Shaikh Zayed university engineering faculty

Shaikh Zayed university engineering faculty

Share

03/12/2025

👷 د سنګ کارۍ اړوند

د سنګ کارۍ په کارونو کې باید لاندې ټکي په پام کې ونېسئ.

1. دوه ډوله سنک کاري وجود لري:
- وچه سنګ کاري ( Dry Stone Masonry )
- د مسالې سره سنګ کاري ( Stone Masonry with Mortar )

2. په سنګ کارۍ کې مختلف مارکونو انتخاب او کارېږي د بېلګې په ډول د ( 1:3 , 1:4 , 1:5 , 1:6 ) پورې که چېرته 1:4 انتخابېږي په دې مانا چې یوه برخه سمنټ او څلور برخې ریګ باید وکارول شي.

3. د سنګ کارۍ په کارونو کې د مسالې مقدار ( 30 - 35 ) فیصدو پورې په نظر کې نېول کېږي.

4. په سنګ کارۍ کې 20% ضایعات په نظر کې نېول کېږي.

5. سنګ کاري په متر مکعب باندې اندازه کېږي.

6. د ریګ اندازه په لاندې ډول ده، د ( 0.075mm - 4.75mm ) ترمنځ پورې وي.

7. په ریګ کې د خاورو موجودیت تر 5% پورې مجاز دی له دې څخه زیاتې خاورې باید ونه لري د ریګ د راوړلو په وخت کوښښ باید وشي چې د سطحې څخه تر 20 سانتې مترو پورې د سر خاورې لېرې شي تر څو پاک ریګ تر لاسه شي.

8. په سنګ کارۍ کې استفاده کېدونکې تېږو اندازه ( 25 - 75 ) سانتې مترو پورې وي.

9. ښې ډبرې هم خپل خواص لري چې د کار په ساحه باید توجه ورته وشي.

- ډبرې باید کلکې وي داسې نه وي چې د یو وار څېټک وهلو سره په څو ټوټو ماتې شي.

- ډبرې باید څو مخونه ولري چې د کارولو پر وخت په اسانه کار کې ولګېږي او هم ښکلې نما هم ورکړي.

- ډبرې باید په منځ کې درزونه ونه لري.

- ډبرې باید د ځمکې له داخل څخه په لاس راغلي وي نه د ځمکې له سطحې څخه.

- ښې ډبرې د څټک وهلو پر وخت ښه اواز ورکوي.

- د ښې ډبرې وزن زیات وي.

- ښې ډبرې په خپل ترکیب کې چونه او نور شړېدونکې مواد ونه لري.

- ښې ډبرې د اوبو په منځ کې تر ډېره نه درز کوي او نه شړېږي.

10. د سیندونو ډبرې چې ګرد او کروي شکل لريل، او هم ښویه وي د کارولو څخه یې ډډه وکړئ.

09/07/2021
Want your school to be the top-listed School/college in Khost?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Website

Address


Khost