Noor Computer Technology
د لوی اختر د مبارکۍ پیغام!
د لوی اختر دا ورځ، موږ ته یوازې د څارويو د قربانۍ نه، بلکې د انانيت، غرور، نفاق، او ځانغوښتنې د قربانۍ پیغام راکوي.
دا اختر دې د اسلامي امت د یووالي، د ولس د ویښتیا، د عدالت د پیاوړتیا، او د ملي هویت د بیا ودانۍ نوی پړاو شي.
راځئ چې قرباني یوازې پر حلالېدو نه کړو خلاسه، بلکې د نیتونو، کړنو او ټولنيز ژوند د سمونې یوه تلپاتې فکري قرباني هم وپالو.
اختر مو مبارک!
---
دَری:
عید قربان بر شما و خانواده گرامیتان مبارک باد! این روزهای خجسته، پیامآور همبستگی، آگاهی و بازسازی ملی باد! 🌙
اُزبَکی:
قربان حَیْتِ سیزیگه و عزیز عایلهڭیزگه مبارک بولسین! بو مقدس کُنلر بیرلیک، اویغونیش و میللی قیته تیکلانیش بولسین! 🌿 🌿
---
17/03/2025
FTTH (Fiber to the Home)
یوه پرمختللې مخابراتي ټکنالوژي ده چې د فایبر آپټیک کیبل له لارې انټرنیټ، ټلیفون، او تلویزیوني خدمات مستقیماً د کارونکي کور یا دفتر ته رسوي.
دا ټکنالوژي د wireline (کیبل) له لارې کار کوي، یعنې د خدماتو رسونه د فایبر یا مسي کیبل له لارې ترسره کېږي، نه د بېسیم له لارې.
د FTTH شبکه له اصلي مرکز څخه د فایبر آپټیک کیبل په غځولو سره کار کوي چې پایله کې د کور مخې ته د ترمینل بکس سره نښلول کېږي.
له هغه ځایه یو ONT (Optical Network Terminal) آله فایبر سیګنالونه د انټرنیټ، ټلیفون، او تلویزیون سیګنالونو ته بدلوي، چې بیا د روټر یا LAN کیبل له لارې کاروونکي ته رسېږي.
د FTTH مهمې ګټې دادي:
د لوړ سرعت انټرنیټ (تر 1 Gbps یا زیات)، ټیټ ځنډ او بندښت، او د شبکې ثبات دي.
دا ټکنالوجي د لوړ کیفیت ویډیو سټریمینګ (4K، 8K)، ویډیو زنګونه، او آنلاین ګېمونو لپاره غوره ده، ځکه چې فایبر آپټیک د مسي کیبل (DSL یا کوکسیال) په پرتله لوړ سرعت، ټیټ ځنډ، او باوري فعالیت لري.
دا FTTH د انټرنیټ خدماتو تر ټولو پرمختللې بڼه ګڼل کېږي، ځکه چې دا کاروونکو ته د ګړندي، ثابت، او لوړ کیفیت چوپړتياو چمتو کولو توان لري.
په درنښت
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the business
Website
Address
Shop# A8, Basement, Dubai Computer Plaza, Shahr-E-Now
Kabul
1003