EDEX

EDEX

Share

EDEX (a portmanteau which stands for EDucational EXcellence) emerged as a private-sector education provider which was founded in February 2015 aimed at satisfying the educational thirst of learners in Afghanistan. EDEX is an independent and unaffiliated entity with any political or governmental parties. It possesses a team of experts with extensive experience in training delivery and provision of

Photos 25/09/2016

Job Search, Resume Development and Job Interview Skills

Photos from Pashto Astrophysics's post 19/12/2015

زموږ د پښتو ستورپوهنې له پاڼې څخه:
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د سپوږمۍ مخ ولې خالونه لري؟
(اخځ او انځورونه: ناسا)
دا په اصل کې لویې او کوشنۍ کندې دي چې له لیرې څخه د سپوږمۍ پر مخ د خالونو په شان مالومېږي. دې ډول کندو ته د ستورپوهنې په اصطلاح کې (craters) یا (impact craters) وايي.
پښتانه چې کله نا کله یو چا ته ښېرا کوي، نو وايي "له اسمانه دې ډبره در باندې را ولوېږي". د دې مانا دا شوه چې په اسمان کې هم ډبرې شته. دا ډبرې لويې او کوشنۍ دي. دومره کوشنۍ لکه نخود او دومره لویې لکه یو غر.
که اسماني ډبره له یوه نخوده نیولې بیا یو بارګاډي (لارۍ موټر) هومره وي، دې ته د ستورپوهنې په اصطلاح کې هسکاڼوزمه (meteoroid) او فارسي کې (شهاب‌وار) وايي. که تر بارګاډي (لارۍ موټر) لویه وي، بیا سیاره‌وزمه (asteroid) بلل کېږي--- او که تر نخود کوشنۍ وي، بیا نو تشیال دوړه (space dust) بلل کېږي.
دا لويې او کوشنۍ ډبرې هم د سیارو او نورو توکو په شان په بهرني تشیال (outer space) کې د لمر شاوخوا را څرخي. کله چې سپوږمۍ ته نږدې تېرېږي، نو د سپوږمۍ راښکونځواک (gravity) یې کشوي--- او هماغه دی چې د بم په شان پر لګېږي او د سپوږمۍ پر مخ کندې جوړوي.
اوس نو دلته یوه پوښتنه پیدا کېږي. د ځمکې راښکونځواک (جاذبه) د سپوږمۍ تر هغې زیات دی--- او ځمکه د سپوږمۍ په پرتله باید ډېرې اسماني ډبرې را کش کړي. نو ولې د سپوږمۍ پر مخ په زرونو کندې وینو او د ځمکې پر مخ یوازې ۱۸۰ دانې پېژنو؟ لامل یې څه دی؟
رښتیا خبره خو دا ده چې د ځمکې او سپوږمۍ دواړو پر مخ د هغوی د ۴،۵ ملیارډ کلن عمر په اوږدو کې ډېرې اسماني ډبرې لګېدلي دي.
نو د ځمکې کندې څه شوې؟
د دې دواړو تر منځ یو ستر توپیر دا دی چې ځمکه هر مهال خپل مخ سینګاروي. یانې، ځمکه په خپل دننه کې داسې پروسې لري چې د پخوانیو کندو نښې نښانې له منځه وړي. خو زموږ سپوږمۍ بیا دا ځانګړتیا نه لري. که د سپوږمۍ پر مخ یو کوشنی عیب هم پیدا شي، نو تر پایه به پاتې وي.
له ځمکې سره درې شیان د دې کندو په له منځه وړلو کې مرسته کوي:
لومړی: ځمکه هواوېجه (atmosphere)، بوټي او اوبه لري، چې دا درې سره د ځمکې پر مخ بدلونونه را منځته کوي--- او دې عملیې ته توږنه (erosion) وايي. توږنه له توږلو څخه اخیستل شوی دی--- کټ مټ لکه یو سیند چې خپلې غاړې توږي. سپوږمۍ هواوېجه، بوټي او اوبه نه لري؛ او نه هم د توږنې (erosion) عملیه پکې ترسره کېږي. یانې، په ۱۹۶۹ کې چې کومو ستورمزلو د سپوږمۍ پر مخ ګامونه ايښي ول، د هغوی پلونه تر اوسه لا شته.
دوهم شي ته ځمک‌جوړښت (tectonics) وايي. دا هغه عملیه ده چې په دې کې د ځمکې مخ نوي ډبرې جوړوي او زړې ډبرې له منځه وړي. د همدې ځمک‌جوړښت له کبله، د ځمکې د مخ جوړښت د تاریخ په اوږدو کې څو ځلې بدلون موندلی دی. نو د ځمکې ډېرې لږ ډبرې د سپوږمۍ د ډبرو هومره زړې دي. په داسې حال کې چې په سپوږمۍ کې له ملیارډونو کلونو راهیسې دا ډول بدلونونه نه دي را منځته شوي.
درېیم شی اورشیندي (volcanoes) دي؛ چې دا هم د ځمکې پر مخ دا ډول کندې له منځه وړي. د لمریز نظام ډېرې نورې سیارې هم د خپلو کندو د پټولو لپاره همدا طریقه کاروي.
نو د دې مانا دا شوه چې د سپوږمۍ پر مخ د ځمکې په پرتله ډېرې لږې اسماني ډبرې لګېږي، خو سپوږمۍ بیا د ځمکې په شان د جوړې شویو کندو د له منځه وړلو توان نه لري. نو ځکه دا د اریانتیا خبره نه ده چې ولې د سپوږمۍ مخ ډېرې کندې لري.
((لطفا شېر یې کړئ))

Want your school to be the top-listed School/college in Kandahar?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Telephone

Address


Kandahar

Opening Hours

Monday 09:00 - 20:00
Tuesday 09:00 - 20:00
Wednesday 09:00 - 20:00
Saturday 09:00 - 20:00
Sunday 09:00 - 20:00