Watan dost
15/03/2024
روژه ماتی دعا
ټول ورورنه دی دغه دعا د خپلو نورو ملګرو سره په واټساپ په خپلو صفحو او ګروپونو کی نشر کړی چی څومره ورونه د روژه ماتی په وخت کی دغه دعا وایی ستاسو به ورسره پوره پوره اجر وی
اَللّهُمَّ اِنِّی لَکَ صُمتُ وَبِکَ اِمَنتُ وَعَلَیکَ تَوَکَّلتُ وَعَلی رِزقِکَ اَفطَرتُ )👇
09/07/2022
د نیکمرغه لوي اختر د رارسیدو په مناسبت لمړی تاسو او بیا ستاسو پتمنی کورنۍ ته د مبارکی پیغام وراندی کوم هیله مند یم چی د اختر شپی او ورځي به پخیر او خوشحالی درباندی تیری شی. ددی اختر په برکت د الله (ج) له درباره په هیواد کی د سرتاسری سولی، ملی یووالی، پیاوړی دولت او هر اړخیزه پرمختګ په هیله یم.
28/04/2022
د ثور اوومه نېټه د افغانستان د بدبختیو پېلامه:
چې پر دغې ورځې د افغانستان په لومړني جمهور رئیس سردارمحمد داوود خان پرضد خونړۍ کودتا هم شوې وه چې له امله یې پر وطن مو اور بل، اقتصادي او طبیعې زېرمو له مېنځه تلل، ځوانان مو شهیدانېدل او هم زمونږ ډېر هېوادوال اړ شول تر څو نورو هېوادونو ته کډوال شي.
شهید سردار داودخان د افغانستان لپاره یو نه تکرارېدونکی ولسمشر تېر شوی و، چې د هېواد د ترقۍ لپاره یې نه هیرونکې کارنامې کړې وې چې ډېرې پروژې یې اوس هم عملي او نیمګړي ارمانونه یې پوره کېږي.
د شهید سردار محمد داوود خان او دده د کورنۍ ارواوې دې ښادې وي.
26/10/2020
ویـره ( Phobic Neurosis )
عبارت د شدید دوامداره ډار او ویری څخه دی. د Fread د نظریی مطابق دا ناروغی د یو روحی عقدی په تعقیب تاسٌس کوی.
دا ناروغی په ځینو واقعاتو کې په اضطرابی شخصیت لرونکو خلکو کی لیدل کیږې.
په ۵۰% ددې ناروغانو کې د دوی د وینی په لوحه د ادرینالین اندازه کمه وی. Phobia په متعددو ډولونو سره بروز کوی کوم چی ناروغ کوشش کوی چی د ویرونکی عامل څخه ځان وساتی عمدتاٌ په درې ډوله دی.
۱: ویره د ځانګړیتوب څخه
۲: ویره د کور څخه دباندی
۳: ویره د کور څخه دباندی په هغه صورت کی چی ناروغ د داسی یو حالت سره مخامخ شی چی ژر د منځه تلونکی نه وی، او یا دا چې په اسانی سره ناروغ ته کمک ونه رسیږی.
وصفی ډار پدې ناروغانو کې زیاتره د ګاډو، د ریل sub way, طیاری، مزدحم ځایونو کی انتظار ایستل او د کور څخه په لیری مصافو کې وی.
ځینې اشخاص مزدحم ځایونو ته، دعوتونو ته، په اجتماع کی خبرو ته، مصاحبو ته، او په اجتماع کی خوراک او څښاک ته نه حاضریږی.
کله چې داسی حالت سره مخامخ شی نو ورته زیاته خوله کیدل، رعشه، د ژبی بندش رامنځته کیږی.
ځینی ناروغان زیاتره د سپی، مار، موږک، او خزندو څخه او ځینی نور د لوړو ځاینو څخه ویریږی.
د ناروغی په تداوی کی د Anxiolytic او Antidepressant دوا ګانی څخه استفاده کیږی.
او کوم هغه ناروغان چی Social نوع د ډار لری د مربوطه موقف څخه د مخامخ کیدو مخکی شل ملی ګرام propranolol ډیر ښه اثر لری.
12/10/2020
ياجوج او ماجوج چشي دي ؟
او پدي اړه نبي کريم ص څه وایی.
یاجوج ماجوج یو قوم دی د نوح علیه السلام د زوئ دیافث د اولادى څخه دی لیکن وحشیان ګرځیدلی دی او ذو القرنین دوی ته دیوال جوړ کړیدی د هغی نه دیخوا نه شی راتلی مګر قیامت ته نزدی به دغه دیوال ذره ذره شی او یاجوج ماجوج به راوځی
د نواس بن سمعان رضی الله په حدیث کی راځی چه رسول الله صل الله علیه وسلم ددجال تذکره کولو سره وفرمائل ( که چیرته دجال راغی او زه ژوندی ووم نو زه به ورسره مقابله کوم او که زه وفات شوی ووم نو الله زما د هر مومن لپاره خلیفه دی )
دجال ځوان سړی دی سر یی ګنجی ګنجی دی او یوه سترګه یی راوتی ده او د عبد العزی بن قطن سره مشابه دی (دا هغه وخت کی یو کافر وو)
نو ستاسو نه چه کوم کس دجال وینی نو دسورة الکهف اولنی ایتونه دی ووایی دا به ستاسو لپاره د پناهی سبب شی د هغی د فتنی نه او دجال به د (خلة) مقام کی راوځی چه دایو ځای دی د شام او عراق په مابین کی نو دا به ګرځی ښی طرف ته او ګس طرف ته یعنی ټوله دنیا کی به ګرځی نو رسول الله صل الله علیه وسلم فرمائی ( ای د الله بندګانو ! مضبوط شی صحابه کرامو تپوس وکړو چه دجال به دنیا کی څومره وخت تیروی نو رسول الله صل الله علیه وسلم وفرمائل چه څلویښت ورځی لیکن یوه ورځ به د کال په شان وی او دویمه ورځ به د میاشتی په شان وی او باقی ورځی به د عامو ورځو په شان وی نو صحابه کرامو عرض وکړو ای د الله رسوله ! هغه ورځ چه د کال په شان وی نوهغی کی به مونږه پینځه مونځونه کوو که زیات ؟ نو رسول الله صل الله علیه وسلم وفرمائل (نه هر مانځه له به اندازه لګوی) نو بیا صحابه کرامو عرض وکړو چه دجال به په دنیا کی څومره په جلتی ګرځی ؟ نو رسو ل الله صل الله علیه وسلم وفرمائل لکه وریځ چه هوا ورپسی شی پس دی به راشی یو قوم ته نو هغوئ به راوبلی خپل ربوبیت ته نو هغوئ به پری یقین وکړی نو دی به اسمان ته د باران حکم وکړی هغه به باران نازل کړی او ځمکی ته به حکم وکړی هغه به ګیاه رازرغونه کړی نو ددغه قوم چه کومی ګډی بیزی څاروی دی ښه به ماړه شی او ښه به څاربه شی او ښی ډیری شودی به ورکوی نو دجال به بل قوم ته دعوت ورکړی هغوئ به تری انکار وکړی کله چه سبا شی نو دوی به په قحط کی وی لاس کی به ورسره د هغوی مالونو نه هیڅ نه وی بیا به دجال یو شاړی ځمکی ته حکم وکړی چه خزانی راوباسه نو ټولی خزانی به د هغه نه راوځی نو بیا به یو ځوان سړی راوغواړی او په توره به یی ووهی نو دوه ټوټیبه یی کړی بیا به ورته اواز وکړی نو مخامخ به راشی مخ به یی ځلیږی او هغه مړ شوی سړی به خاندی نو دجال به په همدی حال وی چه پدی مینځ کی به الله تعالی عیسی علیه السلام راکوز کړی هغه به ددمشق په مشرقی جانب کی د سپینی مناری خوا کی راکوز شی دوه جامی به یی اغوستی وی چه رنګ کړی شوی به وی او لاسونه به یی په دوه ملائکو ایخودی وی)
بیا حدیث کی داسی دی چه عیسی علیه السلام به دجال په باب لد کی ونیسی او قتل به یی کړی نو عیسی علیه السلام ته به الله تعالی وحی وکړی چه زه داسی بندګان راوباسم چه د چا طاقت د مقابلی ورسره نشته نو ته خپل مؤمنان ملګری طور غر ته بوځه نو الله تعالی به یاجوج ماجوج راکولاو کړی نو اولنی جماعت د هغوی به په بحیره طبریه تیر شی او د هغی اوبه به اوسکی نو روستو جماعت به وایی چه دلته اوبه وی او اوس ختمی شوی دی تر دی جه (الخمر) نوم یی یو غر ته به ورسیږی او دا او دا د بیت المقدس غر دی نو دوی به ووایی چه ځمکی والا مونږه مړه کړلراځی چه اسمان والا قتل کړو خپل غشی به اسمان طرف ته ګذار کړی نو الله تعالی به دهغوی غشی په وینو سره راواپس کړی او عیسی علیه السلام او د هغه ملګری به هلته په طور کی بند وی تر دی چه دوی ته به د غوئی سر د سلو اشرفو نه ښه ښکاری یعنی لکه تاسو چه څنګه خپلی پریشانی او تکلیفونه په پیسو لری کوی نو هغوی به هم دغه رنګ د غوئی سرته حاجتمند وی )
نو عیسی علیه السلام او دهغه ملګری به د الله تعالی نه د یاجوج ماجوج دهلاکت سوال وکړی الله تعالی به د هغوی په څټونو کی دانی راوخیژوی نو الله تعالی دوی ټول په یوه ورځ کی مړه کړی او ختم به شی نو عیسی علیه السلام به سره د ملګرو د طور غر نه راکوز شی او ټوله ځمکه به د هغوی دبدبوئی او د لاشونو نه ډکه وی چه دیو لیشت قدری ځائ به خالی پکی نه وی نو عیسی علیه السلام به سره د ملګرو نه د الله تعالی نه دعا وغواړی چه دا بد بوئی لری کړه نو الله تعالی به مارغان راولیږی لکه د اوښانو په شان نو هغوی بهدا یاجوج ماجوج یو ځائ ته ګوزار کړی-
بل روایت کی راځی چه په (نهبل ) مقام کی به يئ او غورځوی نو مسلمانان به د هغوی د لیندو او غشو نه او د غاړکونه اووه(7)کاله اور بل کړی بیا به الله تعالی یوه هوا راولیږی چه یو ځای به تری پاتی نه شی مګر پاک به یئ کړی بیا به ځمکی ته ته حکم وکړی شی چه خپل برکات او میوی رازرغونی کړه نو دغه وخت کی به یو انار باندی یوه ډله خلک مړیږی او د یو انار پوستکی به دومره غټ وی چه دوی به تری لاندی ناست وی او هغی به پری سوری کړی وی او پیو شودو کی به الله تعالی برکت واچوی تر دی چه دیوی اوښی په شودو بادی به ډیر جماعتونه مړیږی او د یوی غوا په شیدو باندی به قبیله مړیږی او د یوی ګډی په شیدو به یوه وړه قبیله مړیږی نو دوی به دارنګه وی دی مینځ کی به الله تعالی یوه مزیداره هوا راولیږی نو د هر مؤمن او مسلمان روح به لاړ شی او شرار خلک به پاتی شی د یو بل سره به جګړی کوی لکه د خرو په شان یا یو بل سره به زنا کوی ښکاره لکه د خرو پشان )
نو په دوئ به قیامت قائمیږی
الله تعالی دی مونږ ټول مسلمانان ددغی زمانی نه وساتی امین
لیکوال مولوی یاسین فهیم صاحب
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Kabul