Logar wal SAB

Logar wal SAB

Share

22/12/2024

سلطان صلاح الدین ایوبی🥷🏻

صلاح الّدیْن ابوالمظفْر یوسِف ایوبی لقب يی الَمِلُک الناصر د نجم الدین ایوبی زوی ۱۱۳۷ م – ۱۱۹۳ م کلونو ژوند کوه. يو ُکردی مسلمان د بيت المقدس فاتح په مصر، شام، د عراق شمال، یمن او حجاز باندی واکمن وه. په مصر کي تر فاطمي واکمنی چپه کولو وروسته صلاح الدین ایوبی ته دملک الناصر لقب ورکول سو. چې کردى، عربى، ترکى او فارسى ژپو پوهيده، د اسلامې نړۍ مشهوره پاچاهانو څخه ګڼل کيږې، په 1137میلادي کال کي د عراق هیواد په تکریت کي پیدا اوپه 1193 میلادي کال دمارچ په 3 د شام په دمشق ښار کي ﺯيړې تبى ناروغى له عمله ۵۷ کلنۍ کې وفات شو.

خو شتمني ترې پاتې نه شوه. سره او سپین زر یې نه لرل. کور، ځمکه، باغونه او بڼوڼه یې نه وو. د ژوند په وروستیو کلونو کې یې غوښتل چې حج ته ولاړ شي، خو د غریبۍ او د وخت کموالي له امله لاړه نه. ځواک او واکمني یې پراخه وه، خو د بېوزلۍ او غریبۍ په اوج کې ومړ. آن خپلوان او ملګري یې د جنازې مراسمو لپاره اړ شول چې پور وکړي..

14/12/2024

دزړه سکون او دروح ارامی

03/12/2024

موږ تل داسې فکر کوو چې یوازې مال او دولت نعمت دی، خو دا راڅخه هېر دي چې له سر تر پښو د الله په نعمتونو کې پټ یو، لکه:
د سترګو بینايي یو نعمت دی، په ذهن کې ښه فکرونه نعمت دی، په زړه کې د چا درد احساسول نعمت دی، په رګونو کې روانه وینه نعمت دی، د چا د اوښکو پاکول نعمت دی، او تر ټولو مهمه دا چې د ایمان لرل پخپله ستر نعمت دی.
نو ولې موږ د خپل رب د بېشمېره او سترو نعمتونو شکر نه ادا کوو...؟

24/11/2024

ځینو خلکو ته الله پاک لوی مهارتونه ورکړي وي
کله چې ورسره مخ شې د دوی خوږه ژبه او د دوی ټولنیزتوب دې تر ژور اغیز لاندې راولي
تاسو هم کولای شئ ځان د داسې اشخاصو په جمله کې راولئ خو باید دوه خبرې یاد وساتئ،
لومړی کوشش وکړئ مطالعه وکړئ
دوهم کوشش وکړئ د علمي او ټولنیزه خلکو سره ناسته وکړئ او ځان یې د تجربې څخه برخمن کړئ .
Ab Basir Ayoubi

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Kandahar?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Website

Address


Kandahar