Cricket Update News
19/12/2025
کریم جنت ته د کرکټ بورډ وروستی خبرداری !
د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې لوبغاړي کریم جنت ته سپارښتنه کړې چې نور دې په پېښور کې خپل تمرینات نه ترسره کوي ځکه چې هلته د امنیتي ستونزو ویره شتون لري او هم یې د تمریناتو پرمهال پرته له اجازې خلک ویډيوګانې شریکوي.
د افغان کرکټ بورډ ډسپلین کمېټې غړو کریم جنت ته په یو استول شوي لیک کې لیکلي چې نور دې د پېښور په شمول د پاکستان په نورو سیمو کې هم خپل تمرینات نه کوي او د هر ډول تمریناتو لپاره کولی شي چې له افغانستانه ګټه واخلي او یاهم په یو بل هیواد کې ځان بوخت وساتي .
کریم چې د ملي لوبډلې برحاله لوبغاړی دی تېره اونۍ یې په پېښور کې تمرینات کول چې یوه مینه وال یې ویډیو ټولنیزو رسنیو ته پورته کړه چې له امله یې افغانانو په کریم جنت سختې نیوکې وکړې او حتا ډيرو ورته بدې ردې وویل.
کریم جنت هم کرکټ بورډ ته ځواب کې لیکلي ول چې هغه په پاکستان کې د سویلي افریقا ویزې ته منتظر و چې د همدې انتظار پر وخت یې تمرینات هم کړي ول' کریم اوس د سویلي افریقا ویزه ترلاسه کړې او دا مهال د مای کېپ ټاون لوبډلې سره یوځای شوی هم دی.
کریم جنت چې د افغانستان یو بهترین لوبغاړی دی او پېښور د افغانستان برخه ده د ننګرهار اړوند سیمي دي خپل کور مو دی خپله ځمکه مو ده انشاءالله یوه ورځ به یې ازادي اخلو بس نور کریم په یو او بل نوم یې مه یادوئ هغه ډير ښه الراونډر دی یوازې ستاسې ملاتړ ته ضرورت لري چې بېرته زړور شي او د نړیوال جام برخه شي.
ستاسې ناسمو پوسټنو له امله ورته افغان بورډ اخطاریه ورکړه.
مینه وال یې شته ?
عابد
29/04/2025
د سوریاونشي یوه مرکه مې ولیده هغه وايي:"دا هر څه چې دي دا ټول زما د کورنۍ له وجې دي. زه به مې مور سهار دوه او درې بجې د تمرین لپاره راويښولم، یولس بجې به ویده کېدم، ما ټول درې تر څلور ساعتونو خوب کاوه. پلار به مې راته ویل چې زه ټول کارونه کوم ته خپل کرکټ او تمرین ته توجوع کوه. پلار به مې تل تر شا راپسې وو او راته به یې ویل چې ته یې کولی شې، تا کې وړتیا شته او ته به یو ستوری جوړېږې. دا هر څه او هره بریا زما د کورنۍ له وجې ده." بیا وايي:"ما چې کله تمرین کاوه نو د تمرین په وخت کې ماته اهول ډراویډ وویل:"موږ به تا د لوبډلې د اخیستو لپاره یو ځل تجریه کړو چې ته څنګه لوبه کوې. کله چې یې په لومړي ځل واخیستم نو اهول ډراویډ راته مبارکي راکړه. له اهول ډراویډ سره تمرین کول، کار کول، خبرې کول او کرکټ کول دا د هر کرکټر له هیلې کمه نه ده. په لوبډله کې ما ټول تشویق کوي هر یو راسره کوښښ کوي. ټول راته وايي چې ته وړتیا لرې، ته ډېر ښه توپ وهنه کوې او ته به ډېرې لوبې وګټې. ما ډېرې ورځې تمرین کړی وو اوس چې نتیجه مې ولیده خوښ یم او نور به هم تر دې غوره لوبه کوم. "
سهاک
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Kabul