EsrafilArman
07/10/2024
پښتون قام ته سرود !!!
په وینو سُور دی، هر یو ارمان دې
په اوښکو لوند دی، څيري ګرېوان دې
پښتونه قامه ، جار جار قربان دې
پښتونه قامه، جار جار قربان دې
***
غشو ویشتلیه ، تن دې زخمونه
وَرَی وَرَی دې، شمه غمونه
زړه دې ټکور شه، په قلمونه
له امن ډک شه، باقي داستان دې ===
***
ته چې ژوندی یې، مینه به پایي
قُمري به مستې، کُو کُو کُو وایي
بلبل به ښکلي ، ګلونه ستایي
د نغمو رود دی ، روح و روان دې ===
***
پېغلې زلمي دې، د بخت فالونه
قربان قربان یې، زرغون شالونه
غاټول ټوپۍ او سره دسمالونه
بیا را زرغون دی، د بري شان دې ===
***
ادم خانی شه، د رباب تاره
ټپې دې وایه ، د ژوند له پاره
ځه د ملالو ، تر یکه زاره
بر پر غاصب شه، د نوح طوفان دې ===
***
پښتونه قامه، پاک له داغ داغ شې
و شپو ځپلو، ته روڼ څراغ شې
په دې خاورینه ، نړۍ کې باغ شې
د امن میر شه ، میر د کاروان دې
***
په وینو سُور دی، هر یو ارمان دې
په اوښکو لوند دی، څيري ګرېوان دې
پښتونه قامه ، جار جار قربان دې
پښتونه قامه، جار جار قربان دې
کاروان
Mohammad Kabir Makham
16/06/2024
د اللهج ډېر شکر، ادا کوو، چې داسې یو خپلواک(!) اسلامي نظام(!) یې راکړی دی، دا چې موږ یوه ورځ وروسته لوی اختر لمانځو، دا پۀ دې مانا نه ده(!) چې موږ پۀ هر څۀ کې له نړۍ شاته پاتې یو.
اللهج فرمایي: تاسو د خپل امیرالمومنین د امر تابع واوسئ، هغه چې کوم امر درته وکړي هغه ومنئ.
خیر دی که موږ تر اوسه خپل امیرالمومنین نه دی لیدلی؛ دا خو دا مانا نه لري(!)، چې د هغه هډوکي هم اوس نشته.
خدای پاک دې موږ ته صبر راکړي.
[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 153]
يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا اسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلٰوةِ ۚ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصّٰبِرِينَ.
اې مؤمنانو! پۀ صبر او لمانځه سره مرسته وغواړئ، الله د صبر لرونكو ملګرى دى.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the business
Telephone
Website
Address
Zazi Maidan
Khost