Human Rights Watch & Media Organization

Human Rights Watch & Media Organization

Share

HRWMO works in the social, development, and humanitarian sectors, highlighting the vital importance of protecting human rights and promoting sustainable development in Afghanistan.

11/06/2026

پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه د اندېښنې وړ دي. د هر هېواد د ملي حاکمیت درناوی او د ملکي وګړو خوندیتوب باید لومړیتوب وي. جګړې او بریدونه د ستونزو حل نه دي؛ سوله، تفاهم او ډیپلوماټیکې خبرې د سیمې د ثبات او ولسونو د هوساینې یوازینۍ لار ده. د راپورونو له مخې، په وروستیو بریدونو کې ملکي تلفات هم شوې دي، چې پکې ماشومان شامل دي.

07/06/2026

ټولنیزې شخړې ډېری وخت له کورنیو څخه سرچینه اخلي. د کورنیو ترمنځ ناسمه اړیکه، تاوتریخوالی، بې‌عدالتي او د متقابل درناوي نشتوالی کولای شي په ټولنه کې د لویو ستونزو او شخړو لامل شي.
راځئ د دې مهمې موضوع په اړه د بشري حقونو او رسنیو د څار ادارې له لوري په مالي ملاتړ جوړه شوې رادیویي ډرامه واورو، چې د آزمون راډیو له لارې خپره شوې ده. دا ډرامه د کورنیو شخړو د لاملونو، اغېزو او د حل لارو په اړه ګټور پیغامونه وړاندې کوي. د اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ

https://fb.watch/iyXyS-70Rl/

Afghan Women Law | ښځه د اسلام په پلوشو کې 03/06/2026

ولې ښځه په کورنۍ او ټولنه کې سپیره او بدبخته ګڼل کېږي؟
د ښځو پر وړاندې ناسم دودونه، د زده کړو محدود فرصتونه، اقتصادي ستونزې، تاوتریخوالی، او د حقونو نه پېژندنه هغه عوامل دي چې په ځینو ټولنو کې ښځې له ستونزو سره مخامخ کوي. د دې موضوع د لا ښه درک لپاره راځئ هغه ځانګړې خپرونه وګورو چې د بشري حقونو او رسنیو د څار ادارې په مالي ملاتړ د ژمن تلویزیون له لارې خپره شوې ده. د بشپړو معلوماتو لپاره لاندې لینک کېکاږئ او له خپرونې څخه ګټه واخلئ.

Afghan Women Law | ښځه د اسلام په پلوشو کې ښځه د اسلام په پلوشو کې خپرونه کې په کورنۍ کې میرمنه سپیره او بدبخت...

Afghan Women Law | ښځه د اسلام په پلوشو کې |HD VIDEO 2023 01/06/2026

په بدل کې د ښځو ورکول یو ناسم او د انساني کرامت خلاف دود دی، چې د ښځو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي. په دې اړه د بشري حقونو او رسنیو د څار ادارې په مالي ملاتړ جوړه شوې دغه تلویزیوني خپرونه په غور سره واوری، ترڅو د دې ناوړه دود د زیانونو او د ښځو د حقونو په اړه ګټور او په زړه پورې معلومات ترلاسه کړئ.

Afghan Women Law | ښځه د اسلام په پلوشو کې |HD VIDEO 2023 Re-Upload will be blocked!ښځه د اسلام په پلوشو کېپدې خپرونه کې په (بدل کې د نجونو کې ورکول) تر عنوان لاندې موضوع باندې بحث شوی دی.

Afghan Women Law | ښځه د اسلام په پلوشو کې 31/05/2026

نکاح د ښځې او سړي یو شرعي او قانوني حق دی. هېڅوک حق نه لري چې دا حق ترې واخلي، او نه هم څوک کولای شي کومه ښځه یا سړی په زور نکاح ته اړ کړي. د نکاح بنسټ د دواړو لورو په رضا، خوښه او موافقه ولاړ دی. د اسلامي لارښوونو له مخې د ښځې رضا او موافقه د نکاح له مهمو شرطونو څخه ګڼل کېږي.
په دې اړه د بشري حقونو او رسنیو د څار ادارې په مالي ملاتړ هغه ځانګړې خپرونه واورئ چې د ژمن تلویزیون له لارې خپره شوې ده.

Afghan Women Law | ښځه د اسلام په پلوشو کې ښځه د اسلام په پلوشو کې په نن خپرونه کې د کونډو ښځو په حقونو د اسلا...

Want your organization to be the top-listed Non Profit Organization in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Address


Khoshal Khan
Kabul
1001