Wakeel Aryan

Wakeel Aryan

Share

09/08/2022

موده پس غزلیزه ډالۍ

هره ورځ، په نوي رنګ راځې عذابه!
د چا یاده! دردسره! اضطرابه!!

په مېز پاڼې - پاڼې پاتې شوې ارمانه!
یار خو رانه کړې، ما واخیستې ځوابه!

په وطن د معاملې هم کال پوره شو
عام الحزن دې ډېر تریخ و انقلابه!

په ګناه لړلی، مخ مې ولې ژاړې؟
ما خو ستا حق ادا کړی دی، ثوابه!

زه د خدای په نوم په څو باندې خرڅېږم؟
له وطن سره په څو ارزم جلابه!؟

ځه سعیده! څه په ځم ـ ځم خلک وژنې؟
زه دې څه کوم چې یې؟ که ځې؟ ګلابه!
سعید شینواری

Want your practice to be the top-listed Clinic in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address


Kabul