Sahil Pashtun
10/09/2025
ښوونځي خلاص کړئ او مډرسې وتړئ
04/08/2025
د بلوچستان کیچ په تیګران سیمه کې د پاکستان د اشغالګر پوځ یو اکمالاتي موټر د بلوچ ازادي غوښتونکو لخوا په نښه شوی.
بلوچ وسله والو هغه لارۍ ته اور واچاوه چې پاکستاني اشغالګرو ځواکونو ته یې اکمالات وړل.
پرون هم د کیچ ولسوالۍ د جبشان سیمې په زموران سیمه کې د پاکستاني ځواکونو پرسونل په نښه شوی وو کله چې دوی یوې پوستې ته اوبه وړلې.
29/07/2025
زما وطن ته چې د ترهګرۍ د خپرولو او زما د وژلو لپاره راځې نو زه بیا درته په غاړه کې امېلونه نه اچوم دا زما د وطن قانون دی چې د ټوپک سره راغلې دښمن بیا په تابوت کې پټ ورلیږم.
د وزیرستان ښکلا او دا شایسته او شنه غرونه یوازې د پښتنو او نړیوالو توریستانو «ګرځندویانو» د چکر لپاره دي نه د لاهور د اشغالګرو فوجیانو د قدم وهلو لپاره…..
تیره ورځ کېپټن فاروق د پنجاب د تله ګنګ ولسوالۍ د اکوال د سیمې اوسیدونکی وزیرستان ته د پښتنو د وژلو، بې کوره کولو، د پښتنو ماشومانو یتیم کولو، د پښتون وطن د معدنیاتو د چور کولو او د پښتنو د سیمو اشغالولو لپاره وزیرستان ته راغلې وو چې د خپل عمل په سزا ورسید.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Kabul