KDRUMOC

KDRUMOC

Share

12/05/2024

د رسنيو عملياتي مرکز څخه ٨٦ محصلان د عملي زده کړو په برخه کښي فارغ سول

د رسنيو عملياتي مرکز څخه ٨٦ محصلان د عملي زده کړو په برخه کښي فارغ سول

د کندهار پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د لومړي او دوهم ټولګى ٨٦ محصلانو ته، د اډاب اډېشن او اډاب فوټوشاپ پروګرامو پنځلس ورځني ورکشاپونه دائر کړل سول.
په يادو ورکشاپو کښي، محصلانو ته د اډاب اډېشن انسټالېشن، د ياد پروګرام د مهمو برخو پېژندنه، د ږغ ايډيت، ايکو ورکول او د ږغو د ميکس کولو په برخه کښي هر څه په عملي ډول ور وښوول سول. همدارنګه د اډاب فوټوشاف پروګرام په ورکشاپ کښي د ياد پروګرام پېژندنه، د فوټوشاف پروګرام اهميت په ژورناليزم کښي، ابتدايي ډيزاين، د انځور ايډيټ، د تصديق پاڼي، بروشور او د پېژندکارټ ډيزاين او نور تدريس او عملي کړل سول.

د يادو ورکشاپو روزونکي د رسنيو عملياتي مرکز د راډيو عمومي مدير ښاغلي محمد ويس عزيزي او د مطبعې عمومي مدير ښاغلي جواد جويا وو .

د يادوني وړ ده، چي درسينو عملياتي مرکز آمريت له لوري د راډيو په برخه کښي (۱۵م) او د مطبعې په برخه کي (۲۱م) ورکشاپ دئ، چي د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي محصلانو ته د عملي کارونو د ښې زده کړي په موخه ورکول کيږي.
۱۴۰۳/۲/۲۳
د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت

Want your school to be the top-listed School/college in Kandahar?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Telephone

Address


Kandahar
26000

Opening Hours

Monday 08:00 - 17:00
Tuesday 08:00 - 17:00
Wednesday 08:00 - 17:00
Thursday 08:00 - 17:00
Saturday 08:00 - 17:00
Sunday 08:00 - 17:00