RK Cricket Academy
10/06/2026
راشد خان C لوبډلې MMKCC Atalan لوبډلې ته ماتې ورکړه !
د کابل کلب لیول سیالیو په دوام د راشد خان C او MMKCC Atalan لوبډلو ترمنځ ترسره شوه ، په یاده لوبه کې لومړی توپ وهنه راشد خان C لوبډلې ترسره کړه چې په ۵۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو ۲۵۰ منډې ترسره کړې. د راشد خان C لوبډلې لپاره الف خان ۱۳۶ او ابراهیم ۶۲ تر نورو زیاتې منډې ترسره کړې.
په ځواب کې د MMKCC Atalan ټول لوبغاړي وروسته له ۱۷۶ منډو جوړولو څخه وروسته وسوځېدل ، دراشد خان اکاډمي لپاره په توپ اچونه کې ګلا خان تره خیل ۴ لوبغاړي او نصیب شینواري ۳، لوبغاړي وسوځول ، چې په پایله کې لوبه دراشد خان C لوبډلې په بریا پای ته ورسېده .
31/05/2026
خبرتیا!
د راشد خان کرېکټ اکاډمۍ ټولو لوبغاړو ته خبر ورکول کېږي چې د لوی اختر د رخصتۍ موده پای ته رسېدلې.
او سبا د دوشنبې په ورځ تمرینات په عادي ډول سره پیل کیږي.
له ټولو لوبغاړو هیله کیږي چې په خپل وخت سره اکاډمي ته راشي او تمرینات په منظم ډول ترسره کړي.
راشد خان کرېکټ اکاډمي د استعدادونو کور!
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the business
Website
Address
پل چرخی عمومی سړک ارزان پل تر څنګ احمدشاه بابا مینه
Kabul