنوونکې فاجعه نه یوازې یو دردناک انساني ناورین دی، بلکې یو څرګند او نه بښونکی بشري جنایت هم دی چې په کلکه یې غندو.
د دې مظلومو شهیدانو ارواوې دې الله تعالی په خپل پراخ رحمت کې ځای کړي، کورنیو ته یې د صبر جمیل او زغم ستر نعمت ور په برخه کړي، او ټولو ټپیانو ته دې عاجله او بشپړه روغتیا نصیب کړي.
الله دې زموږ هېواد له دې ډول غمیزو او ناخوالو څخه وساتي او تلپاتې سوله، امن او ارامي دې پرې راولي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the organization
Telephone
Website
Address
Shahr-e Now
24000