Adil Arman

Adil Arman

Share

02/02/2026

تۀ به ولاړ یې بل به یار کړم
چې پۀ لمدو غوښو دې پورې کړم اورونه

تۀ به ولاړ یې بل به یار کړم
غم به مې ستا شي زۀ به بل ته پاتې شمه

تۀ به ولاړ یې بل به یار کړم
دا ستا لۀ قصده به یې ټول نازونه وړمه

#ټپې

30/01/2026

راشه پهٔ کوڅو کښې د جرګو خبرې نهٔ شی
چرته چې په مونږ کښې د پردو خبرې نهٔ شی

ډیرو شپو له راشه چې د یوبل نه خبر شو
یاره پهٔ یوه شپه د ټولو شپو خبرې نهٔ شی

وایمه لهٔ ځان سره چې دا به ورته وایمه
راچې شی اشنا په حوصلو خبرې نهٔ شی

زهٔ او تهٔ چې ووینو لهٔ ورایه سره پوې شو
چا وې چې پهٔ سترګو کښې د زړو خبرې نهٔ شی

یاره ستا هجر اوږدو شپو شوګیره کړی یم
ګوره چې مې اوس پهٔ اسوېلو خبرې نهٔ شی

خداې خبر خاطره زهٔ بیا چرته تهٔ بیا چرته
پرېږده اوس په تلو کښې د راتلو خبرې نهٔ شی

مصری خان خاطر افریدی

29/01/2026

غزل

په اسره د هغه لوئ پروردګـــــــــــار یو
مونږ د خپلو نصیبونو غوندې خوار یو

کۀ ددې زرخیزې خــــــاؤرې پیداوار یو
خو د بل وطن په رزق انحصار یو

چــــــې زمونږ د تحفظ دعویداري کړي
مونږ لوټ کړي صیبه دغه څوکیدار یو

یؤ دوه درې ورځې ماتم په شهید اوکړو
بیا د نوې حادثـــــــــــــې په انتظار یو

په خزان خزان فضاء کښې رالوی شوي
ناخبره د وختونو د بهـــــــــــــــــــار یو

بې لښکره بې څــــــاروانه پښتانۀ یو
عابدجانه د ژوندون په اوګـــو بار یو

عابد ،ملنګ،

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Peshawar?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address


Buner
Peshawar