Hamdard Engineering

Hamdard Engineering

Share

Whether you’re a student, a professional engineer, or simply interested in construction and infrastructure, Hamdard Engineering provides practical information, expert tips, and engaging discussions to enhance your knowledge.

08/05/2026

یو ښه کور هغه دی چې د مالک ټولې اړتیاوې په نظر کې نېولي شوي وي

04/05/2026

سېول انجینري او مهندسي یو د بل سره خورا نږدې اړیکې لري داسې لکه د یوې سېکې شا او مخ
او یا هم که سېول انجینري د بدن هډوکي فرص کړو، نو مهندسي یې شکل او بڼه ټاکي بنا کله چې دا دواړه یو بل ته لاسونه سره ورکړي نو په نتیجه کې یې داسې محکم، اقتصادي او ښکلی جوړښت منځ ته راځي

03/05/2026

که حالات لس کاله همداسې دوام وکړي افغانستان به له ډېرو محتاجیو له کومو سره چې دا مهال مخ دی خلاص به وي

لس کاله وروسته به افغانستان د سمنټو په برخه کې خودکفا وي دا مهال د هېواد په لر او بر کې د سمنټو د تولید په برخه کې په لویو پروژو کار روان دی لکه
د جبل السراج سمنټو فابریکه پروان
د غوري سمنټو فابریکې بغلان
د هرات (زنده جان) سمنټو فابریکه
د یتیم تاق سمنټو فابریکه (جوزجان)
د التیمور سمنټو پروژه (لوګر)
نوموړې پروژې کولی شي چې افغانستان له واریدونکې هېواد څخه په صادرونکې هېواد بدل کړي

د زرعت په برخه کې به لس کاله وروسته د قوشتپې حاصلات زموږ او ستاسو تر ښارونو او کورونو ورسیږي ان شاالله چې دې سره به د پاکستانیو ورېژو، قازاکي اوړو او داسې نورو غالو دانو څخه وطن به ځان بساینې ته نږدې شوی وي تر څنګ به یې په فراه کې بخش اباد لوی او اږده کانالونه هم د د فراه سوځیدلې د ښتې خړوبې کړي همدا رنګه په مشرقي کې شاهي کانال به هم د بزکرانو ارمانونه پوره کړي

د برق د تولید په برخه کې روانو پروژو ته په کتو هېواد له وارادتي برېښنا څخه خلاصولۍ شي که هغه له اوبو څخه تولید شوي برېښنا وي او یا هم لمریزه انرژي او تر څنګ یې بادي برېښنا چې افغانستان په دې برخه کې لوی پوتنشیل هم لري چې تولتي او خصوصي سکتور دواړود دې تشې د ډکولو لپاره خپلې مټې را بډ وهلي دي

هغه څه چې تر ټولو مهم دی د تېلو صنعت دی چې دا مهال افغانستان د خپلې اړتیا وړ نږدې پنځلس فیصده په کور د ننه تولیدوي چې دې برخه کې هم په چټکۍ کار روان دی تر څو دې برخه کې هم د نورو له محتاجۍ خلاص شو

د نوموړو پروژو په تکملېدو به د هېواد لسګونه زره وګړي په دایمي شکل سره پر کارونو بوخت شي او د وطن په ګوټ ګوټ کې به د ابادۍ پروژې په ډېر قوت سره دوام پیدا کړي
ان شاالله

30/04/2026

دلته یوه نفر څلورو پوړونو کې یو کور جوړ کړی د ځمکې د ارزښت سره یې قیمت تر یو لک ډالرو اوړي

اوس غواړي چې خرڅ یې کړي خو کله چې خریدار د کور لېدو ته راشې او دکور بې خونده نما وګوري او تر څنګ ګډوډ داخلي ډیزاین له سترګو تېر کړي لاندې تل خونه کې نا منظمې پایې وګوري نو هیڅوګ یې د ژوند د تېرولو لپاره نه انتخابوي

هدف دا دی چې د کور په جوړولو کې له ډېر دقت څخه کار واخلی خدای مه کړه بیا به د ټول عمر لپاره پښیمانه یاست

ځکه د یو کور جوړولو لپاره موږ او تاسو د ژوند خواږه وختونه په مسافرۍ او سخت کار کې تېر کړې وي

تر څو مو چې د کور پلان او خارجي نما څخه ځان مطمین کړی نه وي د کور جوړیدو ته بیړه مه کوئ

Want your business to be the top-listed Engineering Company in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Telephone

Website

Address


Kabul
0093