Civil Engineering Information
دانجنیري بستونو کې دامتحان ورکولو په وخت کې زیاتې لیدل کېږي اولیدل شوي دي؛
اول سوال؛ دکانکریتو مقاومت په کومو دلیلونو سره کمېږي؟
ځواب؛ دکانکریتو مقاومت دلاندې څو دلایلو له امله کمېږي؛
الف؛ د خاورې اوخټو موجودیت په رېګ اوجغل کې چې په کانکریټو کې استعمالېږي دکانکریټو مقاومت کموي.
ب؛ دغوښتل شوي نورم څخه داضافي اوبو اچول په کانکریټو کې دکانکریټو مقاومت کموي.
د؛ په اوبو کې دعضوي موادو او مالګو موجودیت هم دکانکریټو مقاومت کموي.
دوهم سوال؛ د ۲۰۰ مارک کانکریتو د یومترمکعب لپاره څومره رېګ، جغل، سمنټ او څولېتره اوبه ضروري دي؟
ځواب؛ د ۲۰۰ مارک کانکریتولپاره دهغه دموادو نسبتونه عبارت دي له؛ ۲۰۰M= ۱:۱.۵:۳
یعنې یوه برخه سمنت، یوه نیمه برخه رېګ او۳ برخې جغل ضرور دئ.
۱؛ سمنت ۳۶۱ کیلوګرامه
۲؛ رېګ ۶۴۰ کیلو ګرامه
۳؛ جغل د۲۰ میلي په اندازه باندې ۶۷۳ کیلو ګرامه
۴؛ اوبه ۱۷۷ لېتره
دریم سوال؛ نظر کومو شرایطو ته په کتلو سره ساختماني عناصرو کششي ساحه سیخبندي کوو، او PCC او RCC څخه مو هدف څه شئ دئ؟
ځواب؛ لکه څرنګه چې پوهېږو چې کانکریت نظر فشارته په کشش کې د ( ۲۰_۱۰ ) مرتبو پورې کمزوري دي نو دهمدې له خاطره چې ساختماني عناصرو دا خو له منځه ولاړه شي کششي ساحه یې سیخبندي کېږي.
PCC= Plain Cement Concert
PCC یعنې هغه کانکریت چې هغه کې سیخانو څخه استفاده نه وي شوي.
RCC= Reinforcement Cement Concrete
RCC یعنې هغه کانکريټ چې په هغه کې سیخان استعمال شوي.
څلورم سوال؛ کانکریټ په کوم اساس صنفبندي کېږي؟
ځوتب؛ کانکریټ دلاندې مشخصاتو په نظرکې نیولو سره صنف بندي کېږي؛
۱: حجمي کتلې ته په کتلو سره
۲: دهغه چسپیدونکو موادو ته په کتلو سره
۳: دهغه محکمیت ته په کتلو سره
۴: دیخ په مقابل کې دهفه دمقاومت په لرلو سره
پنځم سوال؛ نظر په دندې یاداستعمال ساحې ته کانکريټ په څو ډوله دي؟
ځواب؛ نظر په دندې او یا داستعمال ساحې ته په کتلو سره کانکریټ په لاندې ډول سره ویشل شوي دي؛
۱؛ معمولي کانکریټ: چې په یو ساختمان کې دبارداره عناصرو لپاره استعمالیږي لکه ( پایه، ګاډر او پلیټونو لپاره ...)
۲؛ هایدروتخنیکی کانکريټ چې دبندونو، کانالونو، پرچاوو او دکانالونو دمخ دپلستر کولو لپاره استفاده کېږي.
۳؛ هغه کانکریت چې دتعمیراتو د دراندو پوښښونو لپاره استعمالېږي.
۴؛ هغه کانکریت چې دسرکونو دپوښښونو او فرشونو لپاره استعمالېږي.
شپږم سوال؛ که چېرې دیو دیوال حجم ۲۰ متر مکعب وي اوهغه مصاله چې پکې کارشوې ده دهغه نسبت ۱:۶ وي تاسو په نوموړي دیوال کې دسمنټو؛ ریګ او خښتو اندازې لاس ته راوړئ؟
نوټ که دیوې خښتې اندازه = ( ۶*۱۱*۲۳)سانتی متره سره وي
ځواب؛ لومړئ دیوې خښتې حجم لاس ته راوړو په لاندې شکل سره چې؛
V= 0.23*0.11*0.06= 0.001518 M3
اوس په ټول دیوال کې دمصالې حجم لاس ته راوړو په داسې ډول سره چې په دیوالونو کې تر ٪۳۰ پورې مصاله استفاده کېږي؛
V mortar = V wall * 30%
V mortar = 20 M3 * 0.3 = 6 M3
اوس دخښتو اندازه لاس ته راوړو په داسې ډول سره چې مونګ ته معلومه شوه ګې په ۲۰ متر مکعب حجم کې ۶ مترمکعبه خالصه مصاله وه چې باقی مانده یې خالصې خښتې دي یعنې ۱۴=۶_۲۰ سره مساوي دي،
اوس چې دخښتو شمېرلاس ته راوړو ددې ټولو خښتو حجم تقسیم د یوې خښتې پرحجم باندې چې هغه مونګ مخکې لاس ته راوړئ دئ
N= V total Brick / V 1 Brick = 14 / 0.001518= 9333 دانې خښتې
چون چې ۱:۶ نسبت سره مصاله ده نو دسمنتو او رېګ اندازه په لاندې ډول سره لاس ته راوړو؛
Span Ratio = 1+6= 7
Cement = 1*6 /7* 1440/49= 25 bag
Sand = 6* 6/7 = 5.14 M3
اووم سوال ؛ اوسپنیز کانکریټ څه شئ دي؟
ځواب؛ اوسپنیز کانکریټ دفولادو اوکانکریټو دترکیب څخه عبارت دي چې اوسپنیز کانکریت په ساختمان کې د ډیرو مهمو موادو دجملې څخه ګڼل کېږي، چې په مختلفوشکلو سره تقریبا په ټولو ساختمانونو کې استفاده کېږي.
آتم سوال؛ کانکریټ څه شی دي؟
ځواب؛ کانکريت دسمنټو رېګ اوجغل دمخلوط څخه عبارت دي، کانکریت کولای شي چې په هرقسم چې شکل ورکول وغواړو ور یې کړو اوهم کانکریټ دفشار په مقابل کې نظر کشش ته زیات مقاومت لري.
نهم سوال؛ درطوبت ضدمواد په کانکریټوکې څه، اودهغه څخه داستفادې طریقه یې واضح کړئ؟
ځواب: نوموړي مواد دکانکريټو دسختیدلو لپاره دسطحې په مخ باندې استفاده کېږي، خو دا مواد باید دکانګریټو په مخلوط کې تراستفادې لاندې ونیول شي، اونوموړي مواد لرونکي دبعضې صابونونو اوپطرولي ایمولیشنونو وي چې داوبو اندازه په کانکریتو کې کموي اما دکانکریتو په تراکم اودهغه په مراقبت باندې کوم تاثیر نه لري.
لسم سوال؛ فشاري مقاومت په کانکریټوکې څه دی تشریح یې کړئ؟
ځواب؛ فشاری مقاومت په کانکریتو کې د ۲۸ ورځو په جریان کې د ۳۰*۱۵ سلندر باندې دکانکریتي نمونې باندې دمعینو بارونو په واردولو سره لاس ته راوړل کېږي
په داسې شکل سره چې د۲۸ ورځو په جریان کې نوموړئ سلنډر داوبو دلاندې اویامعین حرارت اویا ٪۱۰۰ رطوبت لاندې ساتل کېږي.
د ۲۸ ورځو نهایی مقاومت کیدلای شي چې ۲۵۰۰psi، ۲۰۰۰۰psi، یا ۱۰۰۰۰psi سره لاس ته راشي، کانکریټ په عمومي ډول سره د 3000psi_7000psi مقاومت درلودلو سره داستفادې وړ وي.
C
څلورویشت (24) پوښتنې چې د یو انجینر لپاره پرې پوهیدل اړین دي
1. د زینې میلان د افقي سطحې سره باید په کومه اندازه وي؟
د 25 درجو څخه تر 40 درجو پورې(IS 456 – 2000)
2. د 1BHK اصطلاح کوم مفهوم افاده کوي؟
د 1BHK اصطلاح لاندې مفهوم افاده کوي
1Bed room
1 Hall
1 Kitchen
3. د سیمنټو د یوې بورې حجم څومره دی؟
0.0347m3 او یا هم 1.23 CFT
4. د Compression Test د معلومولو لپاره کوم ماشین پکار وړل کیږي؟
د Universal Testing Machine چې مخفف یې UTM دی
5. د سیمنټو Expiry Date د تولید څخه څومره موده وروسته وي؟
درې میاشتې وروسته، البته له دغې مودې وروسته سیمنټ خپل مقاومت په تدریج سره له لاسه ورکوي
6. په ساختماني عناصرو کې د هوک(Hook) معیاري اندازه څومره ده، او هم باید په کومه زاویه قات کړل شي؟
د سیخ د قطر لس چنده، او هم باید د 135 درجې زاویې سره قات کړل شي.
7. د سیخ د یو متر وزن د کومې رابطې څخه په لاس راځي؟
0.222d2/36 او یا هم د d2/162 رابطې څخه چې دلته d د سیخ قطر په ملي متر سره دی
8. په اوسپنیزو کانکريټو(RCC) کې باید د کانکریټو مارک په اصغري ډول څومره وي؟
M20 او یا هم دوه سوه مارک
9. د مختلفو ساختماني عناصرو څخه د قالبونو(شټرنګ) د لرې کولو مودې وروسته تر ډکولو څخه ذکر کړئ؟
په دغه برخه کې لاندې حالتونه باید په یاد وساتو:-
لومړی حالت: د دیوالونو له غاړو، پایو، د بیم او ګاډرونو له غاړو(کنارونو) څخه کولی شو وروسته تر 24hours—48hours لرې کړو.
دوهم حالت: که د بیم وایه تر دریو مترو پورې وي،کولی شو وروسته تر اوو ورځو(7 days) خو که سلب په همدغه اندازه وایه کې ولرو نو وروسته تر دریو ورځو(3 days) یې لری کولی شو.
دریم حالت: که د سلب وایه شپږ(6) او یا له شپږو مترو کوچنۍ وي، نو د قالبونو د لرې کولو کمترینه موده یې باید 14 ورځې وي، خو که وایه له شپږو مترو اضافه کیږي، نو دا موده بیا 21 ورځو ته غځیږي.
10. په عمومي ډول په کانکریټو کې کوم ډول ټسټونو ته ډیره اړتیا وي؟
Slump test
Air Content test
Temperature test
Compressive Strength Test
11. په RCC کې پکاروړونکو سیخانو حجمي وزن باید په معیاري ډول څومره وي؟
7850kg/m3 او یا هم 78.5KN/m3
12. د RCC او PCC حجمي وزنونه څومره دي؟
د RCC حجمي وزن 2500kg/m3 او د PCC حجمي وزن 2400kg/m3
13. د Fire Bricks خښتو فشاري مقاومت څومره وي؟
125kg/m3
14. د کانکریټو د Initial Setting Time او Final Setting Time مودې مشخصې کړئ؟
د Initial Setting Time اندازه یې 30 دقیقې وروسته تر اچولو، او Final Setting Time یې 90 دقیقې وروسته تر اچولو پای ته رسیږي.
15. د کانکریټو د Curing میتودونه(طریقې) ذکر کړئ؟
Spraying of Water
Wet Covering Of Surface
Ponding
Curing Chemicals
Steam Curing
Sprinkling or Application of Curing Compounds
16. په کانکريټو کې د Bleeding اصطلاح کوم مفهوم ارایه کوي؟
په کانکریټو کې Bleeding د Segregation یو ډول دی، په کوم کې چې اوبه د کانکريټو مخ ته راوځي، او تجمع کوي
17. په بیم کې د ګژدمکونو(Stirrups) عمده دنده؟
د عرضي قواوو دفع(Resist Shear Force)
18. د میخي تهدابونو څخه د ګټې اخیستنې عمده شرط کوم دی؟
کله چې د نظر لاندې ساختمان لپاره د جوړیدونکي تهداب د خاورې د برداشت ظرفیت(Bearing Capacity) له 24kN/m3 څخه کم شي
19. د یوې ودانۍ د هر منزل معیاري لوړوالی څومره دی؟
درې متره(3m)
20. د کانکریټو د اندازه ګیرۍ واحدات کوم دي؟
مترمکعب،فوټ مکعب او Cubic Yards
21. په کانکريټو کې د استعمالیدونکو اوبو PH باید په کومه اندازه وي؟
باید له 6 څخه کوچنی نه وي.
22. څرنګه کولی شو، N/mm2 واحد، kg/cm2 ته بدل کړو
په 10.19 کې یې ضربوو،مستقیماً بدلیږي
23. د سلب،بیم،پایې او تهدابونو لپاره اصغري(RCC Cover) اندازه باید څو سانتي متره وي؟
د تهدابونو لپاره 5cm
د پایو لپاره 4cm
د بیمونو لپاره 2.5cm
د سلبونو لپاره 2cm
24. تهدابونه په څو ډوله دي؟
تهدابونه په دوه ډوله دي، لمړی یې سطحې تهدابونه(Shallow Foundation) او دوهم یې ژور تهدابونه(Deep Foundation) چې بیا هر یو یې پخپل وار لاندې ډولونه لري
سطحي تهدابونه(Shallow Foundation) په لاندې څلورو ډولونو ویشل شوی
Spread Footing
Combined Footing
Cantilever Footing
Raft Footing
ژور تهدابونه(Deep Foundation) بیا لاندې څلور ډولونه لري
Pile Footing
Pier Footing
Caissons Footing
Well Foundation
C.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the school
Telephone
Website
Address
Kabul