Fahim samar

Fahim samar

Share

22/01/2021

خپل ماشوم ته مه وایه: چي پر دیوال رسم مه کوه!
بلکي ورته ووایه: پر ورقه رسم وکړه چي بیا يې پر دېوال را وځړوم.

خپل ماشوم ته مه وایه: لمونځ وکړه، که نه نو دوږخ ته به ولاړسې!
بلکي ورته ووایه: زما سره لمونځ وکړه چي دواړه جنت ته لاړ سو.

خپل ماشوم ته مه وایه: خونه دي پاکه او سمه کړه چي کچره دانۍ دي ځني جوړه کړې ده!
بلکي ورته ووایه: زه به درسره د خوني په ترتیب او پاکوالي کي مرسته وکړم، ځکه چي ته نظافت ډېر خوښوې.

خپل ماشوم ته مه وایه: ولاړ سه سبق ووایه او لوبي پریږده، ځکه چي درس ډیر مهم دی!
بلکي ورته ووایه: که دي درسونه پر خپل وخت خلاص کړل، نو زه هم ستاسره بیا لوبي کوم.

خپل ماشوم ته مه وایه: ورسه غاښونه دي پرېمینځه، چي ترڅو زه درته ونه وایم ته غاښونه نه مینځې!
بلکي ورته ووایه: زه په دې خوشحاله یم چي ته پرته له دې چي زه درته ووایم، خپل غاښونه مسواک يا برس کوې.

خپل ماشوم ته مه وایه: چي پر چپه اړخ مه بیده کیږه!
بلکي ورته ووایه: رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي چي پر راسته اړ خ بیده سئ.

نو خپل اولاد ته ډیر نصیحتونه مه کوه، بلکي هڅه وکړه چي په عملي ډول یې د خپلو ښو اعمالو په واسطه اصلاح کړې.
هو! هره خبره او کړنه چي ته یې تر سره کوې، ستا پر ماشوم ډېر غټ تاثیر لري، او پوه سه چي ستا ماشوم ستا د کړنو انځور دی.!

Want your practice to be the top-listed Law Practice in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address


کابل
Kabul
FAHIM506