AfghanBazaar

AfghanBazaar

Share

Trusted deals, daily updates, real connections.
📱 WhatsApp: +93 778782422 | Explore more at AfghanBazaar!

18/10/2025

I gained 5,367 followers, created 7 posts and received 18 reactions in the past 90 days! Thank you all for your continued support. I could not have done it without you. 🙏🤗🎉

03/09/2025

🌻رسول الله ﷺ وفرمایل:
«إِنَّ اللَّهَ كَتَبَ الْحُسْنَى فَوْقَ عَرْشِهِ: إِنَّ رَحْمَتِي غَلَبَتْ غَضَبِي»🌻
🍂(بخاري او مسلم)🍂
🪷ژباړه: الله تعالی د خپل عرش پر سر وليکل چې زما رحمت زما له قهره زيات دی.🪷

31/07/2025

ولسمشر ټرمپ د افغانو متحدینو د مهاجرت او امریکایي تابعیت په برخه کې د ملاتړ ژمنه وکړه 🇺🇸 🇦🇫
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۳۰مه، په یوې خبري غونډه کې اعلان وکړ چې حکومت یې د افغانو متحدینو د امنیت، مهاجرت او امریکایي تابعیت ترلاسه کولو په برخه کې د ملاتړ لپاره کار کوي. حکومت هڅه کوي هغو افغانانو سره مرسته وکړي چې د امریکا حکومت سره یې یو ځای خدمت کړی او اوس د پناه غوښتنې او دایمي استوګنې لپاره هڅه کوي.
د افغان پناه غوښتونکو د برخلیک په اړه د ېوې پوښتنې په ځواب کې ټرمپ وویل:
"موږ ښه افراد پېژنو، او همدارنګه هغه څوک هم پېژنو چې ښايي ډېر ښه نه وي. موږ له هغو کسانو سره مرسته کوو چې زموږ سره یې کار کړی او ژمنې ورسره شوې دي."
که څه هم ټرمپ د نوو پروګرامونو یا د قضیو د ارزونې په اړه جزییات ورنکړل، خو ویې ویل چې حکومت یې چمتو دی چې شاوخوا ۹۰٪ غوښتونکو سره د دایمي استوګنې په برخه کې مرسته وکړي.
دا د شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې لومړی ځل دی چې د امریکا ولسمشر د افغانو متحدینو لپاره داسې هیله بخښونکی پیغام ورکوي او تر اوسه یې تر ټولو واضح عامه ژمنه ده.
په داسې حال کې چې دا څرګندونې هیله بخښونکي دي، موجوده وضعیت لا هم ننګونې لري:
• د افغانانو د تخلیې الوتنې او د مهاجرت اسانتیاوې لا هم ځنډېدلې دي.
• شاوخوا ۴۰ زره تایید شوي افغانان، چې پکې د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) غوښتونکي هم شامل دي، د امریکا ته د سفر لپاره د څو میاشتو راهیسې په تمه دي، پداسې حال کې چې تخلیې پروسه ځنډېدلې ده.
• د P-1،P-2 او ځینو نورو قضیو د ارزونې بهیر لا هم ځنډېدلی دی.
• ډېری افغان متحدین په افغانستان، پاکستان او تاجکستان کې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.
د حکومت د وروستیو پرېکړو په غبرګون کې، د کانګرس ځینو غړو د افغانو متحدینو د مهاجرت او بیامېشتېدنې پروګرامونو د بندولو غندنه کړې او دا یې د هغو کسانو سره خیانت بللی چې د امریکا ځواکونو د ملاتړ لپاره یې خپل ژوند په خطر کې اچولی دی.
په داسې حال کې چې د ولسمشر ټرمپ څرګندونو افغانو متحدینو ته هیله ورکړې، خو لویې ننګونې لا هم پر ځای دي. د مهاجرت پروګرامونو بندښت او د قضیو په رسېدنه کې ناڅرګندتیاوې زرګونو افغانانو ته جدي اندېښنې را منځته کړي دي.
په داسې حال کې چې د امریکا مالي کال په راتلونکو ۶۰ ورځو کې پای ته رسېږي، نو راتلونکی مالي کال او د افغانانو د مهاجرت پروسو لپاره د بودیجې تخصیص به وضعیت لا واضح کړي.

Want your school to be the top-listed School/college in Khost?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address


Khost