Mr Zadran
29/01/2026
Learn English and Pashto
انګلیسي او پښتو زده کړه
Mr Zadran Zainudin Zahin #پښتو #انګليسي
پښتو ژبې په موزیلا کامن وایس کې په پایلوبه کې انګلیسي ژبې ته ستره ماتې ورکړه او د نړۍ په ١٣٧ ژبو کې چې په موزيلا کې ثبت دي لومړۍ مقام خپل کړ!
دا یو ستر ویاړ دی چې زما په شمول دې ټولو پښتنو ته مبارک وي.اوس پښتو ژبه د موزیلا کامن وایس په نړیواله غږیزه پروژه کې راج کوي 💪👊
موږ یواځې په ۷۰۰۰ (اووه زره) لښکر سره انګلیسي ژبې ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ، چې د انګلیسي ژبې د لښکر شمېر ۱۰۰۰۰۰ (یولک) ته رسیږي، یعنې له موږ څخه ۱۴ برابره زیات وو، خو بیا هم د پښتو ژبې رضاکاره غړو وکولای شول چې له ۱۳۷ ژبو څخه پښتو ژبه لومړي مقام ته ورسوي.
دا بریا دې ټولو پښتنو ته مبارک وي.
21/12/2025
دیجیټل پښتو ټولنه سل تنه نورې ښځینه کارمندانې ګماري!!
د موزلا کامن وایس پښتو غږیز ډیټاسیټ د غني کولو په موخه، موږ غواړو سل تنه ښځینه کارمندانې په موقتي ډول استخدام کړو.
ددې کار اړتیا
د پښتو ژبي د دې آزاد ډیټاسیټ لپاره تر اوسه پوري زرګونه ساعتونه غږونه درضاکارانو لخوا راټول شوي دي خو ددې لپاره چې ډیټا متنوع شي د Digital Pashto Association تصمیم نیولی. تر څو سل تنه میرمنې وګماري کړي.
د دندې جزیات:
دنده: په لوړ او نورمال غږ د پښتو جملو لوستل او ثبت کول.
د کار ډول: آنلاین (په کور کې د انټرنیټ له لارې)
اړین مهارتونه:
۱ -په روان ډول د پښتو جملو لوستل او ثبتول. یعني یوڅوک چې لوستل یې ډیر کړي وي او نا اشنا د مختلفو مضامینو متنونه په سم شکل لوستلی شي.
۲ - موبایل یا کمپیوټر، او ثابت انټرنیټ ته لاسرسی.
آړین شرایط:
حد اقل پښتو واضح لوستل وکولی شي.
د لږ تر لږه ١ ساعتونو ورځني کار توان ولري.
د مسلکي چلند سر بلدتیا ( کاري تجربه مثبت نقش لري)
تخنیکي پوهه: باید له انټرنیټ، بروزر ، ایمیل لیږلو او اکونټ جوړولو سره بلدتیا ولري( موزلا کامن وایس کې اکونټ جوړول لازمي دي).
اضافي ټکی: د لهجې او عمر تنوع د غږیز ډیټاسیټ لپاره اړینه ده. موږ هڅه کومو د مختلفو سني کټګوریو او مختلفو سیمو او ولایتونو څخه میرمنې وګمارو. لهذا که د لوړ سن او ډیر ټیټ سن او متفاوتو لهجو کاندیانې تشویق کوو چې غوښتنلیک ولیږي.
🟩 امتیازات:
منظم مالي امتیاز (د لوستل شوو جملو پر بنسټ د یوه ساعت پر سر دوه ډالره حق الزحمه ور کول کېږي.
🟩 د غوښتنلیک طریقه:
لیوالې نوماندانې خپله CV لاندي ایمیل ته ولیږي
ایمیل📧: [email protected]
د غوښتنلیک وروستۍ نېټه: د ډسمبر اخیره هرڅومره یو څوک ژر غوښتنلیک ولیږي ژر قرارداد ترلاسه کوي.
یادونه.١:
دا پروژه د پښتو ژبي د پرمختګ او خدمت لپاره د رضاکاره افغانانو لخوا پیل شوې ده هیڅ نوعه سیاسي اړخ نلري او مالي منابع یې هم له عمومي بسپنې څخه برابریږي.
یادونه.٢:
لمړی کامن وایس پښتو کې خپل پروفایل جوړ کړئ. نوم او تصویر مستعار او مخفف لیکلی شئ خو عمر او سن مو باید دقیق ولیکئ. جنسیت مو دقیق انتخاب کړئ. او هلته د خجنښئ سره د خپلې لهجې اړوند د ولایت او قومي لهجې اړوند داسي ولیکئ مثلا ( د کندار نوزي، د ننګرهار شینواري، د پکتیا احمدزي) .
کله مو اکونټ تکمل شو او څو غږونه مو هم ثبت کړل هغه وخت ایمیل وکړئ او قرار داد تر لاسه کړئ.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the business
Telephone
Address
New Kot
Khost