Ahmad Shah Rasooli
We are an elite service provider business in livestock farming, shelter design, animal feed and health sector.
د يو چا نظر ته ارزښت نه ورکول!
افغان مشهوره هنرمند ناشناس د پښتو ژبي تاریخي شالید او قومي جوړښت نه مني، حال داچې اوس مهال 60ميليونه خلګو په نوموړي ژبه خبرې کوي او خپل قوم پښتون بولي. دده لپاره ښه جواب دادی چي هيڅ اهميت ورنه کول سي نه ده ته نه يي نظر ته.
لنډيز: هر شخص او نظر يي په اوريدلو، څيړلو او په پوهيدلو ارزښت نه لري.
31/10/2023
نن درسره لاندي اصطلاحات قدم په قدم په تفصیل سره دپولتری د مسلک له اړه مطرح کوم.
1:Probiotics
2:Prebiotics
3:Postbiotics
4:Synobiotic
5:Microbiota
6:Antibiotic
څرنګه چي پولتری سکتور په افغانستان کي په دي ورستیو شلو کلو کي په مختلفو برخو کي په لاره اچول شوي او لا هم د پخوا په پرتله يي تقاضا زیاته شوي چي دا ټولي کړني د یوی ښي انساني جامعې لپاره ترسره کیږي تر څو د ژوندی پاتي کیدو,ودي , تولید مثل او صحت لپاره خپل ژوند ته د ځمکي پرمخ پایښت ورکړو. نو خبره د پولتری د سکتور په اړه ده راسره تنګ شي. پوهیږو چي د پولتری بدن د فزیولوژی او اناتومی له نظره لرونکی د مختلفو سیستمونو دي چي یو له هغوی څخه دپولتری هضمي سیستم Digestive system دي.نو دیاد سیستم وظیفه د مختلفو غذايي موادو اخستنه,هضمیدنه, جذب کیدنه او اطراح کیدنه د وجود څخه ترسره کوي.چي له امله یې پولتری ژوند,فعالیت,محصول او تولیدی مثل ته پایښت ورکوي. دا کړنه هغه وخت شوني ده چي ټولي نوعي د پولتری پاک او صحي خواړه د روغ او فعال هضمي سیستم له طریقه واخلی,هضم ,جذب او اطراح يي په سم ډول ترسره شي نو په همدی اساس لاندي اصطلاحات درسره شریکوو.
1:Probiotics:
په اوسنیو وختونو ډیری خلک له دي نه, نه دي خبر چي د انسانانو او حیواناتو با وجود پولتری هم په هضمي سیستم کي یوشمیر ګټور میکرواورګانیزمونه لري کوم چي د خوراکي موادو څخه ګټور مواد دتخمر د عملي پواسطه جدا کوي چي دا مواد د پولتری د صحت,ودي ,میتابولیزم او تولید لپاره ګټور دي او په ضمن کي د مرض رامنځته کیدونکو میکرواورګانیزمونو په مقابل کي د یو دفاعي میکانیزم په ډول کارکوي چی پاتوجینک مایکرو اورګانیزمونه له منځه وړي ,دا ډول ګټور مایکرو اورګانیزمونه زیاتره په مستو او ترو کي او یا هم په نورو لبنیاتی محصولاتو کی په زیاته پېمانه شتون لري ښه مثالونه لکتوباسیلوس او بایوفیډوبکتیریم په نامه یادیږي. مطلب ټول ګټور ژوندی مایکرو اورګانیزمونه د پروبیوتیک په نامه یادیږي.
2:Prebiotics:
دحیوانانو او انسانو با وجود پولتری په هضمي سیستم کي غیري هضم کیدونکي کاربوهایدریت لکه Fructoligosaccharid,Galactooligosaccharides او Xyloligosaccharides شته کوم چي د هضم وړ نه دي چي دا ډول زیاتره په دانه کي دغنمو ,جوارو,سویابینو او نورو د داني اجزاو کي شتون لري. همدغه مواد د Probiotics بکتریاو پواسطه مصرفیږي یعني تخمرFerminte کوي يي چي په غیر مستقیم شکل يادي ګټوری باکتریاوې د پولتری د هضمي سیستم د فعالیدو سبب کیږی چي د ودي لپاره یی صحي تمامیږي.مطلب ټول هغه مواد چي د پروبیوتیکونو پواسطه په مصرف رسیږي د پری بیوټیک پنامه یادیږي.
3.Postbiotics:
کله چي د پولتری هاضمي سیستم کي پروبایوټیک مایکرو اورګانیزمونه د خپلو تخمری فعالیتونو او تعاملونو په نتیجه کي د پری بیوټیک موادو په شتون کي یوشمیر میتابولیتونه او نور اضافي محصولات را منځته کړی چي پکی زیاتره لنډ زنځير لرونکي شحمي اسیدونه شتون لکه بیوتاریک اسید ,پروپونیک اسیدونه , انزایمونه او نور عضوي تیزابونه تري منځته راځي چي د پولتری صحت لپاره ډیر ګټور دي.مطلب د پروبیوتیکونو او پروبیوتیکونو د تعامل په نتجه کي پاتي شوني مواد د پوسټ بایوتیک پنامه یادیږي.
4:synobiotic:
کله چي پروبیوتیک او پری بیوټیک په خپل منځ کي د پوسټ بیوټیک د تولید لپاره یوځای شي او تعامل ترسره کړي نو دغه دیو ځای کیدو حالت یا کمبینشن يي په پورته نوم یادیږي.
5:Microbiota:
دا اصلاح پخوا د نارمل فلورا پنامه یادیده, ولي په دي ورستیو کي ورته د میکربیوټا نوم نومول شوي دي, او هغه کوچنیو مایکرو اورګانیزمونو ته ویل کیږي کوم چي مرض نه تولیدوي او د هاضمي سیستم لپاره ګټوري ثابت شوي ښه مثال يي په Lactobacillus ده چي په کلمو کي په نورمال ډول ژوند کوي او د پولتری لپاره د ګټور مواد یا عضوي تیزابونه جوړوي.
6:Antibiotics:
داچي د پولتری لپاره هاضمي سیستم د خوراکي موادو جذب, هضم او اصطلاح ترسره کوي چي دا کړنه د پورته ذکرشو پروبیوتیک,پری بیوټیک,پوسټ بیوټیک , سینوبایوتیک او میکروبایوټا د خپل منځني کړنو له امله ترسره کیږي.نو پکار ده چي له داسي کیمیاوی موادو د خوراک څخه د امکان تر حده ډډه وکړو تر څو پورته ټولي پروسي ارهم برهم نکړي دا ډول مواد چي ژوندیو اورګانیزمونو څخه په لاس راغلي او بیرته همدغه ګټور او مضر مایکرواورګانیزمونه د منځه وړي د انټي بیوټیک په نامه یادیږی.نو په ټوله کي باید ټول ډاکټر صاحبان او فارمران باید دي ټکی ته جدي توجو وکړي ترڅو پولتری ته په خوراکو او اوبو کي له داسي علاوه کوونکو موادو یا انټي بیوتیکو د ورکړي څخه د امکان ترحده ډډه وکړو ځکه دلته دری ستر مشکلات انساني جامع او خپله پولتری راولاړیږی. لومړی د ډیرو انټي بیوتیکو استعمال کولای شي چي د پولتری په هاضمي سیستم کي ګټور مایکرو اورګانیزمونه له منځه یوسی کوم چي د پولتری په هضم او جذب کي رول لوبوي.دوهم د پولتری په محصولاتو کي لکه غو ښه کي به د انټي بیوتیکو پاتي شوني پاتي شي چي دا هم انساني جامع ته خطر دي د چي له امله يي Antibiotic resistant رامنځته کیږي.دریم خپله پولتری کی هم د انټي بیوټیک مقاومت پدیده رامنځته کیږي. دا چي په اوس وخت کي زیاتره فارمران د پولتری د وزن اخستنی او تولید نه ورکوني څخه سر ټکوي عمده علت يي د بي ځایه او دومداره میکروب ضد درملو استفاده کول دي دا چي سنګه کولای شو چي یو ښه ,فعال او د کلمو یا دهضمی مشکلاتو څخه بچ د پولتری فارم ولرو باید داسي بدیل مواد استفاده کړو ترڅو هضمي سیستم کي ګټور مایکرو اورګانیزمونه تقویه کړۍ تر څو خپل ګټور تخمری تعاملات سرته ورسوي نو پکارده چي ښه تروه ماسته Sour Yogurt چي ډیر ارزانه او هر ځای کي پیداکیدونکی لبنیاتی مستحضر دي پولتری ته په یوه بوری دانه باندي یوه یادوه کیلو ورعلاوه کړو ترڅو لکتوباسیلوس ګټوري باکتریاوې په هاضمه کي زیاتي او فعالي وساتو.نو د مهرباني له مخی درسره تجربه يي کړي.
MT.DVM. Sameen Sargand
28/09/2023
Zoonosis disease
هغه امراض چي د انسانانو او حیواناتو مشترک دي یا هغه امراض چي د حیواناتو څخه انسانان په اخته کیږي!
Zoonosis یا Zoonotic امراض هغه امراض دي چي د حیواناتو یا چیچینکو څخه انسانانو ته انتقالیږي، دا امراض کیدای شي په حیواناتو کي ځیني وختونو ناروغي منځ ته رانه وړي ولي حیوان د ناقل یا انتقالونکي په حیثیت لري، کچیري انسان ته انتقال شي د ناروغی باعث ګرځي.
ډولونه: Virus, Bacteria, Fungus and Parasites))
هغه مشترک امراض چي غوماشي او کنې په واسطه زیات انتقالیږي په لاندي ډول دي.
Animal flu, Anthrax, Bird flu, Bovine tuberculosis, Brucellosis, Campylobacter infection, Cat scratch fever, Cryptosporidiosis, Cysticercosis, Dengue fever, Ebola, Encephalitis form ticks, Enzootic abortion, Erysipeloid, Fish tank granuloma, Giardiasis, Glanders, Hemorrhagic colitis, Hepatitis E, hydatid disease, Leptospirosis, Listeria infection, louping ill, Lyme disease, Lymphocytic choriomeningitis, Malaria, orf infection, Parrot fever, Pasteurllosis, Plague,
Q fever, Rabies, Rat-bite fever, Ringworm, Rocky Mountain spotted fever, Salmonella and E.Coli infections, Streptococcal sepsis, Toxocariasis, Trichinelosis, Tularemia, West Nile virus and Zoonotic diphtheria.
انتقال: نوموړي ناروغي د انتقال لاري ډیري زیاتي دي د ځینو څخه مهمو څخه یې په لاندي ډول یادونه کوو.
• د هوا له لاري.
• د ملوثو غوښو او حیواني محصولاتو خوړل.
• د ملوثو حیواناتو سره نژدې تماس.
• د هغي سطحی سره تماس کوم چي ملوث حیوان تماس ورسره نیولی يي.
• د غوماشو او کنو د چیچلو په واسطه.
کچیري د یادو ناروغیو څخه په یوه یا ډېرو ناروغیو اخته شو باید څه وکوو؟
کچیري تاسو په یادونو ناروغیو کي په یوه ناروغي اخته یاست او یا هم داسي فکر کوئ، چي پدې ناروغیو کي په یوه ناروغي اخته شوی یم هر څمره ژر چي امکان وي باید د متخصص ډاکټر سره رابطه ونسئ!
همدارنګه که د کوم حیوان په واسطه تاسو زخمي یا هم وداړل سي حیوان مو باید د وترنر ډاکټر په واسطه معاینه شي، چي یاد حیوان واکسین شوئ دی که نه او یا هم د Rabies )لیوني سپي مریضي) یا کوم بل مرض په اړه تاسو ته معلومات درکړئ.
کچیري تاسو د Tick (کنه) په واسطه وچیچل شئ، په ډېر احتیاط سره باید یاد چیچونکي د پوستکي څخه لیري کړئ او کوښښ وکړئ، چي یاد چيچونکی په یو ښیښي بوتل کی واچوئ تر څو د ناروغی په تشخیص کي ورڅخه استفاده وشي.
همدارنګه د یادو ناروغیو شدت په ځینو کسانو یا حالاتو کي زیاتیږي.
• حاملداره ښځي.
• هغه کسان چي عمر 65 یا هم تر دې زیات وي.
• هغه ماشومان چي عمر یې 5 کاله یا هم تر دې ډېر وي.
• هغه کسان چي HIV یا په هډز باندي اخته وي.
• هغه کسان چي تر تداوي لاندي وي یا هم په سرطاني امراضو اخته وي.
• نور ټول هغه کسان چي د بدن دفاعي قوه یا معافیت یې کمزوری وي.
Prevention یا د ناروغي د مخنیوي لاري!
• په ورځ کي څو ځله لاسونه په صابون سره ومینځئ!
• د حشراتو د مخنیوي لپاره د حشراتو وژونکي درمل وکاروئ!
• غذايي توکي باید ښه ومینځل یي او کوښښ وکړئ خامي غوښي ونخورئ!
• د حیواناتو سره د تماس په وخت کي باید د زخمي کیدولو او داړولو څخه ځان وساتئ!
• کچیري په کورنو کي حیوانات لري باید د وترنري کلینک ته د واکسین لپاره یوسئ!
• کچیري د حیواناتو سره نژدي یاست باید د خوړلو، څښلو او په خوله او سترګو د لاس وهلو څه ځان وساتئ!
• کچیري کورني حیوانات مو د مریضی په حال کي ووینئ بیله د ستکښو او ماسک حیوان ته لاس مه وروړئ او نژدې والي څخه یې ځان وساتئ!
• د هغه حیواناتو د رانیولو څخه ځان وساتئ کوم چي د دولت لخوا د صحت پاڼه ونلري!
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the business
Telephone
Website
Address
Kandahar