Taj Mahal Civil Engineering center

Taj Mahal Civil Engineering center

Share

21/11/2024

👷 ساختماني پروژو ته قیمت ورکول

په انجنیرۍ کې یوه له اساسي او مهمو مسئلو څخه پروژې ته قیمت ورکول دي.

چې باید په ډیر دقت او فکر سره ترسره شي، ځکه د غلط قیمت ورکولو په صورت کې به شرکت له ډیرو مالي ستونزو سره مخ شي. د پروژې قیمت باید نه ډیر ټیټ وټاکل شي او نه هم ډیر لوړ.

کله چې ساختماني شرکتونه د یوې پروژې په داوطلبۍ کې اشتراک کوي نو د پروژې قیمت باید په داسې ډول وټاکي چې له یو خوا د قرارداد د ګټلو چانس ولري او له بلې خوا په ټاکل شوي قیمت د پروژې ترسره کول او پکې ګټه کول ممکن وي.

د ساختماني پروژو د قیمت ټاکل (برآورد) ډیره عادي مسئله نده بلکه یوه پیچلې پروسه ده چې ډیرو تغیریدونکو عواملو سره اړیکه لري.

دا مهارت دومره په اسانۍ هم لاسته نه راځي. کافی مطالعې، ټریننګ او تجربې ته ضرورت دی تر څو وکولای شئ د یوې پروژې قیمت په درست ډول وټاکئ.

مختلف عوامل شته چې د پروژې په قیمت باندې د پام وړ تاثیر لرلای شي.

چې برآورد کوونکی باید په دې ټولو پوه اوسي او مخکې د قیمت د نهایی کولو څخه د پروژې په قیمت باندې د دغو عواملو تاثیرات وارزوي.

هغه عوامل چې د پروژې په قیمت باندې تاثیر لرلای شي ځنې یې په لاندې ډول دي:

1- د مشابه پروژو قیمت
2- د موادو نرخونه
3- د معاشاتو نرخونه
4- د ساحې شرایط
5- انفلاسیون
6- د داوطلبۍ وخت
7- د پروژې مهال ویش (سکیجول)
8- د پروژې د مشخصاتو او پلانونو کیفییت
9- وړتیا او تجربه
10- د پروژې اندازه او ترکیب
11- د کاری ساحې موقعیت
12- احتمالي پیښې
13- ضمیمه کارونه

1. د مشابه پروژو قیمت:
د یوې پروژې د قیمت د ټاکلو لپاره تر ټولو ښه مرجع مشابه پروژې دي. د یوې مشابه پروژې نهایی اقلام (موارد) او د هغوی د مصارفو اندازه کولای شی د یوې پروژې د نرخ په ټاکلو کې مرسته وکړي.

2. د موادو نرخونه:
د موادو د اخیستلو ، انتقال او تهیه کولو مصارف د پروژې د مجموعی قیمت په ټاکلو کې یو ډیر مهم فکتور دی. چې د موادو نرخونه باید د برآورد د شروع کولو څخه مخکې معلوم وي.

3. د معاشونو نرخونه
معاشونه یو بل مهم فکتور دی چی د ساختمانی پروژو په قیمت تاثیر لري. د پروژې په موقعیت (شاوخوا سیمه) کې د کاریګرو د اجورې مروجه اندازه (Labor Cost) باید د برآورد د پیلولو څخه مخکې معلوم وي.

4. د ساحې شرایط
د هغې ساحې شرایط چې پروژه پکې موقعیت لري د پروژې د قیمت په ټاکلو کې مهم رول لري. هغه ساحوي شرایط چې کولای شي د پروژې قیمت لوړ کړي عبارت دي له: ضعیفه خاوره، نم لرونکی (لنده بل) ځمکه، ملوث مواد، سخت تجهیزات (د ځمکې لاندې د پایپونو او کیبلونو خښول، هوايي لینونه تیرول ...)، د چاپیریال له نظره حساسیت لرونکې ساحه، د ځمکی لاندې اوبه، د سیند سره تقاطع، درانده ترافیک، د ځمکې لاندې د ذخیرو ټانکرونه، هغه ساحې چې لرغوني اثار پکې وي، ... او داسې نور شرایط. چې پروژې ته د قیمت ورکولو وخت کې باید دا ډول شرایط حتما په نظر کې ونیول شي.

5. انفلاسیون:
د انفلاسیون موجودیت د تل لپاره یو لامل دی چی کیدی شي په زیاته اندازه د تغیر وړ (متحول) وي. نو په همدې خاطر باید پروژې ته د قیمت ورکولو په وخت کې دا فکتور په پام کې ونیول شي، تر څو له احتمالی تاوان څخه وژغورل شو.

6. د داوطلبی وخت:
د افرګشایی وخت کولای شی د ټیټ نرخ په لاسته راوړلو کی د پام وړ تاثیر ولري. ځکه موسمی تغیرات د ساختمانی کارونو په قیمتونو کې مهم رول لري . مثلا د عین کار اجرا کول کیدی شي په اوړي کې په یو قیمت او پله ژمی کې په بل قیمت تمام شي.

7. د پروژې مهال ویش یا Schedule
د پروژې مهال ویش په یقینی توګه د پروژې په قیمت باندې تاثیر لري. که چیرې اړتیا وي چې پروژه په ډیر کم وخت کې خلاصه شي نو عموما قیمت لوړیږي، په ځانګړي ډول کله چې په یو محدود وخت کې د پروژې د خلاصولو په صورت کې د پروژې د ناکامۍ خطر هم موجود وي.

همدارنګه، که چیرې د قرارداد د لاسلیک وخت معلوم وي او د کار د شروع نیټه نامعلومه وي، نو قراردادي د موادو په قیمت کې له انفلاسیون څخه ویره لري او کیدای شي نورې داسې پروژې ولري چې قراردادي ته به لومړیتوب لري.

نو ځکه، پداسې وخت کې زیاتره دواطلبان خپل قیمت لوړوي تر څو له دغسې حالاتو سره مخ نشي. په هر صورت ، که چیرې د قرارداد د لاسلیک او د کار د شروع ترمنځ فاصله له شپیتو ورځو(دوه میاشتو) زیاته وي نو زیات احتمال دی چې داوطلبان خپل قیمتونه لوړ کړي.

8. د پلانونو او مشخصاتو کیفیت
د پلانونو او د پروژې د مشخصاتو د جوړولو په وخت باید له ډیر دقت څخه کار واخیستل شي. دا ډیره زیاته مهمه ده چې د ډیزاین هر جز باید مکمل تشریح او په درست ډول تطبیق شي.

هره ګونګه (مبهمه) کلمه او یا ناسم جوړ شوی پلان نه یواځې دا چې ګډوډی رامنځ ته کوي بلکه د قراردادي په ذهن کې شک پیداکوي چې نتیجه یې عموما د قیمت لوړوالی دی.

9. وړتیا او تجربه
کوم ساختماني شرکتونه چې په داوطلبۍ کې اشتراک کوي، که چیرې له یو ماهر انجنیر او یا فرعی قراردادي (سب کنټرکټور) سره چې ښه سابقه او مسلکي شهرت ولري رابطه ولري او د قیمت په ټاکلو کې له هغوي سره مشوره وشي نو په نتیجه کې به د پروژې قیمت ډیر معقول وي.

که چیرې کوم قراردادي له مشخصو انجنیرانو او یا فرعی قراردادیانو سره په کار کولو کې مطمئن او راحت وي، نو ښه ده چې د کار مسؤلیت همغوی ته وسپارل شي. پدې ډول به د پروژې قیمت ډیر مناسب او د ګټلو چانس یې زیات وی.

10. د پروژې ترکیب او اندازه
د پروژې سایز او ترکیب (ساده والی او مغلق والی) مونږ ته راښيی چې محلی شرکتونه د دې پروژې د تطبیق توانایي لري او کنه.

د قیمت ورکولو په وخت کې باید د پروژې مشخصات ډیر دقیق مطالعه او ځان پرې سل سلنه پوه کړل شي. داسې نشي چې یو مغلقې او سختې پروژې ته د ساده پروژې په نظر وګورو او ټیټ نرخ ورته ورکړو او بیا پدې نه توانیږو چې په ټاکلې بودیجې سره یی خلاصه کړو.

11. د کاري ساحې موقعیت
د کاري ساحې موقعیت د پروژې د قیمت په ټاکلو کې ډیر مهم جز دی.

په کلیوالي مناطقو کې عموما کم شمیر فنی کاریګر او ساختماني مواد موجود وي او د موادو انتقال ورته ډیر مصرف غواړي.

نو ځکه، د براورد په وخت کې باید د کار ساحې ته د کاریګرانو د انتقال مصارف هم په نظر کې ونیول شي.

12. احتمالي پيښې
غیر متوقعه پیښې لکه د امنیت خرابیدل، ساختماني موادو کمبود، د موادو قیمت لوړیدل، انفلاسیون او داسیې نورې د پروژې په نرخ باندې ډیر تاثیر کوي. د دغو احتمالي پيښو د تاوان د مخنیوی په خاطر باید د ټول قیمت یو ټاکلې فیصدي د پروژې له قیمت سره جمع شي تر څو د دغسې پيښو د پيښیدو په صورت کې له تاوان څخه ژغورل شوي اوسو او یا مو تاوان اقل حد ته رارسولی وی.

13. ضمیمه کارونه:
کله کله داسې پیښیږي چې ځنې پروژې ځانګړي کار(لکه تحقیق یا نورو) ته ضرورت لري چې په معمول ډول په نورو پروژو کې نه وي. نو د قیمت ټاکل په وخت کې باید دغسې مسایلو ته متوجه اوسو تر څو له راتلونکی سردرد نه خلاص اوسو.

پورته مو ځنې هغه عوامل بیان کړل چې ساختماني پروژو ته د قیمت ورکولو په وخت کې باید په نظر کې ونیول شي. ځنی نور ځانګړی عوامل هم شته خصوصا په افغانستان کې چې پروژې ته د قیمت ورکولو وخت کې باید په نظر کې حتما په نظر کې ونیول شوی کنه نو تاوان مو حتمی دی.

Photos from Taj Mahal Civil Engineering center's post 20/01/2021

د ساختماني ډیزاین پروسې او میتودونه .Structural Design Process and Methods .
ساختماني ډيزاین څه شی دی؟ what is structural Design .
ساختماني ډيزاین د یو ساختمان یا ودانیز جوړښت د میخانیک د مطالعه کولو ساینس دی .د ساختمان د سکلیټ ډیزاینولو سره د ساختمان حقیقي محکمیت په ډاګه کیږي .ِ که یو ساختمان له بهره ډیر ښه ښکاري خو بیا هم چې دننه کمروزی ډیزاین شوی وي ډير زر له کاره لویږي او چپه کیږي .یو ساختمان باید داسې ډیزاین شي چې د بارونو واردیدو ترټولو ناوړه ترکیب پروړاندې هم ودریږي او چپه نه شي .
د ساختماني ډيزاین لپاره معمولا دوه ډوله میتودونه دي چې ساده ډیزاین او سخت ډیزاین .
1. ساده ډیزاین .Simple Design
ساده ډیزاین میتود د الاستیکي نظرې پراساس مخ ته ځي ،په دې میتود کې هغه ساختمانونه ډيزاین کېږي چې د عناصرو ترمنځ داسې انجامي نښلونې(connections) لري کوم چې د مومنټ مانع(restrain) نه ګرځي.دساده ډیزاین پرمهال لاندې فرضي نیول کیږي .
a) ټولې پایې د عمودي بارونو په ګډون وارده بارونه په خنثی محور مقاومت کوي .
b) ټول بیمونه ساده اتکایی دي .
c) عمومي ساختماني جانبی بارونه لکه د باد بار د شیر وال ،هستوي دیوال (core wall)او تړولو(bracing) سره مقاومت کوي.

2. سخت ډيزاین.Rigid Design
په دې ډیزاین کې هغه ساختمانونه ډیزاین کیږي چې فکس نښلونې(fix connections) لري .فکس اتکاګانې کولی شي عمودي ،افقي او مومنټ قوو پروړاندې مقاومت وکړي.
د ابتدايي ډیزاین(preliminary Design) پرمهال باید په لاندې فکتورونو باندې تمرکز وشي.
a) د بارونو ډولونه او بارونو لارې.
b) د جانبی ثبات سیستم ( تړل ،هستوي دیوال ،شیر وال )
c) د انتقال لپاره ساختمان ضرورت .
d) له چت نه ترچته خالصه فاصله .
ددې لپاره چې د یوساختمان ارتجاعیت(flexibility) زیات شي یعني چې د ناڅاپه ټکان پروړاندې له ځانه نرمښت وښايي او هم یی ارزښت او کاردګۍ زیاته شي لاندې کارونه باید په پام کې ونیول شي.
a) د ساختمان بیمونو پیړوالی کم ونیول شي.
b) دپوړ اوچتوالی زیات ونیول شي.
c) د پایو ترمنځ د سلبونو وایه زیاته ونیول شي.
d) ساختماني دیوالونه له منځه یوړل شي ،ځکه که په راتلونکي کې په ساختمان کې بدلون راوستل په پام کې وي بیا د هغو لرې کول ستونزمن وي .
د تشریحي ډيزاین(detailed design) پرمهال په لاندې فکتورونو باندې تمرکز وشي.
a) خدماتي وړتیا(serviceability) ،ټکانونه (Vibration)،د غږ نه تیریدل(acoustic) او کړوپیدل کوم چې ودانۍ ګټه اخستونکي ته نا ارامه کونکي دي.
b) د اور او زنګ نیونې پروړاندې د ساختماني عناصرو خوندیتوب .
c) د ساختمان لګښت ( د ساختمان د کارولو پروخت او د ساختمان د پرمختیا پروخت ).
d) د خدماتي کارونو او میخانیکي سامانونو سره همغږي (په دیوال ،بیمونو او سلبونو کې پایپونه تیرول).
e) په ګاونډ ودانۍ باندې اغیز او ددوه برخو جلاکولو لپاره جینټ ورکول .
f) د ساختمان جوړولو پرمهال پیداکیدونکې ستونزې.
g) د تودوخې درجې بدلون او انقباض اغیز کوم چې په ساختماني عناصرو کې د انبساط(expansion) او راټولیدو (contraction)لامل ګرځي .
h) د ساختماني عناصرو ظاهري ښکلا اغیز.
i) تهداب او غیرمنظم نشست .
j) په مناسب اندازه سیخانو ورکولو سره د درزونو کنترول .
عامه پاملرنه .Common Consideration
A. کله چې ددوه پایو ترمنځ فاصله د پایو فضا لپاره زیاتیږي ،نو ضرورت دی چې د چت د سیسم پیړوالی زیات شي ،په دې سره د چت لګښت هم زیاتیږي .نو ددې مسلې حل په لاندې ډول کیږي .

• د خدماتو کارونه او پایپونه په سلبونو ،بیمونو او دیوالونو کې مدغم شي.

• خدماتي کارونه او پایپونه د بیمونو د وایو په وسط او یا د وسط سره نژدي ځای په ځای شي څو د زیاتی عرضي قوي ساحه کې رانه شي.

B. کله چې د چت اوچتوالی د خدماتي کارونو او پایپونو د ضرورت لپاره زیاتیږي ،د ټولې ودانۍ اوچتوالی ور سره زیاتیږي.نو ددې مسلې حل په لاندې ډول دی .
• غټ او پیړ هستوي دیوال په کې شامل کړۍ.
• ډیرې پایې په احاطوي برخه کې ډيزاین کړۍ.
• که دودانۍ لوړوالی ډیر زیات وي د باد ازمایښت ترسره شي.د باد فکتور قیمتونه په کوډونو کې ډیر کاریږي .
• د پایو او بیمونو یو شمیر برخې راوباسۍ ،دا کولی شي ساختمان ته محکمیت ورکړي.
• د یو ډیزاین کونکي لپاره دا ډيره اغیزمنه ده چې د بیلابیلو موقیعتونو لپآره بیلابیل ډول ودانۍ مشخصي کړي ،او دا به د ساختمان د پلان جوړولو لپاره ډیر اغیزمن ثابت شي
کاپی

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address


Kabul