Relaxation 8K
12/10/2016
د توپاني وريځو په ډول ښکلي لاسپيکرونه چې د بلوټوت له لارې له موبايلونو سره وصل کولای شئ!
د ريچارډ کلرکسن په نامه يوه ډيزاينر له Crealev شرکت سره په ګډه داسې لاسپيکرونه جوړ کړي دي چې کټ مټ دسختو توپاني ورېځو په ډول ښکاري ، دا سپينو ورېځو ته ورته لاسپيکرونه له پليسټر اليافو څخه جوړ شوي دي او مقناطيسونه پکې داسې کارول شوي چې له خپلې اصلي پايې څخه څو سانتي متره لوړ بې له کومې پايې لکه ورېځې په هوا کې تاوېږي. يوه بله جالبه پکې داده چې ددې لاسپيکرونو (ورېځو) په منځ کې داسې (LED )څراغونه نصب شوي دي چې د موسيقي له غږ سره خپله رڼا رنګارنګ کوي او هم يې رڼا تېزېږي، او کټ مټ لکه په ورېځو کې د برېښنا په ډول ښکاري، که څه هم دایې لومړنۍ نمونې دي، خو ډېر ژر به په پرېمانه توګه بازارته راشي.
08/10/2016
05/09/2016
د کمپيوټر جوړولو مشهورې کمپنۍ ايسر د Acer Predator 21 په نامه د ګېم کولو(ګېمرانو) لپاره يو چټک، کلک او غټ لپ ټاپ کمپيوټر د ټيکنالوجيکو توکو په روان نړيوال نندارتون IFA کې د جرمني په برلين کې نندارې ته وړاندې کړ. دا لپ ټاپ اته کيلو ګرامه وزن لري، ۲۱ اينچه خم شوی سکرين ، د لپ ټاپ ځينې برخې کولای شئ له لپ ټاپ څخه بېلې کړئ، د روښانه کولو لپاره دوه پاور سپلايي پکې نصب شوې دي، د يخولو لپاره پکې ۵ پکې کارول شوې، ريم یې ۶۴ جي بي دی،په يو وخت پکې ۵ هارډيسک کارولی شئ،خپل هارډيسک یې ۴ ټېرابايټه دی، بيه یې ۵۰۰۰ امريکايي ډالر ده.او د راتلونکي ۲۰۱۷ کال په جنوري څخه به بازار ته راشي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the business
Telephone
Website
Address
Kabul