Hadi
13/08/2024
لنډه کیسه
څوارلس کلن هلک خپله پېغله خور تر کوڅيو ونېوله، د هغې پر اوږه تم منګی يوې خواته کوږ شو، ولوېد او له درب سره مات کلدورکي ( د منګي ټوټې ) يوې بلې خوا ته ولوېدل.
نجلۍ پر ژامه سوک وخوړ، لاړې يې باد شوې ، کيڼ لور ته ړنګه شوه، سر يې د چوترې پر سميټي ژۍ ولګېد، ځای پر ځای پرېوته.
هلک د هغې تشي ته لغتې ونيولې، په عمر پخه ښځه له کوټې راووته، هلک يې پورې واهه، پر نجلۍ ور پرېوته او له خولې څخه يې ښېراوې راووتې:
_ خدای دې ټک له ټکه که، مغزى دې مات شه، ښه ورځ ونه وينې…
هلک لاس ور وغځاوه، ښځه يې تر مټ ونېوله، نجلۍ ته يې دوه_ درې سوکه ورکړل، ځای پر ځای ودرېد، له خولې څخه يې ځګونه باد شول:
_وژنم يې !
دا يې وويل او ديوال ته نږدې د خرې پر کته کېناست.
ښځې خپلې لورته وکتل، سترګې يې سپينې راختلې وې، غاښونه يې په وينو سره ول، ښځې په ژړا کې وويل:
_مړه دې کړه!
هلک لاړې تو کړې، پر خپله بهيدلې پزه يې لستوڼی تېر کړ، څه يې ونه ويل.
د نجلۍ زګېروی واورېدل شو، شېبه وروسته يې سترګې رڼې کړې، يو دم يې وژړل، ځان يې د مور غېږې ته ور واچاوه.
مور يې د هغې په ککرۍ لاس تېر کړ، ګوتې يې په وينو سرې شوې، په غريو کې يې وويل:
_څه ووايم، خدای دې ځوانيمرګ کي.
وروسته يې د نجلۍ ټکری سم کړ، نجلۍ ولاړه شوه، زانګې وانګې کوټې ته ننوته.
ښځې هلک ته مخ ور واړاوه، ورو يې وويل:
_څه خطا، څه ګناه، ولې؟
هلک خپله پزه پورته کش کړه، په خشکه يې وويل:
_دا دريم وار دی چې په اوبو پسې د باندې وځي!
مور يې چيغه کړه!
_نو په دې کې څه خبره ده؟
هلک په غوسه وويل:
د کلا تر مخ هلکان مردکي کوي، شرم دی شرم!
ښځې په غريو کې وويل:
_زار ( زهر ) دې تر خوله سه، هغوی خو سره خوله هلکان دي، نن جامې مينځو! اوبه راوړي !
هلک چيغه کړه!
_ دومره آزادي مه ورکوه! که مې دا وار ولېده! مرداره به يې کم
له دې سره يې په جېب کې پرتو مردکيو ته شرنګ ور کړ او په منډه له کلاه ووت
18/07/2024
بدنامه مرواء
لومړي برخه
د ټولګي په دروازه کې ورته ښه شیبه ولاړ ؤ ، نرګس غوښتل له سره ښویدلی شال په سر کړي ، له کتابه یې سر پورته کړو سترګې یې په الیاس ولګیدې ، الیاس له ډیرې ورخطایۍ د ټولګي منځ ته قدمونه ورواخیستل او د ټولګي په منځ څوکۍ کیښناسته ، نرګس خپل شال په سر کړو او د غیږې کتابونه یې په څنګ څوکۍ کې کیښودل د دروازې په لورې روانه شوه ، الیاس له خپلې څوکۍ پورته شو ویې ویل : تاسو کینئ زه به تر هغې د باندې دهلیز کې په تمه شم تر څو زمونږ نور ټولګیوال راشي ، نرګس دوه ګامه د دروازې خواته وروړاندې شوه بیا یې وویل : د باندې تګ ته حاجت نشته او سم دلاسه یې د ټولګي دروازه رابنده کړه او مخ یې الیاس ته کړ ویې ویل : ته څه کاره یې ؟ څوک یې ؟ ځان ته دې څه فکر کړئ ؟ ته یو بې غیرته او بې حیا انسان یې، ستا او ستا همفکره ځوانانو د لاسه څوک خپلې لورګانې ښوونځیو او پوهنتونونو ته نه لیږي ، تا حتما زما پیژندلو کې غلطي کړې ځکه دې پرون رخصتۍ کې موټر راته ښکته پورته کولو خو زه د هغوی په څیر نه یم چې د سړک په سر ولاړ هر موټر ته پورته کیږي ، زه مې د پلار هسکه شمله یم زما راغورځول به زما د مجبورۍ اخیري حد وي ، اوس ستا خوښه ده که کینې او که د باندې ځئ؟ الیاس خپلې غاړې پاسنۍ تڼۍ خلاصه کړه ویې ویل : ما هم د پښتنې مور شیدې خوړلي ، ماته د یوې پښتنې د عفت او عزت اندازه شته ، ما تاته زما موټر د دې لپاره نه ښکته پورته کولو چې تاته مزاهېمت وکړم ، ما مې خپله مور راوستې وه هغې ته مې ته ښودلې ، بلکل ما ستا په پښتونوالۍ او روزنه هیڅکله شک نده کړی ، ما غوښتل ستاسو په کور دا د ننګ دنګه شمله دې زمونږ په کور هم راځوړند شي ، په مخ یې راغلې خولې وچې کړې ، ځان یې سره سم کړو او په خپلې څوکۍ کیناسته ، نرګس غوښتل کوم څه ووایي ناڅاپه د ټولګي ور خلاص شو او ټولګیوال یې یو بل پسې رادننه کېدل ، هر څوک په خپل ځای کیناستل ښوونکې درس پیل کړ ، الیاس ډیر نارامه ناست ؤ د درس په پای کې الیاس له ټولو څخه مخکې له ټولګي څخه ووتو ، نرګس سمدلاسه را ولاړه شوه ورپسې ورغله خو الیاس له دهلیز وتلی ؤ خپل موټر ته پورته شو او ایسته لاړو ،
د تل په څیر سبا سهار الیاس پوره لس دقیقې پوهنتون ته وختي راورسیدو ، ټولګي ته د ننوتلو سره یې سم کتابونه په خپلې څوکۍ کېښودل غوښتل یې چې د نورو ټولګیوالو تر راتلو د پوهنتون په کانتین کې په تمه پاتې شي ، له ټولګي څخه د وتلو په وخت کې یې سترګې په تورې تختې ولګیدې ، په تختې دا ټپه لیک شوې وه چې
“ نوره د کور د ټینګې نه یم “
“مور ته دې وایه چې جرګه راولیږینه”
له لېدو سره یې رنګ زیړ شو پښې یې سستې شوې ځای په ځای کیناسته ، ذهن ته یې سل خبرې راتلې ، ځان ته یې د تسلۍ لپاره دا جمله بار بار تکراروله : دا به بل چا لیکلې وي…
پاڅیدو په ورو ورو یې د ټولګې سر ته قدمونه واخیستل ، په تورې تختې لیکله شوې ټپه یې ښکل کړه ویې ویل : نه ! دا به بل چا لیکلي وي ؟؟؟
د ټپې لاندې یې بله ټپه ولیکله !
د نن برخې پای
14/07/2024
*بی سره چرګ!
ددې چرګ نوم بی سره مایڪ ده
یو امریڪایي بزګر په ۱۹۴۵ ڪال ڪې د خپل د چرګ سر پرې ڪړ او غوښتل یې چې ویې خوري، خو ڪله چې ویې ڪتل چې چرګ له سر پرې کولو وروسته هم ژوندی ده او نه دی مړ شوی تعجب يې وڪړ او وروسته له دې چې د چرګ مرۍ په پرې شوی ځای وینو وچه شوه د چرګ مري ته یې مایع یا اوبلنه غذا جوړوله او د پیچڪارۍ له لارې یې ور اچوله.
دغه چرګ په امریڪا ڪې دومره مشهوره شو چې خاوند یې د میاشتې ۴۵۰۰ ډالرو چې د اوس وخت ۸۰ زره ډالر ڪېږي ددې چرګ له نمایش نه ترلاسه ڪول دغه بی سره چرګ ۱۸ میاشتې ژوندی وه او له هغې وروسته مړ شو.
14/07/2024
موږ خو تل وايو چي په اسلام کي د څلورو ودونو اجازه سته،
خو آيا خبر ياست؟
تر څو چي د حضرت محمد ﷺ لمړۍ مېرمن بي بي خدېجه ؓ ژوندۍ وه د هغې د احترام، ميني، همکاريو، درناوي او قربانيو پخاطر يې دوهم واده او نکاح نده کړې، د آنحضرت ص ټولي نکاحوي د بي بي خدېجې ؓ تر وفات وروسته وې.
#نوټ: زموږ په ټولنه کي ما په لسهاوو حتا په سلهاوو دوهم ودونو والا ليدلي چي تر يو دوو او درو کلونو پوري د کور ماحول نسبتآ آرام وي، خو بيا چي يې کوچنيان پيدا او لږ غټان سي چي تاسي يې هغه سنګيني او پدر داره ښځي بولۍ پداسي جګړو، خوابديو او جنجالونو سر سي چي د مېړه څخه لاره او بدرو ورک کړي، او کله چي يې اولادونه ځوانان سي ټوله ژوند يې په حريفۍ، غيبتونو او شيطانتونو تېرېږي، يوه هم په مېړه کوډي او تعويضونه کوي او بله هم، آخر د مېړه څخه په ډېرو کوډو او تعويضونو سوچ لېونى جوړ کړي، د جايداد د تقسيم پر وخت هم جنجالونه او جنګونه وي، محکمې او عرضونه وي حتا په وينو سره ولړي او د ژوند تر پايه لکه دښمنان خوابدي او مرور سره ګرځي، ځني ناسکه وروڼه بيا د عالم د شرمه مخامخ يوه نمايشي خندا سره کوي خو چي دا مخ يې سره چپ سو يو د بل يوه خوا نه سره پرېږدي،
د پورته ټولو کارونو نتېجه د انسان د دنيا او آخرت تباهي ده.
شريعت چي اجازه ورکړېده هغه خپل شرايط لري، که ته د اولي خانمي څخه اولادونه لرې، په قول دي کوي، عزت دي کوي، د اولادونو، کور، ستا او ستا د مېلمه خدمت کوي، د دين پالنه او پنځه وخته لمونځ کوي او کور دي په ټول دى خو ته بيا هم د مستۍ او تجربې لپاره دوهم واده کوې ددې مثال داسي دى لکه د سکون د ژوند څخه د بربادۍ او هلاکت پر لور کوچېدل.
ستاسي نظرونه هم راسره شريک کړى 👇
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Kabul