Milli sehat
25/09/2022
♥بسم الله الرحمن الرحیم♥
حامله ښځه بايد له لاندنيو خوړو څخه پرهيز وکړي:
حامله ګې يوه ځانګړې موده ده او حامله ښځه بايد خپل ځيني غذايي دودونه بدل کړي. که نه ، د خپلو خوښو زياتو خوړو خوړلو له امله به جنين ته زيان رسوي . کوم کوم خواړه د حامله ښځې لپاره د پرهيزانه دي ؟
پالک: ټولو ته معلومه ده چې په پالک کې د اوسپنې عنصر شته چې د وينې غني کولو لپاره ډېره ګټه لري ، دغه راز زياته اندازه ويتامين سي پکې هم شته.
ولې حامله ښځه بايد دغه ګټور سابه کم وخوري؟ د څيړنې له مخې که څه هم په پالک کې د اوسپنې توکې شامل دي ، خو اندازه يې کمه ده . د يادونې وړ خبره دا ده چې په پالک کې زياته اندازه اوکسليک اسيد موجود دي چې دغه مواد په کولمو کې د کلسيم او جست جذبولو لپاره بد اثر لري ، خو کلسيم او جست په بدن کې ډېر لازم معدنې مواد دي . که کلسيم او جست د اوکسليک اسيد لخوا د منځه ځي،نو د اړتياوړ کلسيم او جست د کمښت له امله د جنين د هډوکو او غاښونو ودې ته زيانمن وي . دغه راز د جست کمښت د حامله ښځې د اشتها خرابوالې لامل هم دی چې په پايله کې به جنين ته غني غذايې مواد و نه رسول شې او د جنين پر عادي ودې باندي بد اغيز ولګول شې.
ټينګ چای: زياتې حامله ښځې د چاي څښلو عادت لري، د توجه وړ خبره دا ده چې د حامله ګۍ په موده کې بايد دغه عادت بدل کړي په تېره بيا ټينګ چای و نه څښي ځکه چې په چاي کې له دوه سلنې څخه تر پنځه سلنې پورې کافئين شامل دي چې کافئين له اندازې څخه د جنين د حرکاتو هڅونه کوي حتی د جنين عادي ودې ته زيانمن دي. برسيره پردې له ټاکلي اندازې څخه د زيات چای څښلو بده نتيجه به دا وی چې په چاي کې د مازو جوهر په خوړو کې د اوسپنيزو عناصرو سره يو ځای کيږي او حامله ښځه او ددې جنين د وينې لږوالي په ناروغۍ اخته کوی.
ژر خوړلی خواړه : ژر خوړلي خواړه ډير خوند لري او د زياتو حامله ښځو خوښ دي . د ډاکترانو په اند دغه ډول خواړه د حامله ښځې لپاره ګټور ندي ځکه چې په دغه ډول خوړو کې شحمي مواد کم دي . که حامله ښځه هره ورځ دغه ډول خواړه وخوري ، په بدن کې به د شحمي اسيد د کمښت سبب شي ، خو شحمي اسيد د جنين مغز د ودې لپاره ډېر لازم دی . په خاص ډول ويل کېږي چې د حامله ګۍ په لومړنۍ موده کې د جنين جفت رامنځته کېدنه لازم شحمي اسيد ته هم اړتيا لری
البته حامله ښځه بايد له ځينو نورو خوړو مثلا چنګاښ ، د غوړيو او ترشو خوړو څخه هم پرهيز وکړي.
0787982589
0765202137
23/08/2022
♥بسم الله الرحمن الرحیم♥
【سپرم یا منې】
یوه سپین رنګه سریښناکه ماده ده چي د مقاربت په وخت کې د انزال په صورت کي د نارینه د اندام مخصوصه څخه د ښځې په رحم کې د هګــئ یا Ova سره یوځای کیږي او د اولاد د پیداکیدو سبــب کیږي.
☜ دسپرم د معاینه کولو لاري چارې:
✔ دمنـــي په فزیکې معاینه کي د مني رنګ، مقدار، PH، او بوي اندازه کیږې.
✔ د مني په کیمیاوې معاینه کي د مني فرکتوز،ایستروجن،او 17 کیتوستراید اندازه کیږي.
✔ د مني په مایکروسکوپي معاینه کې د سپـــرم حرکت،جوړښت او مقدار اندازه کیږي.
د سپـــرم د جمــع کولو لپــاره هدایت:
1.مریض باید له 4 --- 7 ورځو ج**ع نه وي کړي.
2. منـــی باید دلاس او یا ج**ع پواسطه په غټ او پاک لوښــي کې واچول شي.
3. باید ژر تر ژره لابراتوار ته ورسول شي.
4. منې باید دکوټي د حرارت په درجه کي له 20---10 دقیقي کیښــودل شي ترڅو یی سریښناکه خاصیت ختــم شي.
د منــي PH القــلي دې »»»» 8 ---7.2
د منــي رنګونه:
سپـــین رنګ: د منــې سپــــین یا Milky رنګ Normal حالــت دي.
زیړ ته مایل: دا د چرک موجودیت ښایې چې دي حالت ته Super Active Infection هم وایي.
سور ته مایل: د وینې د موجودیت یا Prank Heam وجه کیدایشي.
ّ★ دمنـي Viscosity لزوجیت یا سریښناکه حالت :
تازه راوړل شوي منــي سریښناکه وي نو په دي وجه پکې سپرمونه حرکت نشي کولائ نو په تازه منې کې د معاینې کول یوه غلطه طریقه ده.
★ د سپــرم ســر : د اوږد سر لرونکی سپــرم په اسانۍ سره Ova ته داخلیــدلي شي او القاح صورت نیسي ګرد وړوکی او یا هم لوي سر لرونکی سپرم هګۍ ته نشې داخلیدلی نو په دي صورت کې القاح صورت نه نیسې.
★ د سپرم لکۍ : وګورۍ چي د سپرم لکۍ موجوده ده که نه او یا وګورۍ چي د سپرم لکۍ غوسه ده که نه او یا هم وګورۍ چي سپرم د دوو لکیو لرونکی دی که نه د لکۍ نه لرونکي سپرم، د نیمه لکۍ لرونکی سپرم او یا هم د دوو لکیو لرونکی سپرم هګۍ ته نشي داخلیدلی نو په دغه حالت کې القاح صورت نه نیسي.
دسپرم یا منې مربوط ناروغۍ:
Nicrozo Spermia
سپرمونه موجود وي مګر اکثره یې مړه وي.
Aspermia
د کوشش باوجود هم د مني نه افرازیدل.
Oligo Spermia
د سپــرمونو مقدار له 20 میلیونو څخه کم وي.
Poly Spermia
د سپــرمونو مقدار له 350 میلیونو څخه زیات وي.
ددعا په هیله
0787982589
0765202137
15/08/2022
د یوه طبي پیام ژباړه او لنډیز:
"زموږ په خوشحالۍ کې لاندې څلور هورمونونه نقش لري:
1. Endorphins
2. Dopamine
3. Serotonin
4. Oxytocin
اینډاروفین زموږ په بدن کې د ورزش پر مهال ترشحېږي او له ورزش څخه پیدا شوي عضلاتي دردونه ټکوروي. همدارنګه نوموړی هورمون د ټوکو ټکالو د اورېدو پر مهال هم ترشحېږي. نو که غواړئ چې خوښ و اوسئ هره ورځ نیم سات ورزش وکړئ او په ورځ کې یو ځل د کوم مشهور کومیډین یوه نیمه ویډیو وګورئ. دا به ستاسو په بدن کې د اینډاورفین کچه لوړه وساتي او خوښ به یاست.
(اینډاروفین د بدن داخلي او طبیعي درد ضد هورمون دی چې د خارجي مورفین غوندې کار کوي. هغه کسان چې د مورفینو معتاد دي، د ورزش او د ژوند د سټایل په بدلولو کولای شي چې د بدن د اینډارفینو کچه لوړه کړي او پدې توګه د خارجي او مضرو مورفینو، داخلي، طبیعي او بې ضرره بدیل پیدا کړي. ژ)
ډوپامین زموږ په بدن کې هغه مهال ترشحېږي چې موږ په ژوند کې خپلو وړو یا لویو موخو ته ورسېږو. نوې دنده، نوی موټر او نوی کور اخیستل ټول هغه عوامل دي چې د ډوپامین په ترشح کې مرسته کوي او موږ خوشحال ساتي. د کور میرمنې ځکه زیاتره مهال خپه وي چې دوی د خپلو کارونو په مقابل کې له سړیو څخه وړ ډاډ او داد نه ترلاسه کوي. نو که غواړئ چې خوښ و اوسئ د خپلو وړو او لویو موخو د تکمیل لپاره هڅې وکړئ او نورو ته هم د هغوی د کار و زیار په مقابل کې معنوي ډاډ او داد ورکړئ. دا کار به ستاسو د ډوپامین کچه لوړه وساتي او خوشحالي به مو ملګرې کړي.
سیروټونین زموږ په بدن کې هله ترشحېږي چې د بل لپاره کوم کار وکړو. ځینې وخت زموږ هڅې زموږ لپاره هیڅ مادي ګټه نلري خو پوهېږو چې خلکو او ټولنې ته یې خیر رسي. دا بې بدیله هڅې چې صرف د نورو د خیر و رفاه لپاره کېږي، په انساني بدن کې د سیروټونین کچه لوړه ساتي او د یوه پټ وجداني سرور سبب کېږي. نو که خوشحالي غواړئ، صرف د ځان لپاره نه، بلکې د نورو لپاره هم ژوند وکړئ.
او بلاخره:
اوکسي ټوسین په انساني بدن کې هغه وخت زیاتېږي چې انسان له کوم بل انسان سره نږدې شي. خپل ماشوم، خپله کورنۍ او یا کوم دوست په غېږ کې ونېسي او یو بل ته مینه ورکړي. نو که غواړئ چې خوښ و اوسئ له خپلو ماشومانو، کورنۍ او دوستانو سره مینه وکړئ او هغوی په غېږ کې ونېسئ."
یادښت: د مزمنو دردونو او ډیپریشن پرمهال په بدن کې دغه هورمونونه کم وي. د ټولو نارکوټیکو دردضد او ډیپریشن ضد درملو د کار میکانیزم دا دی چې په بدن کې پورته ذکر شوي هورمونونه زیاتوي. خو د بدن فزیولوژیک قانون دا دی چې که موږ د هورمونونو تولید د خارجي منابعو لکه درملو پواسطه زیات کړو، نو داخلي او طبیعي تولید یې درېږي. له بلې خوا د نارکوټیکو او ډیپریشن ضد درملو زیات استعمال ګڼې نورې څنګزنې ستونزې را ولاړوي. نو پدې لحاظ د خوشحاله اوسېدو لپاره د درملو پر ځای ولې طبیعي او ډېرې ساده لارې چارې و نه لټوو؟ داسې لارې چارې چې بیخي اسانې او تر درملو سل چنده زیاتې اغیزناکې دي.
له لویه سره د خوشحالۍ او سرور ټولې چینې زموږ په درون کې دي، موږ ورپسې هسې بهر منډې وهو. د حافظ خبره په سرو زرو لیکل پکار دي چې:
سالها دل طلب جام جم ز ما میکرد
انچه خود داشت ز بیگانه تمنا میکرد
او:
پخپلو زړونو کې یې ولټوئ!
تر څو په یار پسې بهر ته به ځو؟
ژ.
0787982589
0765202137
12/08/2022
♥بسم الله الرحمن الرحیم ♥
【دانتې بیوتیک لومړنۍ کورنۍ】
د انتی بیوټیکو یا د میکروب ضد درملو لومړۍ کورنۍ درمل
په دي ګروپ کې لاندي دواګاني شاملي دي:
Tertracycline Group تيترا سکلين ګروپ
✔Doxycycline ډوکسى سيکلين
✔Oxyteracyclin اوکسى تيتراسکلين
✔Minocycline ماينوسیکلين
✔Demeclocycline (Demethylchlortetracycline)
دیمیکلوسیکلین
1- Doxycycline ډوکسى سکلين
← استعمال ځايونه ( استطباب ) يا Indications :
په زکام،د سڔو په ناروغيو،سينه بغل،د هاضمې لار په ناروغيو،د نرمو انساجو په انتاناتوې،ددسترګو په انتانانو،زخمونو،دانو او د بولې لارو په انتاناتو کې کارول کيږي .
← خــوراک ( دوز ) يا Dosage :
د 200mg په لومړي ورځ او وروسته 100mg په ورځ کې،ماشومانو ته 4mg د بدن په هر کيلو وزن باندي ورکول کیږي .
← نــــه کارونـــه ( مضاد استطباب ) يا Contraindications :
د حمل
په وروستيو 4-5 مياشتو اود شيدو ورکولو په مهال او هغه ماشومان چې عمر يي له 8 اتو کلونو څخه کم وي دا درمل دې هيڅکله هم نه کارول کيږي .
←جانبې عوارض ( بدې اغيزي ) يا side effects:
زړه بدوالى،استفراق،اسهال،سردرد، Dysphagis يا د غذا په تيرولو کې مشکل،د غاښونو د رنګ بدلون،الرژيک تاثيرات او که دشپږ میاشتو څخه زیات استعمال شې نو دمقعد زخم منځته راوړي .
←احتياط :
دځيګر د ناروغيو په مهال دي په احتياط سره وکارول شې .
2- Oxyteracycline اوکسى تيتراسکلين
← استعمال ځايونه ( استطباب ) يا Indications :
دا درمل د ډيرو بکتريايې انتاناتو په درملنه کې کارول کيږي،همدارنګه د Acne اکنى سپايروچيټ،کلاسټريډيم،سینه بغل،پیچش او نورو میکروبونو لپاره کارول کيږي.
← خوراک ( دوز ) يا Dosage :
د 250- 500 mg دي په ورځ څلور ځلې وکارول شې.ماشومانو ته دي 25- 50 mg د بدن په هر کيلو وزن باندي په کسري دوزونو باندي ورکړل شې.
ددى درمل نه کارونه او جانبې عوارض د ډوکسى سکلين په څير دي.
3- Minocycline ماينوسيکلين
←استعمال ځايونه :
دتنفسې سيستم په ناروغيو،د بولې لارو په انتاناتو،د پوستکې او نرمو انساجو په انتاناتو،د پوزي،غوږ او ستونې په انتاناتو کې د انتان يا مکروب دلمنځه وړلو لپاره کارول کيږي.
← خوراک ( دوز ) :
د 100 mg په ورځ کې دوه ځلې، ماشومانو ته دي دا درمل نه توصيه کيږي ددى درمل نوري ځانګړتياوى د Doxycycline په څير دي .
4-Demeclocycline (Demethylchlortetracycline)
دیمیکلوسیکلین
← استعمال ځایونه:
ځوانې دانېAcne ،بکتریایې ناروغۍ،تنفسې سیستم انتانات،تناسلې لارو انتانات،دمعدي او کولمو انتانات ،سینه بغل او دنرمو انساجو انتانات...
← خوراک:
8.5-12.8 mg په هر کیلو وزن د بدن دري وخته استعمالیږي، او ماشومانو ته نه ورکول کیږي.
← ځانګړى پاملرنه :
د Tetracycline group درمل دى له اتو کالو ( 8y ) کم عمره ماشومانو ته نه توصيه کيږي ځکه ددي درمل په کارونې سره د ماشوم غاښونو له منځه ځي کوم چي بيا درملنه نلري.
ددعا په هیله
داکتر محمدی

Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the business
Telephone
Website
Address
Main Dar Ul Aman Road Street Guzargah
Kabul
020