Hazratullah Burhan
06/01/2025
نن غواړم چې د اسټرالیا په تسمانیا ټاپو کې د اوبو د دغه ښکلي بند په اړه لنډ مالومات در کړم. د اوبو او برېښنا دغه بند د ګورډون په نوم یادېږي، چې د استرالیا د تسمانیا ټاپو د سوېل لوېدیځې برخې د غرونو په منځ کې جوړ شوی دی. د اوبو او برېښنا دغه بند ١٤٠ متره لوړ او ١٩٨ متره اوږد دی او د دوه ګوني قوس په بڼه پنځوس کاله وړاندې له کانکرېټو جوړ شوی دی. دا بند په تسمانیا کې تر ټولو لوی او په استرالیا کې پینځم لوی ډېم دی چې ٤٣٢ میګا واټه برېښنا تولیدوي او په ٢٧٨ کېلو متره مربع سیمه باندې یې د ګورډون جهیل را منځ ته کړی دی. د انجنیري دغه شهکار اوسمهال د سیلانیانو پام هم ځان ته ور اړولی دی.
د پخوانیو مباح علومو کیسې!
03/01/2025
ویکتور هوګو وایي؛ باید د ټولو لپاره د علم دروازه پرانیستل شي، چېرته چې کرنه ده او چېرته چې انسان دی، هلته باید کتاب هم وي.
#ژباړه
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the public figure
Website
Address
Khost