Eng Zain
16/06/2023
جنازې ته يې ۷۰ زره ملائکو راغلې وې پۀ مرګ يې عرش وښوزېده.
سعد بن معاذ په ۳۰ کلنۍ کي مسلمان شو او په ۳۶ کلنۍ کي وفات شو.
يوازي ۶ کاله يې په اسلام کې ژوند وکړ هر کله چې وفات شو د هغه په مرګ سره د الله تعالی عرش وښورېده
د سعد بې مغاذ جنازه ۷۰ زره ملائکو بدرګه کړه هر کله یی چې قبر ورته وکینده له قبر څخه يې د مشکو بوی راپورته شو"
هر کله چې سعد بن مغاذ وفات شو جبرئیل عليه السلام راغی او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې وويل:
دا نېک بنده څوک وفات شوی دی؟ چې د اسمان دروازې ورته پرانستل شوې، عرش ولړزېده!
نو رسول الله صلی الله عليه وسلم راووت، کله چي خبر شو چې هغه سَعد رضی اللہ عنہ دی نو ويې فرمايل: درځۍ ورشو
جابر رضی اللہ عنہ کيسه کوي:
رسول الله مبارک او موږ په دومره بېړه ورغلو چې څپلۍ مو وشکېدلې، څادرونه رانه ولوېدل'
راسول الله وفرمايل:
زه وېرېږم چې ملائک تر موږ وړاندې هغه ته غسل ورنکړي لکه حنظله ته.
هغه و چي کور ته يې ورسېدو، سعد وفات شوی و، ملګرو يې غسل ورکاوه او مور يې ورته ژړل'
رسول الله وفرمايل: «كل باكية تكذب إلا أم سعد».
هره ژړېدونکې دروغ وايي پرته د سعد له مور څخه.
بيا يې قبر ته ورپورته کړ او هلته يې کېښود، دغه مهال رسول الله تکبير ووايه او نورو صحابؤو هم تکبير ووايه تر دې چې د تکبير له غږه د بقيع مَقبره و ښورېده، او رسول الله وفرمايل:
پر ملګري مو قبر راتنګ شو او يو ځل يې ونيو، که چا هم د قبر له تنګۍ نجات موندلای نو سعد به موندلی وای.
بيا الله تعالی خلاصون ورکړ.
کله چې د سعد له جنازې راوګرځېدو د رسول الله اوښکي راتوی شوې تر دې چې ږيره مبارکه يې لمده شوه او داسي يې وفرمايل:
دغه نېک بنده چي عرش ورته وښورېده ، د اسمان دروازې ورته پرانستل شوې، ۷۰ زره ملائک ورته حاضري شوې، چې مخکي له دې ځمکي ته نه وې راکښته شوي، خو بيا هم ځمکي ونيو او بيا الله تعالی نجات ورکړ.
یا الله ۔ج۔ مونږ ته هم دسعد ۔رض۔ په شان مرګ نصیب کړې
کاپي
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the business
Telephone
Website
Address
Kabul