TRADE WAR
تازه خبر:
د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیته د چهارشنبې په ورځ د اوکراین هغه هیله چې د ۲۰۱۴ راهیسې ټولې هغه سیمې چې روسیې نیولې دي، بېرته ترلاسه کړي، "یو غیر واقعي هدف" بللی دی، او ژمنه یې کړې ده چې د ټرمپ اداره به د دې دوو هیوادونو تر منځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې خبرې پیل کړي، په داسې حال کې چې دې خبرو ته به عملي بڼه ورکړل شي.
هیګسیته همدارنګه زیاته کړه: چې د دې خیالي هدف ترلاسه کول یوازې جګړه اوږده ولی شي, او نور دردونه او کړاونه رامنځته کولای شي." هیګسیته زیاته کړه چې د سولې هر تړون باید "قوي امنیتي تضمینونه له ځانه سره ولري"، لکه د روسي او اوکرایني ځواکونو ترمنځ د سرحدو نړیوال نظارت، او اوکراین ته د ناتو غړیتوب نه ورکول ولري, او نور څه به دا وي چې د نورو هیوادونو څخه غوښتنه وکړي چې په هر راتلونکي شخړه کې به د اوکراینۍ خاورې څخه دفاع کوي.
13/02/2025
په راپورونو کې راغلي.
د روسیې ولسمشر پوتین او ټرمپ پر تلیفون خبري کړي او د اوکراین د لانجې د حل کولو پر سر سره جوړ جاړی ته رسیدلي.
09/02/2025
تازه خبر:
د فایننشل ټایمز د راپور په خواله, چین د امریکا پر وړاندې د ځوابي محصولاتو لګولو حکم کړی دی، چې شاوخوا ۱۴ میلیارد ډالر ارزښت لرونکي توکي متاثر شوي دي او د دې امیدونه اوس له منځه تللي چې ګواکی د نړۍ د دوو لویو اقتصادونو تر منځ د سوداګریزې جګړې مخنیوی به وشي.
مالیې مارکیټونو په ابتدا کې هیله مندي درلوده چې ټرمپ به د چین سره هم هغه پالیسۍ تعقیب کړي چې د کاناډا او میکسیکو سره یې تعقیب کړې وه کوم چې د هغوی پر وړاندې یې هم محصولات اعلان کړي و، خو وروسته یې د وروستیو لحظو خبرو وروسته یوه میاشت وځنډول"
Click here to claim your Sponsored Listing.
Telephone
Website
Address
Kabul