Civil Engineering Information
06/12/2025
ایا ستاسی ولایت کی هم داسی کیږی؟
په ځینو سیمو کې کتل کیږی چې د تهداب له کیندلو وروسته، د کندې په تل کې د ګردو ډبرو یو طبقه اچوي او بیا پرې تهداب جوړوي.
ایا دا طریقه د #انجینرۍ د نړیوالو #کوډونو #مطابق ده؟
معمولاً باید خاوره وکيندل شي، ښه کمپکټ شي، بیا د جغلو یوه طبقه واچول شي، وروسته د رطوبت ضد پلاستیک، او بیا د تهداب کانکریټ ریزی وشي.
لنډه خبره: نه — د ګردو ډبرو ایښودل او پرې تهداب جوړول د عصري انجینرۍ د کوډونو سره برابر نه دي.
دا یوه دودیزه طریقه ده، خو د IBC، ACI او IS له اصولو سره هېڅ مطابقت نه لري.
ولې دا غلطه طریقه ده؟
۱- ګردې ډبرې نه کمپکټ کېږي — ښویېږي او نابرابر ناستې جوړوي.
۲- د بار وړتیا نامعلومه کېږي — د نقطوي تماس له امله خطرناک دی.
۳- اوبه په منځ کې بندېږي — خاوره نرمېږي او مقاومت له منځه ځي.
۴- کوډونه د یو شان کمپکټ شوي سطحې غوښتنه کوي — نه د ګردو ډبرو.
د صحیح تهداب طریقه:
۱- مځکه تر کلکې خاورې پورې کیندل
۲- ښه کمپکشن (کم نه کم ۹۵٪ پروګتر)
۳- که اړتیا وي د جغل د 10–15 سانتي طبقه
۴- که اړتیا وي د بخار/رطوبت ضد پلاستیک
۵- د لین کانکریټ (PCC) نری طبقه د پاکې سطحې لپاره
۶- سیخبندی او قالب
۷- د تهداب اصلي کانکریټ اچول
پایله:
د کندې په تل کې د ګردو ډبرو استعمالول غیر فني، غیر معیاري او خطرناک کار دی او د ودانۍ د ناستې او خرابېدو سبب کېدای شي.
کاپي
02/07/2024
په کانکریټو کې جاینټونه(Joints)
جاینټونه په څلور ډوله دي، چې هر یې دلته جدا جدا تشریح کوو.
1. Control Joint
دا ډول جاینټونه په لویه همواره، اوږده کانکريټي سطحه کې ورکول کیږي، دا ډول جاینټونه د درزونو(Cracks) د منظم واقع کیدلو لپاره کانکریټ ته ورکول کیږي، چې په همدې جاینټ کې د کانکريټ مقاومت کمیږي، او درز همدلته په منظم ډول منځ ته راځي، دا جاینټونه د کانکریټي سطحې په هغه فاصله کې چې ډیزاین کې ورته تعین شوي وي، کانکریټي سطحې ته ورکول کیږي، تر څو هغه کریکونه چې د کانکريټو د انبساطي قواوو په وجه منځ ته راځي په همدې ځای کې په منظم ډول واقع شي، دا په ډیزاین کې معلومیږي چې نومړی جاینټ په څومره فاصله کې باید ورکول شي، او نوموړی جاینټ نسبت د کانکریټي سلب ډبلوالي ته تعین کړي، په پیاده روونو او یا دې ورته ځایونو کې عموماً د 1.5m نه تر 1.8m په اوږدوالي کې یو جاینټ ورکول کیږي، په سرک، د کور حویلۍ او هغه سلب چې په ځمکه پروت وي د 4.5m—6m اوږدوالي بعد یو جاینټ ورکول کیږي، خو په سیخ لرونکي کانکريټو کې د جاینټونو تر منځ فاصله په نظر کې نه نیول کیږي
2. Isolation Joints:
دارنګه جاینټونه کانکریټي سلب د نورو ساختمانونو څخه جدا کوي، لکه دیوال، پایې،Footing او داسې نورو څخه
دا ډول جاینټونه سلب ته د حرکت اجازه ورکوي تر څو د حرکت په وخت کې په سلب کې کریکونه واقع نشي.
3. Construction Joints(Cold Joints):
دا ډول جاینټ ددې لپاره ورکول کیږي، چې کله د کانکريټ اچولو پر وخت د یو سلب کانکريټ د مشکلاتو په وجه مکمل نشي او وقفه پکې راشي، نو ددې مشکل د حل لپاره دا ډول جاینټونه په نظر کې نیول کیږي(چې یو څه اندازه کانکريټ اچول شوي وي، او یوه برخه یې پاتې وي)، راتلونکي وخت همدا اچول شوي کانکريټ پاکوي، بیا یې د سیمنټو شیرې پواسطه لمدوي او نوي کانکريټ اچولو ته ادامه ورکوي،
4. Expansion Joints:
دا ډول جاینټونه کانکريټي عضوې ته اجازه ورکوي، تر څو د حجم د زیاتوالي(انقباض) په وخت حرکت وکړي، او هم د دزلزلې او یا د ځمکې د نشست په وخت ودانۍ له زیات تخریبه وژغورل شي،دا ډول جاینټونه په هغه ساختمانونو کې چې طول یې زیات وي هم ورکول کیږي، لکه پُل، ودانۍ، پیاده روونه او لارې،د یو تعمیر په هغه سلب کې چې په ځمکه پروت وي نو د دیوال او یا فوټنګ سره د تماس په نقطه کې نوموړي جاینټونه ددې لپاره ورکول کیږي، چې سلب د دیوال او یا فوټنګ سره جدایي پیداکړي او سلب په آسانۍ سره حرکت وکولی شي، ددې ډول جاینټونو پراخوالی باید د ¼ د سلب د ډبلوالي څخه کم نه وي، او هغه وخت چې په یوه ساختمان کې ورته اړتیا شي او یا د زاړه ساختمان سره د نوي ساختمان نښلول کیږي نو نوموړي جاینټونه ورکول کیږي.
نوټ: جاینټونه باید د کانکریټي سطحې په څنډه باندې عموداً واقع شي، د جاینټونو خالیګاوۍ باید لوڅې پاتې نشي او د نرم ربړي سریښناک موادو څخه ډک شي تر څو په دې خالي ځای کې د کوم کلک شي او یا دابو د داخلیدو مخنیوی کوي.
#کاپي
د کانکریټ د موادو د مقدارونو محاسبه کول : Calculation Quantities of Materials for Concrete
د ورکول شوي مخلوط د غوښتل شوي مقدار کانکریټ تولید لپاره د موادو مقدارونه د مطلق حجم میتود په واسطه محاسبه کیږي .دا میتود په دې اصل ولاړ دی چې د مکمل تخته شوي کانکریټ حجم مساوي دی دکانکریټو د ټولو موادو لکه سیمنټ ،شګې ،جغل او اوبو په مطلق حجم سره .
د ساختمان ډول ته په کتو سره کیدای ساختمان له سلبونو ،بیمونو ،پایو او تهداب څخه جوړ وي .د غوښتل شوي کانکریټي ساختمان لپاره د کانکریټو حجم د ټولو ساختماني عناصرو یا د ساختماني عناصرو د ټولو برخو د مجموعې څخه لاس ته راځي .د بیلابیل ډول عناصرو لپاره بیلابیلې فورمولې کیدای شي وکارول شي د بیلګې په توګه د دمستطیلي عرضي مقطعې لپاره اوږودوالی ضرب پلنوالی ضرب لوړوالي څخه لاس ته راځي .د کانکریټو د غوښتل شوي حجم لپاره د موادو محاسبه د لاندې فورمول له مخې ترسره کیږي .
Vc=( W/1000)+(C/1000Sc)+(Fa/1000Sfa)+(Ca/1000Sca)
Vc = د مکمل تخته شوو تازه کانکریټو مطلق حجم
W =د اوبو کتله
C = د سیمنټو کتله
Fa = د شګې کتله
Ca = د جغل کتله
Sc, Sfa او Sca په ترتیب سره د سیمنټو،شګې او جغل مخصوصه وزن .
په دې محاسبه کې د هوا محاسبه 2%په پام کې نیول شوې .د کانکریټو د موادو د مقدارونو دمحاسبې لپاره په دې میتود کې د ساختماني مقاومت او مداومت لپاره ډیزاین مخلوط او نومینال مخلوط د مخلوط نسبتونه په محاسبه کې نیول شوي .
اوس د یوې بیلګې په ورکولو سره د موادو محاسبه په پام کې نیسو .
په مترمکعب یا فوټ مکعب یا یارډ مکعب کژ د موادو د مقدارونو محاسبه .
د کانکریټو یو مخلوط په پام کې نیسو چې 1:1.5:3 نسبتونه لري .1 برخه سیمنټ ،1.5 برخه شګه او 3 برخې جغل دي .د جغل ترټولو غټ سایز 20mm دی .د اوبو اوسیمنټو نسبت 0.45 دی .د موادو حجمي وزن په نه تخته شوي(bulk) شکل دی .
1. سیمنټ = 1500 kg/m3 = 93.642 lb/ft3 = 3.4682 lb/cubic yards
2. شګه = 1700 kg/m3 = 105 lb/ft3 = 3.89 lb/cubic yards
3. جغل = 1650 kg/m3 = 105 lb/ft3 = 3.89 lb/cubic yards
د موادو حجمي وزن په لاندې ډول دی :
1. سیمنټ= 3.15
2. شګه = 2.6
3. جغل = 2.6.
4. د هوا مقدار 2% نیول شوی .
د 1:1.5:3 مخلوط د تناسب وچ حجم د کتلې په شکل کیدای شي په لاندې ډول ولیکل شي .
1. سیمنټ = 1 x 1500 = 1500
2. شګه = 1.5 x 1700 = 2550
3. جغل = 3 x 1650 = 4950.
نو ددې موادو د کتلې نسبت په لاندې ډول دی .
= 1 : 1.7 : 3.3
د اوبو او سیمنټ نسبت 0.45
اوس به د کانکریټو هغه حجم محاسبه کوو کوم چې د سیمنټو د یوې خلتې (50 kg)لپار د کانکریټو د موادو د کتلوي نسبتونودي .
د سیمنټو د 50 kg لپاره د کانکریټ مطلق حجم .مساوي دی په .
Vc= (0.45 x 50/1000)+(1 x 50/1000 x 3.5)+(1.7 x 50/1000 x 2.6)+ (3.3 x 50/1000 x 2.6)=0.1345 مترمکعب
نو د پام کې نیول شوي مخلوط د تناسب لپاره ،د سیمنټو دیوې خلتې 50 kg سره 0.1345 m3 کانکریټ لاس ته راځي .څرنګه چې مونږ فرضو د هوا اندازه 2% ده ،نو د کانکریټو د یو مترمکعب حجم تخته شوو د کانکریټ حقیقي حجم مساوی دی په : = 1 -0.02 = 0.98 m3.
نو د کانکریټو د یو مترمکعب لپآره د سیمنټو ضرورت وړ سیمنټو مقدار مساوی دی : = 0.98/0.1345 = 7.29 bags of
د یو مترمکعب کانکریټ لپاره د موادو مقدارونه په لاندې ډول دي .
1. د ضرورت وړ سیمنټ وزن = = 7.29 x 50 = 364.5 kg.
2. د شګې وزن = = 1.5 x 364.5 = 546.75 kg.
3. د جغل وزن = = 3 x 364.5 = 1093.5 kg.
د یوې خلتې سیمنټو وزن 35 لیتره دی چې ددکانکریټو ټول حجم په لیتره سره 7.29 x35=255.15 lit
نو 1:1.5:3 نسبتونو لپاره حجمونه په وچ حالت کې .
1. سیمنټ = 7.29 x35=255.15 lit
2. شګه =1.5 x 255.15= 382.725lit
3. جغل = 3 x255.15=765.45 lit
4. د اوبو او سیمنټو نسبت 0.45
5. د غوښتنی وړ اوبه 0.45 x255.15=115 lit
اوس ګورو که چیرې شګه او جغل لوند وي بیا مخلوط لپاره څومره اوبو ته اړتیا ده .کله چې شګه یا جغل لوند وي یا دواړه لامده وي نو په جغل او شګه کې شته اوبه باید په محاسبه کې ونیول شي .که شګه ډیره لمده وي د حجم د فیصدۍ له مخې 7.5% او په یو مترمکعب کې 120 لیتره نیول کیږي ،که چیرې متوسط لوندوالی ولري په دي حالت کې د فیصدۍ له مخې 5% او په یو مترمکعب کې 80 لیتره نیول کیږي .مونږ دلته شګې لپاره 5% او د جغل لپاره 1.5% لوندوالی په پام کې نیسو .
1. شګې لپاره5% = 19 lit x. = 382.725lit
2. جغل لپاره 1.5% = 11.5 lit 765.45 lit x =
3. ټولې غوښتل شوې اوبه 115lit دي نو اوس ترې دا لمدبل اوبل اوبه منفي کوو
115-19-11.5=84.5 lit
انجنير صاحب محمد فريد عاطف
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the school
Telephone
Website
Address
Kabul