Najeebullah Raihan

Najeebullah Raihan

Share

06/03/2025

په امریکا کی دسرطان یاکنسر په یوه تحقیقی څانګه کښی دامعلومه شوی چی روژه دسرطان مخنیوی کوی
او هغه کسان چی په سرطان اخته وی ددي امکان شته چی دروژي دنیولو سره ښه شی
دفرانسی یو اوسیدونکی کینن باون په ٢٠١٨ کښی دسرطان په ناروغی اخته شو داکترانو ورته جواب ورکړی وو او ورته ویلي یی وه چی تر دریو میاشتو پوری به ژوندی یی ! دي وایی دژوند په اخیری شپو کی می غوښتل مطالعه وکړم نودهمدي لپاره می ډیر کتابونه واخیستل او دخلګو څخه می ځان جلا کړی او یواځی په یوه کوټه کی اوسیدم په همدي دوران کی می خوراک اوڅښاک هم بند کړل ترشلو ورځو می هیڅ هم ونه خوړل دشلو ورځو وروسته می په صحت کی مثبت بدلون راغلی
نوموړی دنه خوړلو داعمل تر ٤٥ ورځو نور هم اوږد کړی هغه به یواځی دشپی شین چاي او سلات خوړل
تر ٤٥ ورځو وروسته چی هغه دمعایناتو لپاره داکترانو ته ولاړی داکترانو دمعایناتو وروسته ډیرحیران شول چی سنګه دتنین باون په وجود کی دسرطان نښی له منځه تللی دی وروسته چی یی پلټنه وکړه معلومه شوه چی ټول تاثیرات دروژي وه تنین باون اوس هم ژوندي دی او دخپل ژوند ټولي چاری په عادي ډول پرمخ وړی.

نو د بیلابیلو څیړنو له مخی روژه یواځینی څیز دی چی په اساس یی دوجود ډیری ناروغی ختمیږی.
او دډیرو مرګونو ناروغیو مخه هم نیسی او همدارنګه روژه کولی شی چی دانسان دموډ اوطبیعت په بدلیدو کی هم کومک وکړی، که څوک خفګان لری یاپه روانی ناروغیو اخته وی روژه یی حالت بدلولی شی.

10/11/2024

که د کولیسټرول له زیاتوالي کړېږئ؛ نو دا ولولئ!

کولیسټرول د یوې غوړې او ملایمې مادې نوم دی. د کولیسټرول یوه ځانګړې اندازه د بدن روغتیا لپاره اړینه ده.

که چیرې کولیسټرول له نورمالې اندازې زیاته شي؛ نو د وینې رګونو دیوالونو سره نښلي او د وینې د جریان د خنډ لامل کېږي.

د غیر ضروري کولیسټرول زیاتوالی د وینې د جریان نظام خرابولو سره د ګردې، وینې فشار او زړه ناروغیو سبب ګرځي.

دلته شپږ داسې خواړه معرفي کوو چي د وینې غیر ضروري کولیسټرول کموي او د درملو له کارونې پرته مو د کولیسټرول له زیانونو ژغوري:

مالټه: د ستروس میوو له ډلې څخه ده چې د پیکټین په نوم نشایسته لرونکي مواد لري. پیکټین نه پریږدي چې کولیسټرول د وینې رګونو په دیوالونو ونښلي.

مالټه د ویټامین سي او پوتاشیم غوره منبع ده او د مضر کولیسټرول د زیاتیدو مخه نیسي.

اوربشې: د نورو ګټو سربیره د وینې کولیسټرول هم کموي. د کولیسټرول ناروغان باید د اوربشې له اوړو هره ورځ په یوه خاصه اندازه استفاده وکړي.

لوبیا او مسورې دال: په لوبیا او مسورې دال کې موجود پروټین د کولیسټرول تر ټولو غوره طبیعي علاج دی.

له کولیسټروله د خلاصون لپاره د درملو پر ځای لوبیا او مسورې دال د خپل روزمره خوراک یوه اړینه برخه و ګرځوئ.

کبان: د اومیګا تري نومې اسید تر ټولو غوره منبع ده. کبان نه یوازې دا چي غیر ضروري کولیسټرول کموي وینه له لخته کیدو هم ژغوري.

پسته: د ۲۰۰۸ ز کال د یو تحقیق پر اساس هغه خلک چي روزانه ۴۲- ۸۵ ګرامه پسته خوري هیڅکله د کولیسټرول په ناروغۍ نه اخته کیږي او کولیسټرول یي له نورمال حالته نه زیاتیږي.

د زیتون تیل: څرګنده ده چي د بدن وزن کمولو سره د بدن غیر ضروري کولیسټرول هم کمیږي؛ نو د دې لپاره په کولیسټرول اخته کسان باید لږ کالوري لرونکي خواړه انتخاب کړي.

سهار چای کې د زیتون استعمال هم کولیسټرول کموي او هم نورو خوړو په نسبت لږه کالوري لري او وزن زیاتیدو مخه نیسي.

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address


Kabul

Opening Hours

09:00 - 17:00