AMIN MAYAR
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
اختر مو مبارک شه😍☺️🤩!
طاعات او عبادات مو پروردګار په خپل دربار کې قبول او منظور کړه.
الله پاک دې دا اختر په ګران هېواد افغانستان کې د سولې، ارامۍ، پرمختیا او اقتصادي ودې سبب وګرځوي او تور مخی یرغلګر دې پروردګار تباه او برباد کړي.
آمین🤲🏻
*امین الله مایار*
اختر مو مبارک
29/12/2018
په افغاني سوداګریزو توکو بار لارۍ وروسته له څو ورځو اوږده مزله نن دلاجوردو له لارې خپل اصلی مقصد ترکې هیواد ته ورسېدې!
د خپلواک افغانستان په هیله.
په اسلام کې ناروا بيعې
په اسلامي شريعت کې مختلفې بيعې دي چې ناروا دي او علماوو فاسدی، باطلې او مفسوخې ګڼلي دي چې ځينې يې دادي:
١- دنجش بیعه:
لکه يو نفر ددکاندار سره په اتفاق دنورو په مخکې د يو شي نرخ پورته کړي خو اخلي يې نه لکه ووايي دا در څخه زه په دومره اخلم، ددې لپاره چې اخيستونکی يې په جيګ نرخ واخلي.
دابن عمر رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د نجش بيعې څخه يې نهيه کړې. رواه البخاري (٦٩٦٣) ومسلم (١٥١٦).
٢- دهغه مال خرڅول چې دسړي لاس ته نه وي رسيدلی:
لکه ته يو مال له يو نفر څخه واخلې بيا مخکې له دې چې ستا لاس ته راشي ته يې په بل چا خرڅ کړې، دابن عمر رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: چا چې خوراکي توکی واخيسته ترهغه دې نه خرڅوي ترڅو يې چې لاس ته نه وي راغلی. ابن عباس رضي الله عنه فرمايي: فکر کوم چې هر شی دخوراکي توکي په شان دی. رواه البخاري(٢١٣٦) ومسلم(١٥٢٥).
همدارنګه په يو بل حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: هغه څه مه خرڅوه چې له تا سره فی الحال موجود نه وي. رواه ابن ماجة (٢١٨٧).
٣- دعينه بيعه:
مثلا ته يو شی په چا باندې په سل روپۍ خرڅ کړې چې يوه مياشت وروسته به پيسې درکوي، بيا يې ترې په اتيا روپې واخلې، او روپۍ هم في الحال ورکړې، خو چې کله يوه مياشت وروسته قرض درخلاصوي نو سل روپۍ به پوره درکوي.
دغه بيعه دسود ته رسيدلو لپاره يوه حيله ده، او رسول الله صلی الله عليه وسلم دمسلمانانو د ذلالت يو سبب ګڼلی دی. (مسند أحمد ٢/٢٨ وأبوداود (٣٤٦٢)).
٤- دمسلمان بيعه دخپل ورور په بيعه:
لکه يو نفر يو شی په شل روپۍ اخيستی وي، بل دکاندار ورته ووايي چې داشی يا له دې څخه ښه شی زه درته په لس روپۍ درکوم. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: ځيني له تاسو دې دنورو په بيعه باندې بيعه نه کوي. رواه البخاري (٢١٦٥) ومسلم (١٤١٢).
همدارنګه دبل ورور په رانيولو باندې هم رانيول منعه دي، مثلا يو نفر ددوکاندار سره په يو نرخ اتفاق وکړي او ته يې په منځ کې ورودانګې چې له دې څخه يې زه در نه په جيګ نرخ اخلم.
٥- غرر بيعه:
لکه ته يو مجهول شی په بل چا خرڅوې او يا داسې شی چې تسليميدل يې ستا په وس کې نه وي، لکه په اوبو کې ماهيان، په هوا کې مارغان، يا د څاروي په ګيډه کې بچی, يا دمحصولاتو خرڅول مخکې له رسيدلو، يا يو شی ورک وي قيمت يې سل روپۍ وي، يو نفر ورته ووايي چې که ما پيدا کړ په پنځوس روپۍ يې در څخه اخلم، دې ته مخاطره بيعه هم وايي. په يو حديث کې راځي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم دغرر له بيعې څخه نهيه کړې. رواه مسلم (١٥١٣).
کنټرل پلس سی
05/06/2018
راځي له لمریزی انرژی ګټه پورته کړو.
امین مایار تجارتی شرکت اوس ګران هیواد ته په لوړ کیفیت سولر، بیټری، ابازک، چتی او زمینی پکی، مؤلد، ګروپ ، لین او د سولرو اړونده توکی په لوړ کیفیت واردوی.
د اړیکو شمیری:
0780 114 115
0797 20 21 22
077 176 9000
26/05/2018
د مړه برق خراب ماهیان مو د ترمیمیدو امکان لری.
DC Submersibles Spare parts available at wholesale price now at Amin Mayar Trading Co,Ltd
16/05/2018
دوه اعشاریه دوه انویت کولای شی د دولس سولرو په واسطه د ژوندی برق د سبمرسیبل په وسیله د ځمکی له تل{د د دیرش څخه نیولی تر یو سل او دیرش مترو}څخه اوبه راوخیژوی.
2,2KW invt available at wholesale price in Amin Mayar Trading Company.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the business
Website
Address
Khoshal Khan Mina
Kabul
Opening Hours
| Monday | 07:30 - 18:00 |
| Tuesday | 07:30 - 18:00 |
| Wednesday | 07:30 - 18:00 |
| Thursday | 07:30 - 18:00 |
| Saturday | 07:30 - 18:00 |
| Sunday | 08:00 - 18:00 |