Learn with Omar
05/05/2025
1️⃣ هر لوی تجارت له یوه کوچني قدمه پېل شوی. که نیت دې پاک وي، الله ج حتمي درسره مرسته کوي.
2️⃣ پیسې تجارت نه جوړوي، بلکې باور، صداقت ، زحمت. او د الله ج په مرسته تاسي بریالي کیدلي شي.
3️⃣هوښیار هغه څوک دی چې په الله ج توکل کوي، نه دا چې د کامل شرایطو په انتظار وي.
4️⃣ناکامي د ماتې نښه نه ده، بلکې د زده کړې یوه مرحله ده. مومن له هر حالت نه د خیر الهام اخلي.
5️⃣پېل سخت وي، خو د صبر پایله بریا ده. الله ج د صابرینو ملګری دی.
6️⃣تجارت د اعتماد، حوصلې او باور نوم دی. پر الله ج توکل وکړه او هڅه مه پرېږده.
7️⃣د نورو کامیابیو ته مه ګوره، پخپل هدف تمرکز وکړه! الله تعالی د زړونو نیتونه ویني، نه د خلکو تبصرې
8️⃣سوداګري د فرصتونو د پېژندنې هنر دی. هر خنډ یو امتحان دی، نه پای!
9️⃣مؤمن هغه دی چې د فرصت طمعي ته ناست نه وي، بلکې د توکل او حرکت له لارې فرصتونه جوړوي.
🔟هغه تجارت چې د الله ج د رضا لپاره وي، هغه یوازې کاروبار نه، بلکې عبادت هم دي. هر قدم چې د اخلاص، صداقت او خدمت پر بنسټ وي، الله ج پکې برکت اچوي.
بدلون
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Kabul