Sapand
25/03/2026
ریورس مینټورنګ (Reverse Mentoring): د معاصر مدیریت یو نوښتګر ماډل
نصیر احمد څپاند
سریزه
په معاصرو ادارو کې د زدهکړې دودیزې طریقې نور د نننۍ نړۍ د چټکو بدلونونو اړتیاوې نه شي پوره کولی. ټکنالوژي، ډیجیټلي کېدل، او د نسلونو ترمنځ فکري توپیرونه د دې لامل شوي چې ادارې د نوو او انعطافمنونکو زدهکړیزو میکانیزمونو په لټه کې شي. له همدې نوښتګرو میتودونو څخه یو هم ریورس مینټورنګ (Reverse Mentoring) دی، چې په وروستیو کلونو کې یې ځانګړې پاملرنه ترلاسه کړې ده.
د ریورس مینټورنګ تعریف
ریورس مینټورنګ هغه بهیر ته ویل کېږي چې پکې کشر یا لږ تجربه لرونکی کارکوونکی د مشر یا لوړپوړي مدیر لارښوونه کوي. په دې میتود کې دودیزه روزنیزه بڼه بدلېږي؛ یعنې پر ځای د دې چې مشران کشرانو ته تجربه انتقال کړي، دا ځل کشران مشران د نوو مهارتونو، عصري پوهې او نوښتګر فکرونو سره بلدوي.
د ریورس مینټورنګ اړتیا او شالید
د کار چاپېریال د بدلون له امله، په ځانګړي ډول د ډیجیټل ټکنالوژۍ د چټک پرمختګ له کبله، ډېری لوړپوړي مدیران له نوو سیستمونو او معاصرو وسیلو سره لږ بلد وي. په همدې حال کې، ځوان کارکوونکي له دې مهارتونو سره ښه بلدتیا لري.
ریورس مینټورنګ د همدې تشې د ډکولو لپاره یو اغېزمن حل بلل کېږي، چې د ادارې د پوهې د تبادلې کلتور پیاوړی کوي.
عملي بېلګې
یو ځوان کارکوونکی خپل مدیر ته د ټولنیزو رسنیو، ډیجیټلي پلاتفورمونو او عصري سافټویرونو کارول ورزده کوي.
د نوي نسل یو کارکوونکی د ادارې رهبر ته د نوښت، بازار بدلونونو او عصري مدیریت مفاهیم تشریح کوي.
ریورس مینټورنګ مهمې ګټې
۱. د ټکنالوژۍ چټکه زده کړه
دا میتود له مشرانو سره مرسته کوي چې د نوې ټکنالوژۍ او ډیجیټلي وسایلو کارونه په چټکۍ سره زده کړي.
۲. د نسلونو ترمنځ د تفاهم پیاوړتیا
ریورس مینټورنګ د بېلابېلو نسلونو ترمنځ واټن کموي او د همکارۍ فضا رامنځته کوي.
۳. د نوښت او خلاقیت وده
کله چې ځوان فکرونه له تجربې سره یو ځای شي، نو اداره د نوښت او پرمختګ پر لور چټک حرکت کوي.
۴. د سازماني کلتور بدلون
دا میتود د یو داسې کلتور بنسټ ږدي چې پکې زدهکړه دوهطرفه وي، نه یوازې له پورته نه ښکته.
ستونزې او ننګونې
سره له دې چې ریورس مینټورنګ ډېرې ګټې لري، خو ځینې ننګونې هم لري:
د واک او مقام دودیز ذهنیت
د مشرانو له لوري د منلو کموالی
د اړیکو کمزوری مدیریت
د دې ستونزو د حل لپاره، اداره باید د باور، درناوي او خلاصې اړیکې فضا رامنځته کړي.
پايله کې ويلي شو چې ریورس مینټورنګ د معاصر مدیریت یو اغېزمن او نوښتګر میتود دی چې د ادارو سره مرسته کوي څو د بدلونونو سره ځان عیار کړي. دا نه یوازې د مهارتونو د انتقال یوه نوې لاره ده، بلکې د سازماني کلتور د بدلون، نوښت او پایدار پرمختګ لپاره یو مهم ستراتیژیک ابزار هم بلل کېږي.
هغه ادارې چې دا میتود په بریالیتوب سره پلي کوي، کولای شي د راتلونکو بدلونونو پر وړاندې لا چمتو او سیال پاتې شي.
04/03/2026
په اداراتو او سازمانونو کې د اخلاقي چلند ارزښت
"نصيراحمد"څپاند
سریزه
لکه څنګه چې موږ او تاسو ته څرګنده ده، په ځینو ادارو او سازمانونو کې د ځینو کارکوونکو له لوري له خپلو همکارانو (مامورینو) او مشترکینو سره ناوړه چلند، ناسمه او تنده لهجه کارول کېږي. دا ډول سلوک نه یوازې د ادارې پر حیثیت او اعتبار منفي اغېز کوي، بلکې د کارکوونکو کاري انګېزه او روحيه هم کمزورې کوي او د مشترکینو د ناخوښۍ او نارضایتۍ سبب ګرځي.
اخلاقي چلند په معاصر کاري چاپېریال کې د هرې ادارې او شرکت د بریا اساسي بنسټ ګڼل کېږي.
۱. د کاري اخلاقو اهمیت
هغه اداره چې روښانه اخلاقي اصول، شفافې کړنلارې او د حسابورکونې منظم سیستم ولري، د کارکوونکو او پېرېدونکو ترمنځ باور رامنځته کوي. همدا باور د قوي اړیکو، ښه شهرت او دوامدارې ودې بنسټ جوړوي.
ولې کاري اخلاق مهم دي؟
د ادارې اعتبار او ښه نوم پیاوړی کوي
د کارکوونکو رضایت او ژمنتیا لوړوي
د پېرېدونکو وفاداري زیاتوي
د قانوني او اعتباري خطرونو مخه نیسي
اخلاق څه ته وایي؟
اخلاق یعنې:
صداقت
رښتینولي
شفافیت
د قوانینو رعایت
د سم او مسؤلانه کار ترسره کول
۲. د سازماني کلتور رول
سازماني کلتور ټاکي چې کارکوونکي څنګه پرېکړې کوي او له اخلاقي ستونزو سره څنګه چلند کوي. که چیرې یو سازمان اخلاقي کلتور ولري، نو لاندې مثبتې پایلې رامنځته کېږي:
امانتداري او مسؤلیت پیاوړی کېږي
عادلانه چلند ته وده ورکول کېږي
د ټیمي همکارۍ فضا رامنځته کېږي
د باور چاپېریال پیاوړی کېږي
هغه سازمانونه چې اخلاق په خپل کلتور کې مدغم کړي وي، عموماً لوړ فعالیت او اوږدمهاله بریا لري.
۳. له مشترکینو سره د سلوک اصول
د سازمان اخلاقي بریا تر ډېره د کارکوونکو په ورځني چلند پورې تړلې ده. له پېرېدونکو (مشترکینو) سره سالم او مسلکي سلوک لاندې ټکي رانغاړي:
۱. درناوی او مؤدبانه چلند
له هر پېرېدونکي سره پرته له تبعیضه برابر، عادلانه او درناوی لرونکی چلند.
۲. رښتینولي او شفاف معلومات
ناسمې ژمنې نه کول او دقیق، سم او بشپړ معلومات وړاندې کول.
۳. د معلوماتو محرمیت
د پېرېدونکو شخصي او مالي معلومات خوندي ساتل او له اجازې پرته نه شریکول.
۴. د شکایتونو عادلانه حل
د ستونزو فعال اورېدنه، ژر اقدام او عادلانه حللار وړاندې کول.
۵. مسؤلانه استازیتوب
کارکوونکي باید پوه وي چې دوی د شرکت استازي دي او هر چلند یې د ادارې پر اعتبار مستقیم اغېز لري.
پايله کې ويلي شو چې اخلاق یوازې اخلاقي اړتیا نه ده، بلکې یوه ستراتیژیکه پانګونه ده. هغه سازمان چې اخلاقي کلتور، روښانه پالیسۍ او د کارکوونکو مسلکي چلند تضمین کړي، کولی شي هم د کارکوونکو رضایت او هم د مشترکینو باور ترلاسه کړي.
همدا ډول اداره به په اوږدمهال کې پایداره، باوري او بریالۍ وي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the public figure
Telephone
Website
Address
Kabul