S Sangin Typist

S Sangin Typist

Share

27/11/2025

#په نیمه لار کې پاتې ناول!!
لومړۍ(1) برخه!
لیکوال: صحت سمسور؟
وړاندې کوونکی (ستا ټپې)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پیل!!
اخ...!! !
څه پيکه ورځ راباندې تېره شوه، مازیګر هم خپل روح، ورو ورو د تورتم
غېږې ته وسپاره، شپه شوه، شپې هم خپله واکمني قایمه کړه او د خپل خوی
او عادت له مخې یی د تورتم څادر پر کایناتو وغوړاوه .
د خپل عمر په پنځه لسم پسرلي کې وم، د لمانځه سره مې ډېره مينه وه، زما د
مور او پللر لومړنۍ پوښتنه به هم له مانه دا وه چې، بچيه! لمونځ دې کړی که
نه؟
د ماسختن د لمانځه وخت و، لومړی مې لمونځ وکړ او له لمانځه وروسته
خپلې خوب خونې ته لاړم، کتاب مې راوخيست، لوستو هم خوند رانه کړ، ما
ویل راشه د افغانستان له حالاتو ځان خبر کړه؛ نو تر څنګ پرته راډیو مې
چالانه کړه، دشپې ۸ بجې وې، د راډیو څپه مې پر یوې نړیوالې راډیو برابره
کړه، له راډیو مې خبرونه واورېدل، ټول خبرونه خواشينونکي وو.
یو هم داسې خبر نه و، چې زما زړه ته یې سکون وربخښلی وای، ځکه په وطن
کې مو هره ورځ له مرګه بل څه نه وي، هره ورځ مو په وطن کې وسله وال بې
ګناه انسانان وژني، د خبرونو اورېدو وروسته مې راډیو بنده کړه، کمپله مې
پر ځان راکش کړه او د فکر د نيا ته ننوتم .
که څه هم ورځ راباندې ډېره بې خونده تېره شوې وه، او اغېز یې لاختم شوی نه
و، چې فکر او سوچ مې د الله هغه ښکلي خلقت ته شو، چې پر خپل قدرتي
کيف یې د بشر په بڼه نړۍ ته راليږلی و.
ما غوښتل چې د مينې تنابونه له دغې ښکلي بشر سره وتړم، دا ډېره ښکلې
وه، د کلي د هرې انجلۍ په ژبه د دې د ښایست، پوهې او د ښې انجلۍ کيسې
کېدلې.
ددې ښایست پر ما دومره تاثير کړی و، چې زه یې په مخ کې تېریدی نشوم او
نه یې ما نوم ورته اخيستی شو، چې ورته ووایم څومره ښایسته نوم یې
درباندې ایښی دی؛ خو ځه خير، دا هغه خبرې وې چې هره ورځ به مې په زړه
کې تېرېدې .

دواړه په ښوونځي کې وو؛ خو د دوی ښوونځی له مونږه یو څه په واټن کې و،
له کلي مو ښوونځي ته د تلو لاره هم تر ډېره شریکه وه؛ خو د دوی ښوونځی
به په ۷ نيمو بجو پيل کېده او زموږ ښوونځی به په ۷ بجو پيل کېده، دا په اتم
ټولګي کې وه او زه په ۹ ټولګي کې، هره ورځ به ددې په خاطر ناوخته
ښوونځي ته تلم، دومره انتظار به مې ورته کاوه، چې یو ځل به مې ددې،
ښوونځی جوړه سپينا لوپټه وکته؛ نو بيا به هغه ورځ راباندې ډېره ښه
تېرېده، نور ټوليګوال به مې د جمعې په ورځ رخصتۍ ته ډېر خوښ وو؛ خو زه
به د ښوونځي رخصتۍ ته خپه وم، د جمعې ورځ به چې کله رانږدې شوه، په
زړه کې به مې له خفګانه درد شو، ما به ویل چې خدایه سبا بيا جمعه ده، بيا
رخصت دی، زه به څنګه دا ټوله ورځ د هغې له ليدو پرته تېروم ؟
د رخصتۍ نورې ورځې خو لا پرېږده، په ما به دغه یوه ورځ لکه د کال تېرېده،
نور زده کوونکي به رخصتيانو ته خوشاليدل او زه به خپه کېدم.
شپه پخه وه، خوب نه راته، په سوچونو او فکرونو کې ډوب وم، چې څنګه به
ورته د خپلې مينې اظهار کوم؟ څنګه به ورته وایم چې ته مې دزړه سر یې او له
تا پرته مې ژوند نه تېرېږي؟
ځکه د سهار رڼایۍ ته لږې شيبې پاتې وې او ما هم دا کلک هوډ کړی و، چې
حتما به ورته سهار په ليک کې دا دوه جملې ليکم، چې ) له تاسره مې مينه ده
(او ) ته مې ډېره زیاته خوښېږې(
زمونږ د کلي د ملا صيب اذان د فکرونو اوخيالونوله نړۍ راویښ کړم، او د
رښتينې دنيا پر لورې یې زما پام کړ.
دسهار د اودس لپاره مې مور له اوبو تازه لوټه راډکه کړې وه، اودس مې وکړ
او د جومات په لورې روان شوم.
کله چې مې دسهار لمونځ په جمعه وکړ، له دعا وروسته نېغ بېرته خپل کور ته
راغلم او دخپلې خونې المارۍ ته لاړم، چې بېلا بېل کتابونه مې پکې پراته
وو.
دالله ج سپيڅلی کلام مې راواخيست، چې په لوستلو یې څوک نه مړېږي، یوه
سيپاره مې تلاوت کړه او دزړه پرسر مې ونيو دا دعا مې تکرار کړه، چې خدایه ستا ددې کلام په خاطر نن هغه ورځ ده، چې
په دوه جملو کې ورته دخپلې مينې اظهار وکړم، او ته مې پدې ازموینه کې
کامياب کړې.
داالله ج کلام مې بېرته په خپل ټاکل شوي ځای کېښود، بېرته له خپلې خونې
راووتلم، د لمر وړانګې د ځمکې پر مخ خورې شوې وې او د تورتم تيارو ته
یې د پاې ټکی ایښی و.
زموږ دکور دباغچې لمر ګلي، چې لا هم دلمر نه دساه اخيستلو لپاره په
انتظار و، خپل سرونه یې د نري باد په ملتيا کله یو خوا او کله بل خوا تاوول،
د ونو شنو پاڼو هم د االله ج پر نوم دترنم ټالۍ خوړلې، دمرغيو شور هم په
رحمن، رحيم او غفور ذات ثنا ویله، په غرونو کې شيشه ایزو کاڼو دلمر درڼا
په مقابل کې سترګککونه وهل او د سترګو ګاټي یې برېښول؛ خو داالله ج پر
لویوالي یې شکرونه ایستل، چې دکایناتو ستر څښتن څومره مهربانه دی،
چې هرڅوک یې په خپله دنيا کې مصروفه کړي دي.
ما هم دسهار چای وڅښه، د ښوونځي د تګ لپاره مې ځان چمتو کاوه، ځکه د
ښوونځي د تګ لپاره مې نيم ساعت پاتې و، د ښوونځي شين لباس مې پر تن
کړ، د سپينو بوټانو مزې مې دګوتو په هنر کلک وتړل، د نن ورځې کتابونه
مې راواخيستل، د کورنۍ له غړو او مور څخه مې خدای پاماني راواخيسته
او له کوره را بهر شوم.
کله چې لس قدمه له کوره را لرې شوم؛ نو په ذهن کې مې داسې څه ګرځېدل،
لکه څه چې رانه ورک وي، زر زر مې د خپلو کتابونو بيک او جيبونه وکتل؛
خو ورک شوی څيز مې پيدا نکړ.
بېرته په منډه خپل کور ته ننوتم، د خپلې خوب خونې هر څه مې پر بل مخ
واړول؛ خو ورک شوی څيز مې پيدا نکړ، ذهن کې مې داخبره ګرځېده تاسره
خو داسې څه نه و، چې ته یې لټون کوي.
کتابونه هرڅه مې بيا له سره وپلټل؛ خو بيا هم هيڅ په لاس رانغلل.
په همدې لټولو، لټولو اخته وم، چې دسهار ۷ نيمې بجې شوې او ورک شوی
څيز مې بيخي له ذهنه تښتيدلی و، کله چې مې مغز ته راته، پر ۷ نيمو بجو لس دقيقې اوښتې وې ناهيلی او خفه کېناستم ، پدې وخت کې مې مور کوټې
ته را ننوته او راته یې وویل،

نور بیا!!!

لومړۍ برخه وه ناول خوندور ناول ده هیله ده راسره پاتې شۍ.
د نورو برخو لپاره پيچ درسره ضرور فالو او شير کړئ ملګرو❤️

#یادونه: له ګروپو څخه پاڼه فالو کړئ ځکه هره برخه په ګروپو کې نشم خپرولی

ستا ټپې 👈

21/11/2025

لنډه کیسه
مجازی نړۍ
لیکوال :؟
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

غمجن انځور یی په فروفایل ټاکلی وه
تل به یی له یوازیتوب شکایت کاوه
غمجنی لیکنی یی کولی
راضیی چی به د (ورک سړی نومی ایډی)
فوسټونه کتل زړه به یی ویلی ویلی کیده په دی نه وه خبره چی زړه یی ولی درد کوی.
یو نیم وخت به یی په کمینتونو کی ورته ډاډ ورکاوه
دا له نورو ورسره ډیره صمیمی وه
ځان به یی تل د هغه خیر خوا معرفی کاوه
راضیه پوهنتون وایه
چی له درسونو به اوزګاره شوه
نو د ورک سړی د فوسټونو په لوستلو به یی ځان مصروفه کاوه
نه پوهیده چی هغه سره یی لیوالتیا پیدا شوی
زړه به یی دا تل د هغه لور ته کشوله
د همدردی احساس د مرستی احساس
یی ورته په زړه کی ټوکیده
کله کله به یی ناڅاپه په ذهن کی وګرځیده
ورک سړی
څو ورځی نادرکه شو
راضیه په ځان کی د خفګان نښی لیدل حس کړل
چی وزګاره به شوه له ځان سره به ځوریده
هغه به چیرته وی ولی نادرکه ده
او سل نوری خبری.........
له څو ورځو ناکرار انتظار وروسته د هغه نوی
فوست راغی
د کورنی د کوم غړی له لاسه ورکولو په اړه یی کوم
ژړاغونی الفاظ لیکلی وو
راضیه بی واکه شوه
مسنجر کی یی ورته مسج وکړو
سلام ورک سړیه سنګه یی
ع سلام اغلی
ښه یم لږ ډیر خفه یم
ورور می وفات شوی ده څو د ژړا سټیکر یی واستول
راضیه خدای دی وبښی
خدای دی جنت الفردوس ورکړی غم راضی ډاډ یی ورکړو
ورک سړی تری مننه وکړه
او د ښی ملګری خطاب یی وکړو
راضیه په زړه کی خواږه ټکانونه حس کړل
او......
او داسی یی ځان انګیزه که کویا د ورک سړی لپاره یی زړه کی د مینی هیلی را ټوکیدلی
وختونه تیریدل راضیی ډیره صمیمی کیدو
په ورک سړی هم تاثیر کړی وه
وخت نا وخت به یی د راضیی حال هم پوښته
یوه ورځ
راضیه د ورک سړی څخه د هغه
د عمر.زدکړو.اوسیدو ځای او نوری پوښتنی وکړی
ترڅو یی ښه وپیژنی
او خپل د زړه خبره ورته وکړی
ورک سړی د 22 کالو ځوان هلک وو
له ښوونځی څخه فارغ وو
خو د غربت له وجی یی پوهنتون نه وه ویلی
راضیه یی د لیدو لپاره تپیده خو
د وصلت لاری ستونزمنی وی
یو بل یی چی ښه وپیژندل نو
تر نیمو نیمو شپو به په موبایل غږیدل
د نتظار وختونه پای ته ورسیدل بل اخیره هم د یو بل لیدو لپاره کابل ته ورغی
په لومړی ځل لیدو یی په یو بل زړونه وبایلل
هلک او انجلۍ د یو بل لیونی جوړ شول
هلک څو څو ځله د انجلۍ غوښتو لپاره کورنی راضیه دوی کره واستوله
خو د راضیی پلار ډیر خود غرضه او پیسه دوسته انسان وه راضیه یی ورنکړه
کیسی یی ډیر وخت دوام ونکړو
یوه ورځ راضیه ورک سړی ته زنګ وواهه په ډیر ژړاغونی غږ د سلګو او اوښکو په ملتیا یی ورته وویل
چی زما دسمال یی بل چاته ورکړو
ته خپل زړه صبر کړه😢😢💔💔
په هلک رڼا ورځ تیاره شوه
له پښو یی ځمکه وتښتیده
دومره احساساتی شو چی نه پوهیده څه کوی
ځان یی سور اور کی احساسوه
د لیونتوب حدود یی مات کړل
او ځان وژـ.ـنه یی وکړه😭

پای

د نورو لپاره پاڼه فالو کړئ 👇
👉ستا ټپې 👈

゚viralシviralシfypシ゚viralシalシ ゚viralシalシ

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Khost?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address


Khost