MGC.AF
بس🙏
دومره احتياط کوې
چې څوک🤔
ستاسې په وجه اللهﷻ ته په ژړا نه شې!!👉
په جمله ده " لاحول و لاقوة الا بالله " کي څومره قوت أو طاقت دی، لاندي روايت وګورئ:
حضرت عوف بن مالک أشجعي رضي الله عنه وه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورغی أو ورته ويي ويل چي يارسول الله صلی الله علیه وسلم زما ځوی ستا سره و غزا ته تللی وو خو تر أوسه ندی راغلی څه وکړم؟.
رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل : ياعوف أکثر أنت و زوجک من قول لاحول ولاقوة الابالله· ته أو خپل ميرمن دا جمله ډيره واياست، لاحول ولاقوة الابالله .
(روى الطبراني في "الدعاء" رقمــ1672) .
حضرت عوف رضي الله عنه و خپل کور ته راغی میرمنې يې ورته وويل چي : رسول الله صلی الله عليه وسلم څه درکړه أو څه يې درته وويل : ده ورته وويل : هغه ما و تا دواړو ته دا وصيت وکړ چي لاحول ولاقوة الا بالله ډيره واياست.
ميرمني يې ورته وويل : لقد صدق رسول الله صلی الله عليه وسلم ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ريښتونی ارشاد درته فرمايلی، بيا سره کښيناسته أو د الله جل جلاله ذکر يې په جمله د لاحول ولاقوة الابالله کي کاوه تر څو شپه سوه أو ناوخته شو، دوی په همدغه حالت کي وه چي د کور دروازه ور و ټکول شوه، کله چي عوف رضي الله عنه د دروازې و خوا ته ورغی چي ګورې هغه ورک ځوی يې و دروازې ته ولاړ دی، أو ډير پسونه هم ورسره دي چي د کفارو څخه يې غنيمت کړي دي، پلار يې ورته وويل چي ځويه دا څه دي ؟ قصه راته وکه، ځوی يې ورته وويل چي کفارو و نيولم أو أولچک أو زولنې يې را واچولې أو را باندي ټینګې يې کړلې، کله چي شپه سوه قصد د تيښتې مي وکړ مګر په وس مي نه وه پوره ځکه چي زولنې ډيري تنګې أو ټينګې تړل شوي وي، مګر نا څاپه مي احساس د زولنو د فراخيدو وکړ أو ورو ورو پراخه کيدلې تر څو چي خپل لاسونه أو پښې مي له زولنو څخه و ايستلې را روان سوم أو دغه د کفارو پسونه مي هم راوستل.
حضرت عوف رضی الله عنه ورته وويل: أی ځویکیه له کوم ځايه چي ته را روان شوی يې بيا تر دي ځايه پوري ډيره أوږده مسافه أو لاره ده، تا څنګه و کولای شول چي په يوه شپه کي دا أوږده لاره پري کړي، ځوی يې ورته وويل أی پلاره په الله جل جلاله قسم کوم څنګه چي د زولنو څخه خلاص سوم داسي احساس مي کاوه لکه ملائکو چي په خپلو وزَرُو کي أخيستی يم.
کله چي سهار شو حضرت عوف رضي الله عنه اراده وکړه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم خبر کړي مګر مخکي له دي چي حضرت عوف رضي الله عنه و رسول الله صلی الله عليه وسلم ته خبر ورکړي رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل : أبشر يا عوف ، فقد أنزل الله في شأنك قرآنًا: (وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لا يَحْتَسِبُ وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا) .
ای عوفه زيری قبول که، الله رب العزت ستا په هکله دا أياتونه را نازل کړل، څوک چي د الله جل جلاله څخه و ويريږي الله جل جلاله به ورته د خلاصون لاره پيدا کړي، أو له هغه جهته به رزق ورته مقرر کړي چي ده يې تصور نه کاوه، أو کوم څوک چي پر الله جل جلاله توکل وکړي هغه يې بس ده، په تحقيق سره الله جل جلاله د خپل أمر تام کونکی ده أو هغه د هر څه لپاره خپل اندازه مقرره کړې ده).
ويل کيږي چي "لاحول ولاقوة الابالله " د ۹۹ أمراضو لپاره دواء ده چي تر ټولو کوچنی مرض يې پريشاني ده..
اوکه مو درسره شير کړ نو ان شاءالله اجرونه پکی شته!
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the public figure
Telephone
Website
Address
Kabul