Afghan Bookstores
03/02/2022
د جګړې پر ناښځینه څېره یوه بله تبصره!
ما د پولیسي، استخباراتي، جاسوسي او جنایي ناولونو تر لوستو وروسته کله هم دومره بوږنونکي احساس نه دی کړی لکه د دغې کتاب پر لوستو چې یې کوم. د کتاب هر مخ مې لسګونه وارې پر پینسل کرښې کرښې کړی او د جګړې پر هر کښل شوي تصویر مې فکر کړی او یو بدرنګ تصویر مې ترې ذهن کې ثبت شوی.
تاسو به فکر کوئ زه ولې پر دې کتاب بیا بیا لیکل کوم. د دې دوه وجې دې یوه یې د لیکوالې د لیک او جګړیزې انځورګرۍ کمال دی او دویم یې د ژباړن د بې کچې ډیر زیار دی چې ما لیکلو ته اړ باسي. یو څه چې ما د دې کتاب په لوستو کې تر دې دمه پیدا کړل هغه دا دي چې د حاکم دولت د فشار په نتیجه کې یوه اندازه سانسور شوی او ځینې برخې یې د سپین ګویۍ په ادبي پوخ کې پوښلي. مطلب دا چې ما تراوسه د جګړې په اړه دومره بدرنګ تصویر نه لوستی او نه به یې ولولم.
د همدې کتاب د ۳۴ مخه نیولې تر څلویښتم مخه د جګړې هغه وحشي برخه پر تورو لړل شوې چې لوسته یې د غره په شان کلک زړه غواړي. اووووف دا څومره دردونکې ده چې د جګړې شددت دې یوه مور دې ته اړ کړي چې تا په غیږ کې ور واخلي او د اوبو ډنډ ته دې په دې خاطر ور واچوي چې، په دې سورو لمبو کې تاته مړۍ له کومه کړم او اخیر یې مور ځان د یوې ونې په منډ را وځړوه او خپل ژوند ته د پاې ټکی ږدي. دغه دردونکې سانحې ماته د هلمند ولایت مربوط د ناوې ولسوالۍ هغه د سقوط د ورځې سفر را په زړه کوي چې مړ هم شم ولا کې مې هغه مزل، ستړیا، لوږه او د جګړې د اور لمبې هېرې شي.
د جګړې ناښځینه څېره؛ هغه کتاب چې د جګړې نه د خوا تورۍ او زړه تورۍ مستنده انځورګري پکې شوې. که د همدې کتاب نه په الهام یو څوک د افغانستان د تیر شل کلن جنګ د دواړو خواوو هغه که د افغان حکومت عساکر وو او که د مخالف لوري جنګیالي وپوښتي زه پر دې ډاډ یم چې د جګړې یو داسې بوږنوونکی تصویر به وکښي چې د نړۍ خلک به ورته وازه خوله پاتې شي او د جګړې دواړه لوري جنګیالي به پر خپلو کړو پښیماني ښکاره او د خپلو مشرانو پر مخ به ور توف کړي.
زه د خپلې ټولنې د یو عادي انسان په توګه د جګړې ډیرې بدې خاطرې لرم. یو وخت د مطبوعاتو برخې د همکار او انډیوال په حیث د خبریالانو ملګرو سره د خبري پوښښ د پاره د جنګ لومړۍ کرښې ته لاړم. دغه ورځ زما د ژوند تر ټولو چټي او خونړۍ ورځ ده. نوره کیسه رانه نه لیکل کیږي خو یو ګلالی ملګری او خبریال مو لکه
03/02/2022
د جګړې نا ښځينه څېره
لنډ تأثر
سربېره پر دې چې د کتابونو د چاپ لړۍ د ډېر شمېر ستونزو سره مخ ده، خو له ښۀ مرغه سروش خپرندويه ټولنه د تل په څېر ګرانو کتاب لوستو هيوادوالو ته نوي نوي آثار خپروي، د تازه چاپ شويو کتابونو لړۍ کې یې يو هم «د جګړې نا ښځينه څېره» ده، ياد کتاب د نوبل جایزې ګټونکې سويتلانا اليکسويچ ليکلی او پښتو ژبې ته جبار فراز ژباړلی دی، د کتاب لومړی پاڼې مې چې ولوستې له ځانه سره یې تر آخره په تلوسه کې وساتلم: دا کتاب د هغو روسي ښځو يادونه دي چې په دويمه نړېواله جګړه کې یې ونډه اخيستې ده، هره راوړل شوې پېښه د انساني ژوند د يوۀ حساس وخت يوه نۀ هېرېدونکې پېښه ده، د ياد اثر له لوستلو وروسته به مو د جګړې په باب هغسې سوچ نه کوي، کوم چې مو مخکې لاره.
موږ همېشه د جګړې په هغۀ أړخ خبرې کوو، چې په باتورۍ او شجاعت را څرخي، خو د هغې پايلې، انجام او عاقبت ته مو پام نه وي، هغه چې بدبختي، لوږه، وژنې او وحشت رامنځته کوي.
د دويمې نړيوالې جګړې په جريان کې د روسي ځواکونو شمېر د سړيو په نسبت د ښځو ډېر وو، هغه چې د جګړې اساسي برخه یې تشکيلوله، هغوی عملا په جګړو کې ګډون کولو.
د انجونو ځينې کيسې او خاطرې یې زموږ د ټولنې ريښتونې انځورګري کوي.
ياد کتاب د دويمې نړيوالې جګړې ځينې شېبې داسې انځور کړي چې لوستوال فکر کوي چې په هماغه صحنه کې شتون لري، د دې کتاب لوستلو وروسته به در مالومه شي چې جګړه يعنې څه؟
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Kabul