Oil
16/06/2012
دوستم ترکی ته وتښتید ایا د افغانستان تیل به استخراج شی که معافیه به خپل کار وکړی ؟
جنرال دوستم ترکیې ته وتښتېد
Tuesday, 06.12.2012, 07:51am (GMT)
خبریال: میرویس جلالزی- راپورونه وايي چې د ازبک ملیشو مشر او په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې د حامد کرزي ملاتړی جنرال عبدالرشید دوستم پرون سهار وختي د یوې څرخکې په مرسته له افغانستان څخه وتلی دی.د دوستم ویندوی او یا ملي جبهې تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.
پر جنرال دوستم تور لګیدلی چې په سرپل ولایت کې ګاز او تېل په خپل سر باسي، پلوري یې او په سیمه کې د چینايي کمپنۍ د کار مخه نیسي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا تېره اوونۍ جنرال دوستم لویې څارنوالۍ ته د تعقیب لپاره معرفي کړ.
لویې څارنوالۍ ته د ملي امنیت شورا د لیک په یوه برخه کې راغلي:
«د افغانستان په قانون کې معادن د ملت او دولت ملکیت پیژندل شوي، او هر څوک چې د دغو کانونو پر ضد په ناقانونه عمل لاس پوري کوي د ملت او دولت پر ضد عمل دی چې جرم پیژندل کیږي او له سرغړونو سره د قانون له مخي جدي او بي توپيره چلند کیږي.»
ویل کیږي جنرال دوستم، چې لا هم په سرپل، جوزجان او فاریاب کې په زرهاوو ناقانونه وسله وال لري د ملي امنیت شورا لوري لویې څارنوالۍ ته له معرفي کېدو وروسته له ملک څخه تیښته غوره بللي ده .
دوستم ته د نږدې سرچینو ویلي چې نوموړي د ملي ټلوالي له غړو او مشرتابه شورا سره تر خبرو وروسته دا غوره بللې چې له افغانستان څخه ووځي. دا په داسي حال کې ده چې د ملي ټلوالي مشرتابه شورا هغه ته دا مشوره نه ورکوله چې له افغانستان څخه ووځي.
د سرچینو په خبره له جنرال دوستم ترکيي ته د تګ لپاره لومړی له ازبکستان څخه یوه چورلکه را وغوښته او وروسته له شبرغان څخه د ازبکستان پلازمیني او له هغه ځایه د ترکیي د انقرې ښار په لور وخوځید.
ویل کیږي چې د نوموړي د سپرلۍ الوتکه د افغانستان په وخت تیره نیمه شپه شاوخوا دری بجې د انقرې په اتاترک هوايي ډګر کې را کوزه شوه.
ترکیې ته له دوستم سره په سفر کې د هغه زوی باتور دوستم ، د هغه سکرتر او دوه ترکیي وګړي، چې ویل کیږي د نوموړي د سفرونو تنظیمونکي دي، شامل ول.
دا لومړی ځل دی چې په جنرال دوستم باندي د طبیعي زیرمو د لوټ کولو تور لګول کیږي او که پرې ثابت شي نو نوموړی به له سختي سزا سره مخامخ شي.
لوېدیځې سرچینې وايي چې د چینايي کمينۍ چارواکو تېره اوونۍ په پیکینګ کې له ولسمشر کرزي سره وکتل او هغه ته یې شکایت وکړ چې د دوستم د وسله والو کسانو له لوري د دوی انجنیران ګواښل کېږي، باج ترې غوښتل کېږي او کار ته نه پرېښول کېږي.
جنرال دوستم، چې په هیواد کې د فدرالي نظام غوښتونکی دی، څه موده دمخه طالبان خپل وروڼه بللي ول خو حکومت ته یي ګواښ کړی و چې که ځان اصلاح نه کړي- دی به د پخوا په څير د خلکو په مټ د حکومت پر وړاندي ودریږي.
جنرال دوستم چې یو مهال د وسله والو ځواکونو د اعلی سر قوماندان د مشر په توګه دنده تر سره کوله هغه مهال له حکومتي دندي ګوښه کړای شو چې په کابل کې یې د ترک تبارانو شورا د مشر اکبر بای په کور یرغل وکړ.
خلکو او په خپله اکبر بای پرهغه مهال د جنرال دوستم د نیولو او قانون ته د هغه د سپارلو غږ اوچت کړ خو د کرزي حکومت د خپلې مصلحتي پالیسۍ له مخې د دوستم پر جنایت سترګې پټې کړې.
په دې اړه نور خـــــبرونه
ملي جبهې تایید کړه چې دوستم لویې څارنوالۍ ته معرفي شوی
د دوستم پرخلاف په لویه څارنوالۍ کې شکایت درج شو
تاسی څه نظر لری جی په دی صفحه کی څه باید نشر شی ترڅو ټول ګډون وال یی غوره کړی ستاسی د نظرونو په تمه
د ایو اقتصادی او معلوماتی صفحه ده
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Telephone
Website
Address
Kabul
Kabul
A1