All News
26/04/2022
د طالبانو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د ملاعبدالغني برادر په مشرتوب اقتصادي کمېسیون د دغه وزارت هغه طرحه تصویب او د تطبیق وړ بللې ده چې له مخې یې په پیروزي ښارګوټي کې ۱۵۰ لویې او کوچنۍ فابریکې جوړیږي.
دغه وزارت وایي، دغه پروژه به د بیجینګ او ننګرهار ساختماني شرکت له لورې د ۲۱۵ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت عملي شي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وایي چې د طالبانو له بیا واکمنۍ راهيسي دا د دوی لویه پروژه ده چې په تطبیق سره به یې ۱۳۶۰۰ کسانو ته د دایمي کار کولو زمینه هم برابره شي.
د معلوماتو له مخې د پیروزي ښارګوټي د جوړیدو چارې شاوخوا یوه لسیزه وړاندې د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې پیل شوې چې د ۸ زره جریبه ځمکې په مساحت، ۸۸۰۰ استوګنیزو نومرو او ۴۱۷ بلاکونو په لرلو سره پر شپږو فازونو وېشل شوې ده.
DW
27/09/2021
«د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د پخواني حکومت د استازي غلام محمد اسحاقزي وينا لغو شوه»
هر اړخیز پروخت او د ټولو خبري مالوماتو پوښښ بیا پیل کیږي.پاڼه تر یو لړ تخنیکي ستونزو پای وروسته تاسو ته خبري چوپړ وړاندې کوي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Telephone
Website
Address
Kabul