Janat media

Janat media

Share

06/04/2026

په خوست ولایت کې د یوه دېوال چپه کېدو له امله درېیو ښځو ژوند له لاسه ورکړی او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

#جنت #مېډیا

05/04/2026

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که تر راروانې سه شنبې د هرمز تنګی پراننیزي نو د انرژۍ پر تاسیساتو او پلونو به يې بریدونه وکړي.

هغه نن یکشنبې پر خپلې ټولنیزې پاڼې ټروټ کې لیکي،" د سه شنبې ورځ به د انرژۍ د تاسیساتو او پلونو د ویجاړۍ ورځ وي، داسې یو څه چې هیڅ کله يې مثال نه وو".

هغه وړاندې ایراني چارواکو ته ګواښ وکړ او وویل،"ای لیونیانو د هرمز تنګی خلاص کړئ کنه دوزخ درباندې جوړوو".

#جنت #مېډیا #تازه‌خبر

05/04/2026

ویډیو: ‏د افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو غونډې ته د بهرنیو چارو وزیر وینا:

05/04/2026

د ایران د خاتم الانبیاء مرکزي قرارګاه ویاند، ابراهیم غفاري ویلي چې ایران کې د پرځول شوې امریکایي جنګي الوتکې د پیلوټ ژغورنې عملیات یې له ماتې سره مخامخ کړي دي.

فارس خبري اژانس د نوموړي له قوله لیکلي، چې ایراني ځواکونو دوه بلک هاوک او یوه C-130 امریکایي الوتکه ویشتلې او له منځه وړې ده.

غفاري د دغو الوتکو د پیلوټانو او عملې د برخلیک په اړه څه نه‌دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر نن (یکشنبه) ادعا وکړه، چې ایران کې د پرځول شوې امریکایۍ الوتکې پاتې عمله په ټپي حالت کې ژغورل شوې ده.

#جنت #مېډیا #تازه‌خبر

04/04/2026

هرات تور غونډی او میله وال

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Khost?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Culinary Team

Attire

Website

Address


Khost