AYSO

AYSO

Share

Photos from AYSO's post 14/04/2026

د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ مشرتابه د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسې (AYSO) هڅې وستایلې.

د یادې ولسوالۍ مسؤلینو د AYSO هغه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وستایلې چې د خلکو لپاره یې د کنډۍ د بنسټیز روغتیايي مرکز له لارې روغتیايي خدمات په پوره ژمنتیا او رښتینولۍ سره وړاندې کړي دي.

چارواکو دا خدمات د ستاینې او قدردانۍ وړ وبلل او د همدې له امله یې AYSO ته ستاینلیک ورکړ، او د راتلونکو لا زیاتو بریاوو هیله یې څرګنده کړه.

26/01/2026

د ننګرهار ولایت د اقتصاد ریاست له لوري د افغان ځوانانو خدماتي موسسې (AYSO) د اغېزمنو فعالیتونو له امله وستایل شو.

یاد ستاینلیک د هغو اغېزناکو بشري فعالیتونو د قدردانۍ په موخه ورکړل شو، چې د افغان ځوانانو خدماتي موسسې له لوري په دغه ولایت کې د بېوزلو او اړمنو کورنیو د ملاتړ لپاره د روغتیا، خوراکي توکو او زراعتي خدمتونو په برخو کې ترسره شوي دي.

د اقتصاد ریاست رئیس دغه ستاینلیک د یوې معنوي ډالۍ په توګه د AYSO استازو ته وسپاره او په راتلونکي کې یې د یادې موسسې لپاره د لا زیاتو بریاوو، توفیق او دوامدارو خدمتونو هیله څرګنده کړه.

د کورنۍ تنظیم درې ورځنی روزنیز پروګرام د AYSO او WHO په ملاتړ پای ته ورسېد. 15/01/2026

د افغان ځوانانو خدماتي موسسې (AYSO) له لوري او د روغتیا نړیوالې ادارې (WHO) په مالي ملاتړ، د اته روغتیايي مرکزونو اړوندو روغتیايي کارکوونکو ته د کورنۍ تنظیم درې ورځنی روزنیز پروګرام، چې درې ورځې وړاندې پیل شوی و، نن په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.

د کورنۍ تنظیم درې ورځنی روزنیز پروګرام د AYSO او WHO په ملاتړ پای ته ورسېد. د افغان ځوانانو خدماتي موسسې (AYSO) له لوري او د روغتیا نړیوالې ادارې (WHO) په مالي ملاتړ، د اته روغتیايي مرکزونو اړوندو روغتیايي کارکوونکو ته د کورنۍ تنظیم درې...

Want your organization to be the top-listed Non Profit Organization in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Telephone

Address


House #314, Ansari Street #3 Shahre Naw
Kabul
0093