Assad Khan
گلبدین حکمتیار کیست؟
ګلبدین حکمتیار څوک ده؟
18/03/2024
ګلبدین حکمتیار څوک ده؟
ګلبدین حکمتیار د هېواد په لرغوني تاریخ کې هغه توره دوه مخې کرغیړنه څهره ده چې د جهاد په دوران کې یې جهادی شخصیتونه ترور کړي دي، علماء او قومي مشران یې په شهادت رسولي دي او د هغو جنایتونو مرتکب ګرځېدلی دی لکه څرنګه چې حجاج بن یوسف کړي دي.
ګلبدین حکمتیار څوک ده؟
دا هغه بد نامه او ناکامه څهره ده چې له افغانستان څخه د روسي اشغالګرو قواوو له وتلو وروسته، د نجیب د فاسدې ادارې د برحال دفاع وزیر جنرال شهنواز ټني سره یې ائتلاف وکړ او د هغه په ملاتړ یې واک ته د رسېدلو کوښښ وکړ. یعنې دی د قدرت لېونی مینه وال دی، هرې وسیلې ته لاس اچوي په دې هیله که یې حکومت ته ورسولی شي یعنې قدرت ته د رسېدلو لپاره له هر جنایت کار سره ائتلاف کوي او قدرت ته د رسېدلو لپاره یې څو څو ځلې ډېر ښکاره شرعي لارښوونې او ملي ګټې نقض کړې دي
ګلبدین حکمتیار څوک ده؟
ګلبدین حکمتیار هغه ناولې څهره ده چې کله په افغانستان کې د روسانو ګوډاګۍ رژیم را وپرېزدلو او مجاهدین کابل ته داخل شول، نو د ده غله قوماندانانو له ده څخه د اکمالاتو غوښتنه وکړه، ده ورته فتوا ورکړه څو د کابل – جلال آباد او کابل-لوګر په لویه لاره پاټکونه واچوي، د زرداد، قلم او چمن په نامه د ده مشهورو غلو قوماندانانو د خلکو مال لوټلو، د خلکو عزت او آبرو به یې تر پښو لاندې کوله او بیګناه خلک به یې په لاره کې ترور کول او ګلبدین به د دوی په غلا او شوکو کې ورسره شریک او خپله فیصدي به یې ترې اخېستله او خپل تنظیم به یې پرې چلولو، د بیلګې په توګه په تېرامارت کې د لوګر یو شمېر مخورو داسې نقل کاوه چې د زرداد نومې یوه جینۍ خوښه شوه او هغه یې په زور له ځان سره بوتله، خلکو ګلبدین حکمتیار ته شکایت وړاندې کړ چې زرداد یې په ناموس تعرض کړی د دې منفور ځواب د لوګر خلکو ته دا وه چې زرداد خو یوه جینۍ درڅخه بوتله او که مسعودیان راغلي ول ټولې جینکۍ به یې درڅخه بیولې وې.
ګلبدین حکمتیار څوک ده؟
ګلبدین حکمتیار هغه ناروا او خائنه څهره ده چې کله په افغانستان کې شر او فساد خپل اوج ته ورسېدلو، نه د خلکو مال په امن کې وو او نه هم د خلکو سره او نه هم د خلکو ناموس، د دغو نارواوو د ختمولو په منظور، د مرحوم عالي قدر امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمةالله علیه، په سرپرستۍ پاک او نازولي طالبان راپورته شول څو د شر او فساد ټغر ټول او هېواد کې یو سوچه، پاک او اسلامي نظام حاکم کړي، چې کله دغو طالبانو له کندهار څخه تحریک پیل کړ، اولین تنظیم چې په غزني کې له طالبانو سره نظامي برخورد وکړ د ده د تنظیم خلک ول چې یوه هفته یې مقاومت ونکړ او له ناکامۍ سره مخ شول.
طالبان چې کله غزني ته راورسېدل د ده نظامیان له میدان او لوګر څخه په منډه شول او چې کله هم ګردیز طالبانو ونیو له سپینې شګې څخه وتښتیدل او کله چې سپینه شګه طالبانو تصرف کړه د مسعود په غېږ کې کیناستلو.
ګلبدین حکمتیار څوک ده؟
لکه څرنګه چې یې په لویو لارو پاټکونه اچولي ول او خلک یې لوټل، شوکې او ډاکې یې کولې، له جنوب او جنوب شرق څخه یې کابل ښار محاصره کړی وو په کابل باندې یې د درنو وسلو ګولۍ اورولې او ړندې بمبارۍ یې کولې چې په پایله کې کابل ښار وران او ویجاړ شو او په زرهاوو بی ګناه افغانان سپین ږیري، بوډاګان، ماشومان نر او ښخې د مرمیو خوراک شول او ده به تل دا خبره کوله چې جنګ جنګ جنګ تا ختم ګلم جمع، چې بیا یې په ډېرې بې حیایۍ سره د ګلم جمع د مشر عبدالرشید دوستم سره ائتلاف وکړ او دوستم خپلې ټولې پوستې او ځایونه ورتسلیم کړل خو هغه یې هم یوه هفته ونشوی ساتلۍ.
ګلبدین حکمتیار څوک ده؟
دا هغه کس ده چې مسعود او مسعودیانو ته به یې مفسدین ویل چې بالاخره د طالبانو په مقابل کې له مسعود او مسعودیانو سره یوځای شو او د هماغه مفسدینو په غېږ کې پرېوتلو.
ګلبدین حکمتیار څوک ده؟
دا هغه منفوره څهره ده چې کله طالبانو کابل ونیوه دی هم له مسعودیانو سره شمال ته په منډه شو او هلته د مسعود او رباني تر مشری لاندې ټول مفسدین سره راټول شول چې څرنګه وشي کولای له طالبانو څخه ځان وژغوري او خپله دفاع وکړي، او کله چې له مسعود څخه یوه ژورنالیست د دوی د دفاعي پلانونو په هکله وپوښتل او مسعود معلومات ورکړل ژورنالیست ترې وپوښتل چې په دې هکله یې له حکمتیار سره مشوره کړې او که څرنګه هغه ورته وویل چې حکمتیار نه نظامي قوت ده او نه هم سیاسي قوت یعنې حکمتیار په خپلو متزلزلو سیاستونو ټولو ته ښودلې چې دی یو خام سیاستوال دی چې نه شي کولی کوم ستر کار وکړي.
ګلبدین حکمتیار څوک ده؟
دا هغه دوه مخې څهره ده چې کله طالبان پر افغانستان واکمن شول، دی ایران ته وتښتید او له هغې وروسته بیان پاکستان ته ولاړ او د ده د تنظیم کسان ډېری یې امریکايي نظام کې ورګډ او په دندو بوخت شول او یو کم تعداد یې له طالبانو سره ملګري شول. چې په دغه ډله کې یې وراره هم شامل وو، د ده له وراره څخه چې طالبانو وپوښتل چې دی ولې طالبانو سره یو ځای شوی دی هغه ورته وویل چې کاکا ته مې فقط یواځې خوله پاتې ده او نور هيڅوک ورسره نشته دي، معنی دا چې دی دومره بې ارادې، ناتوانه او ناکامه شخص دی چې حتي دا وړتیا هم نه لري چې لااقل خپله کورنۍ قانع کړي او د خپلې کورنې غړي پر ځان راټول کړي.
ګلبدین حکمتیار څوک ده؟
دا هغه دوه مخې بدنامه څهره ده چې کله امریکایانو ته تسلیم شو، د خپلو امریکایي بادارانو د خوشحالولو لپاره، په هر مجلس کې د ده د خبرو محوري بحث د طالبانو پر ضد وو او د امریکایانو په مقابل کې مقدس جهاد ته ناروا جنګ وویل او طالبان یې په رنګا رنګو نومونو یاد کړل.
ګلبدین حکمتیار څوک ده؟
دا د افغانانو قاتل، د افغانستان ویجاړونکی او د روسانو په مقابل کې د مقدس جهاد د نتیجې بایلونکی، بې ضمیره او بې وجدانه یو جاهل انسان ده چې د ملت د نفوسو د عزت او مال قرضداره دی، نه یواځې دا چې په خپلو ګناهونو اعتراف نه کوي او د ملت څخه بښنه نه وغواړي، بلکه په منبر باندې درېږي په خپلو هغو ناوړه کارونو باندې افتخار هم کوي، او داسې څرګندونې کوي چې ته به وایې چې د افغانستان ناجي دی، دا شرمېدلی انسان په اسلامي نظام باندې نیوکې هم کوي او اسلامي نظام ته توصیې کوي. او دا کارونه د دې په خاطر کوي چې په دا خپلو جرمونو باندې پرده واچوي او خلکو ته ځان مخلص معرفي کړي.
ګلبدین حکمتیار څوک ده؟
دا هغه غاصب انسان ده چې اوس هم په غصبي ځمکه باندې پروت دی ته به وایې چې دا یې د آباوو او اجدادو ملکیت یې ده،او له دغه غصبي ځای څخه د نظام ضد تبلیغات کوي، ټولنې کوي، له خلکو سره لیدنې کتنې کوي، نو د اسلامي امارت له چارواکو څخه مو غوښتنه دا ده چې د دې نجس خوله وربنده کړي او غصبي ملکیت د ده له لاسه خلاص او دا بې لارې شخص په لار کړي او په هره ممکنه طریقه چې وي مخنیوي یې وکړي.
18/03/2024
گلبدین حکمتیار کیست؟
گلبدین حکمتیار که با کشتار دهها هزار تن از مردم عام، شخصیتهای جهادی و بزرگان قومی و زخمی کردن و آواره کردن دهها هزار تن دیگر در جریان جنگهای تنظیمی به «قصاب کابل» مشهور شد، از چهرههای پلید، دو رو و از عمدهترین رهبران این جنگها بود که افغانستان را به تباهی کشاند و اثرات آن تا امروز باقی مانده است.
حکمتیار یک انسان قدرت طلب و استفاده جو است که در ظاهر علیه حکومت کمونستی میجنگید اما بعد از خروج روس ها در پشت پرده با جنرال شهنواز تنی وزیر دفاع همین حکومت به هدف رسیدن به قدرت ائتلاف کرد و به کودتای وی علیه داکتر نجیب کمک کرد.
حکمتیار کیست؟
حکمتیار همان چهره پلیدی است که در راه رسیدن به قدرت، با اخذ پولهای هنگفت سازمان استخبارات امریکا (سیا) و سازمانهای استخباراتی منطقوی مرتکب جنایات هولناکی شد و عملاً مردم را قتل عام کرد.
حکمتیار کیست؟
او کسی است که زمانی که مجاهدین وارد کابل شدند، قوماندانان رهزنش از وی خواهان اکمال شدند تا علیه مجاهدین بجنگند که آغازگر جنگهای تنظیمی در کشور بود. حکمتیار به قوماندان تنظیمش چون زرداد، قلم و چمن دستور داد تا در شاهراههای مهم پاتک ایجاد کنند و از مردم باجگیری کنند تا جنگ اکمال و مصارف تنظیم تامین شود که این عملا دزدی و تعرض بر عزت، حیثیت و مال مردم بود که سبب کشتار هزاران تن از مردم شد. حکمتیار در این جنایات شریک بود و از اموال غارت شده مردم فیصدی گرفته امور تنظیم خود را پیش میبرد.
حکمتیار کیست؟
گلبدین همان چهره منفور بود که همزمان با پاتک سازی و غارت اموال مردم، کابل را هم از جنوب و جنوب شرق معاصره کرده بود و این شهر را با راکتها و بمبهای سنگین بمباران میکرد. با این جنایت حکمتیار کابل ویران شد و صدها هزار نفر، شهید، زخمی یا مهاجر شدند.
حکمتیار کیست؟
گلبدین کسی است که وقتی یک قوماندان ظالمش به نام زرداد در لوگر یک دختر جوان را با زور با خود برد و وقتی مردم لوگر نزد گلبدین آمدند و موضوع را گفتند، به آنها گفت: بروید و شکر ادا کنید که زرداد آمده و یک دختر را برده، اگر مسعودیان میآمد تمام دختران تان را میبرد. منطق این انسان رزیل چنین بود.
حکمتیار کیست؟
حکمتیار کسی است که شعار «جنگ تا ختم گلم جمع» علیه عبدالرشید دوستم را میداد، با بی حیایی تمام و کمال با دوستم برای کودتا ائتلاف کرد و دوستم پوسته های خود را به او واگذار کرد اما گلبدین یک هفته هم آن را حفظ نتوانست.
حکمتیار کیست؟
هنگامی که جنگهای تنظیمی شدیدتر شد، فساد به اوج خود رسید و هیچ چیز محفوظ باقی نماند، تحریک طالبان به رهبری عالیقدر امیرالمومنین مرحوم ملا محمد عمر آخند به خاطر حفاظت از جان و مال مردم قدعلم کرد. مبارزه تحریک طالبان از قندهار آغاز شد و به زودی تا نزدیکی غزنی رسید. در این ولایت نخستین برخورد نظامی از سوی تنظیم همین حکمتیار کثیف علیه طالبان صورت گرفت اما تنظیم وی یک هفته هم مقاومت کرده نتوانست. زمانی که غزنی فتح شد، تنظیم حکمتیار از لوگر و میدان وردک هم فرار کرد و زمانی که تحریک طالبان به خوست و گردیز رسید، حکمتیار به سپینه شگی فرار کرد و بعد از رسیدن تحریک طالبان به این ساحه، حکمتیار با مسعود یکجا شد.
حکمتیار کیست؟
گلبدین حکمتیار کسی است که برای مقابله با طالبان با مسعود، مسعودیان و دیگر مفسدین یکجا شد اما تمام شان ناکام شدند. زمانی که طالبان کابل را فتح کردند حکمتیار با مسعودیان به شمال گریخت. در شمال به رهبری مسعود و ربانی تمام مفسدین جمع شدند تا برای دفاع از خود در مقابل طالبان راه حلی جستجو کنند، در آنجا زمانی که یک خبرنگار از مسعود درباره پلان های دفاعی شان پرسید و وی معلومات داد، خبرنگار پرسید که آیا با حکمتیار مشورت کرده اید مسعود در جواب گفت که حکمتیار نه کدام قوت سیاسی است و نه قوت نظامی. یعنی همه به دورویی، فریبکاری و سیاستهای غلط حکمتیار پی برده بودند.
حکمتیار کیست؟
حکمتیار همان شخصیت منفور است که با پیروزی تحریک طالبان و حاکم شدن امارت اسلامی در دوره اول، به ایران گریخت و سپس به پاکستان رفت. بسیاری از اعضای تنظیم حکمتیار با امریکایی ها یکجا شد و یک تعداد آن به شمول برادرزاده حکمتیار به طالبان پیوست. برادرزاده حکمتیار در رابطه به پیوستنش به طالبان گفته بود که فعلا تنها چیزی که به حکمتیار (کاکایش) باقی مانده زبانش است و هیچ کس دیگر همراهش نیست. این نشان میدهد که حکمتیار آنقدر منفور و بی اراده بوده که حتا خانواده اش هم در کنارش باقی نماندند.
حکمتیار کیست؟
حکمتیار آن انسان پلید و عامل ناکامی جهاد علیه روس است که بعداً تسلیم خواستههای امریکا شد و جنگ امارت اسلامی علیه قوای امریکایی را ناروا گفت. او قاتل افغانها و عامل بربادی افغانستان است که به عنوان یک مهره استخباراتی استفاده شد، انسان بی ضمیر و بی وجدان است که علی رغم این که از کارهای سیاه گذشته خود بخشش نخواسته بلکه بالای منبر با آن افتخار هم کرده و خود را ناجی افغانستان خوانده است.
حکمتیار کیست؟
حکمتیار آن انسان بی شرم است که بالای نظام اسلامی انتقاد میکند و به این نظام توصیه میکند؛ چون میخواهد با این کار جرایم گذشته خود را پنهان کرده و خود را به مردم شخص مخلص و ناجی معرفی کند؛ در حالی که مردم آگاه است و میدانند که او چه جنایاتی کرده است. خواست ما از مقامات امارت اسلامی این است که دهن این انسان نجس را ببندند و ملکیت دولتی تحت غصبش را دوباره از نزدش بگیرند و به هرطریق ممکن از تبلیغاتش علیه نظام اسلامی جلوگیری کنند.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the business
Website
Address
Kabul
Kabul
1008