Samiullah Samim
14/01/2024
څوک چې رواني تکلیف لرې
څوک چې ذهني، فکري او روحي فشارونو تر برید لاندې نیولی وي،هغوی ته زموږ د «دین» سپارښتنه او توصیه!
۱ ــ صبر
صبر د سټرېس پر وړاندې له مؤثرو لارو څخه یوه لاره ده. په دنیا کې چې څومره مشهور شخصیتونه دي او وتلي دي؛ نو هغوی یو ځل حتماً مات شوي دي او صبر یې کړی دی. صبر د بریا شمزۍ ده. صبر معنوي دفاعي میکانیزم دی. الله تعالی وايي چې زه له «صابرانو» سره مل یم؛ چې د الله تعالی ملتیا راسره وه، دغه مو بس ده.
۲ ــ لمونځ
په عبادتونو کې بل هېڅ داسې نه شته؛ لکه لمونځ چې دی. لمونځ د الله تعالی او بنده ترمنځ د اړیکې بیخي ښه لاره ده. له مشکلاتو، مصیبتونو او ستونزو څخه د فرار یا هم پناه غوښتلو بهترینه وسیله لمونځ ده. چې هر ډول فشار او ذهني بوج په سړي راشي؛ اودس تازه او بیا په اخلاص سره لمونځ کول به هر څه سم کړي ان شاء الله.
په قرآن کې هم راغلي دي چې تاسو په لمانځه سره مرسته وغواړئ. دا ډېره ښه وسیله ده چې موږ د رواني ناروغیو له شر څخه په منځ مهال کې خلاص شوو. یا دا چې یوه ښه هڅه کېدای شي؛ هر څو که ډېر تمرین ته اړتیا هم ده.
۳ ــ دعا
دعا د عبادت مغز دی. دعا د مغز او زړه د ریسټور کولو عمده تڼۍ ده. په دعا سره د احتمالي گواښونو خطر کمېږي یا بیخي ورکېږي. په دعا سره یو معنوي فایر وال رامنځ ته کېږي چې د بهرنیو هکرانو پر وړاندې مقاومت وکړي. د دعا د اهمیت په اړه همدومره کافي ده چې الله تعالی وايي زه مې د خپل بنده دعا قبلوم چې کله دی ماته دعا وکړي. په دنیا کې نن علاج په دوه ډوله دی. یو یې مادي چې هغه طب او طب پورې اړوند مسایل دي او بل یې معنوي برخه ده چې په هغو کې یوه وړه فرعي برخه «دعا» ده. د ارواپوهانو په نزد دعا بهترینه وقایه او همداراز تداوي ده. دعا په سړي کې روحیه، مقاومت، دفاع او متانت راژوندی کوي.
د هندوستان مشهور رهبر او مشر «مهاتما گاندی» له قوله «ډیل کارنگي» په
خپل کتاب کې دا خبره رانقلوي : «که ما دعا نه کولای، زه به وختي لېونی شوی وم.»
دغه راز «الکسېس کارل» په خپل کتاب (دعا) کې وايي: «انسان چې څنگه ډوډۍ او اوبو ته اړتیا لري؛ دغسې یې دعا ته هم اړتیا ده؛ چې روان یې تقویه شي.»
۴ ــ قرآن
قرآن او د قرآن تلاوت هم په خپله د رواني فشار یا هم روحي بوج د کمولو له پاره بهترینه وسیله ده. تجربو ښودلې ده چې په چا باندې څه فشار راغلی دی؛ تر یوې سيپارې یا هم نیمې سيپارې پورې قرآن یې چې تلاوت کړی دی، زړه یې آرام شوی او فکر یې هم پر ځای. کېدای شي یو څوک ووايي زه روغ او جوړ یم؛ خو د قرآن له نظره هغه ناروغ وي. دغه ناروغ باید د روغتیا له پاره بېرته همدغه قرآن ته رجوع وکړي. په قرآن کې شِفا ده او دا شِفا رواني برخه هم رانغاړي او معنوي هم. څه چې قرآن کې دي ټول رحمت دي او شِفا ده؛ نو دا آسانه او وړیا علاج دې څوک باید له پامه و نه غورځوي.
ډاکټر صاحبان وايي چې هر درمل جانبي عوارض لري؛ خو دا بیا هېڅ سایډ ایفکټ نه لري. (سبحان الله)
قرآن د وېرې، اضطراب، سټرېس، کمزورتیا او تشویش له پاره بهترین درمل او علاج دی او په معنوي برخه کې.
۵ ــ تقوا
تقوا «جي پي اِس» ده. تقوا یو مقاوم پوښ او کَوَر دی. په قرآن کې راځي چې هر څوک د تقوا لاره خپله کړي، الله تعالی به یوه د حل لاره ورته پیدا کړي.
۶ ــ توکل
توکل دا نه دی چې واده نه کوم؛ خو اولاد غواړم؛ بلکې له انساني هڅو، کوښښونو او زحماتو ورورسته په آخر پړاو کې د توکل نوبت دی. هر څه چې وشول آخر کې یې توکل دی. څوک چې توکل لري؛ هغه به په ژوند نا امیده، زړه توری او مأیوس نه شي. چې مأیوس نه شو دی بیا نه ناکامېږي او د هرې سختۍ پر وړاندې ښه په نره ولاړ وي. د دې پر ځای چې حوادث پر دوی منفي تأثیر وکړي، دوی لا پسې کلک او مضبوط شي.
۷ ــ توبه او استغفار
توبه مانا د هرې بدۍ فارمټ کول او (شېفټ+ډیلېټ) کول. دغه د «گناه» احساس دی چې ډېر ځله سړي ته بېلابېل مشکلات پیدا کوي. دغه احساس چې ورک نه شي یا فارمټ نه شي، موږ به په ډېرو ناروغیو او سختیو اخته کړي.
۸ ــ له نېکانو، مشرانو، با تقوا او با دیانته خلکو سره ناسته ولاړه
دغه راز
له ژبې سره احتیاط،
له سترگو سره احتیاط،
د سهار او ماښام منظم اذکار
هم هغه څه دي چې هم درماني دي او هم وقایوي تدابیر.
#آزموینه
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Kabul Afganistan
Kabul